ستا سترګو ته کاته زما وړومبۍ وړومبۍ ګناه وه
په روح کې مې طوفان و د سرور ساه مې بې ساه وه
د زړه نه مې داغونه مه وړهسترګو ته دې وايه
چې شونډې مې پرانستې دي ، وړومبۍ ټپه مې داوه
راتويې مې دې په سترګو کې جامونه کړه د سترګو
ځواني مې شوه تاو ستا د ښايست د ګل د تاوه
مودې وشوې چې اوس هم لا په هغې ټال کې ځانګم
راوړې مې په زړه کې ستا د زړه داسې درزا وه
د زړه ماشوم مې هغسې ماشوم دی لېونی دی
دا څنګه لېونۍ ستا د خواره اوربل هواوه
چې کړس شي په اسمان کې ماته ته ياد شې جانانه
تا داسې په کړس کړس کړې توده توده خندا وه
تړکيږمه ، پړکېږمه ، دردېږمه، اور اخلم
دا اوړم خدايه زه د محبت له کوم پړاوه
مونږ يو بل دی وژلی ، مونږه يو بل ژوندی نه که
مونږ کړی د الفت په ابتدا کې انتها ده
په غر او سم يې ځان دی هر مېئن ته اورولی
سايله اچولې تا په هر تصوير کې ساه ده