د عدل او انصاف دې ناګردو ته حېرانېږم
د جرم او سزا دې فلسفيانو ته بوږنېږم
د وخت د مشادې نه د ګيدړ غوندې ترهېږم
د ځان د ښکلو ښکلو تصويرونو نه ويرېږم
د عقل په بازار کې په پېسه باندې خرڅېږم
چې دا حال وي ملګرو زه به نه لېونی کېږم؟

 

دا مونږ پکې اخر په کوم يو جرم زنداني شو
راځئ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

انسان د بارودونو په ډېري کې ورښخيږي
لوګی د سو
و غوښو د نړۍ نه چاپېريږي
د امن خوروونکي ټول
له لوږې نه مړه کيږي
د بم په جوړ
ونکو انعامونه تقسيميږي
بې کچه بې حسي ده احساسونه برباديږي
په زهرو به اخر د سړي څه تنده ماتيري

په اور کې ستي څو کاله بې وسه جاپاني شو
راځئ
ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

د ښو بدو تميز دی ختم شوی په دنيا کې
خپل ځان پسې لټون کوو د زرو په پړ
کا کې
اثر چې پاتې نه شولو د هيچا په دعا کې
د خپلو باباګانو ن
ښې وګورم په چا کې
اقدار په زمکه ښخ دي خو سوچونه په خلا کې
يو کار هم پاتې نه شو په پرده کې په حېا کې


په سترګو د هر چا پورې رانجه سليماني شو
راځئ
ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

ګرېوان د استاذ څيرې په منګول د شاګرانو
سرې وينې د شاګرد دي په لمن د استاذانو
پخوا به پاړوګان وو د لړمو د مارانو
دم نشته په دنيا د زهرجنو انسانانو
چې ګورم په پېسو پسې ناجوړه طبيبانو
لګيا دي رنځوران کوي علاج د رنځورانو

په څوارلس سوه کاله پسې بېرته ارماني شو
راځئ
ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

عصمت د پېغلو جونو په کوڅه کوڅه نېلام شو
ډوډۍ پسې لغړ ګرځي انسان څومره ناکام شو
د زرو غړوندی ېې پروت په غاړه کې غلام شو
پخپله باندې ښکار شولو ښکاري شولو او دام شو
د خپل انسانيت په نامه څو ځله بدنام شو
د مينې زېلې غوڅې شوې نفرت چاپېره عام شو

ميرګي به په ځان راولو ښه سم به پېرياني شو
راځئ
ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

چې شپه ورځې اخته په شواخون کې د خپل کار دي
حېران به شې چې دا خل
ک په هر وطن کې خوار دي
خوش بخته په مړه ګيډه د هضم په رفتار دي
بدبخته په خېمو کې د ډوډۍ په انتظار دي
رزيل کره ډېري دي انبارونه دي خروار دي
اصيل او شريفان پکې د سپي د لکۍ خوار دي

د خل
کو دا سوچونه دومره ولې شېطاني شو
راځئ
ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

چاپېره په دنيا کې د ښا
يېست رنګونه غواړم
تر هغې په دې خداېه روزانه په در کې ژاړم
انسان ېمه خو بل انسان د سپي په شانې داړم
دا غوښې غوښې ژوند زه نور ليدی نه شمه لاړم
د وينو د سېلاب نه مخکې خپله کډه نغاړم

په مېنځ کې د ډنګرو مې خويونه حيواني شو
راځئ
ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو

اوتر کړمه د وخت تورې بلا ويل
پکار دي
زړګی مې ډک دی نه راځي ژړا ويل
پکار دي
چاپېره تور تمونو ته رڼا ويل
پکار دي
دروغ په دې صدۍ کې خامخا ويل
پکار دي
خو ما ته خپل ضمير وايي رښتيا ويل
پکار دي

بيا خ
ير که په رښتياوو کې بې کچه تاواني شو
راځ
ئ ملګرو ټول به په شريکه لېوني شو