شل، ګوډ
استاد محى الدين قهرندوکى سړى و. چې غصه به شو، نو اسمان به هم ترې امان غوښته. موږ لا پر هغه مهال کوچنيان و. نورو ښوونکو به په لښتو وهل کول، خو ده به په لغتو، همدا لامل و، چې د زده کوونکو خوښ نه و او تل به يې ورته ښيراوې کولې، چې خداى دې يې په غبرګو پښو شل کړي. نن شل کاله وروسته مې د کلي په بازار کې وليد، په لکړو روان و او پښې يې په ځان پسې راښکلې.
ايسکريم
شاهد ځان د مور منونکى زوى ګاڼه. پرون چې دندې ته ته، نو مور ترې ځينې درمل وغوښتل او ټينګار يې پرې وکړ، چې خامخا يې راوړي. شاهد چې ماښام راغى، نو د خپلو کوچنيانولپاره يې ايسکريم راوړي وو، خو د مور درمل ترې هېر و.