شعرونه


غزل/ډاکټر اسرار

    څه مې چې زړه غواړي هغه نه کيږيڅه وکړمه خدايه دا به څه کيږيبيا راغونډوم ذرې ذرې د زړهبيا مې د اشنا ديدن ته زړه کيږيکار د ژبې نه دی ځکه ګونګه شيمينه کې خبرې په لېمه کيږينه يمه خپه په نه راتلو د ياروژني مې دا غم چې اوس به څه کيږيګرانه ده اسرار چې به يو شو مونږڅو چې مو  تر منځه زه او ته کيږي

29.11.2008 sorosh

غزل/ حکمت سروش

    غزل له تا نه لرې طريقه د زندګۍ نه راځيدلته هر څه راځي جانانه خو خوښۍ نه راځياوس د هر سوال کولو وروسته پرېشانه ناست يماوس له کابله جوابونه د جینۍ نه راځيما ته وفا راځي،  و ما ته قرباني ياده دهله دې نه زياته راته لاره د يارۍ نه راځيد دغه ښار مازیګري بېله جانانه راځيله دې دښتونو آوزونه د شپېلۍ نه راځيڅه موده وشوه چې له ځانه څه خپه غوندې يمڅه

11.11.2008 sorosh

نوی غزل/ حکمت سروش

    اوس خو پاچا يم  خزانه لرمهزه هم د مينې يو کيسه لرمهستا په خاطر که وي نو غم نه کومبيا خو د مرګ لا حوصله لرمهزه اوس له ځانه څه خپه غوندې يمزه اوس له ځانه فاصله لرمهڅومره ناوخته يې زما کړ جانانله زندګۍ دغه ګيله لرمهزموږ د ښار څو لېونيانو سرهسروشه ټينګه يارانه لرمه 10/09/2008

19.09.2008 sorosh

د زړه په وينو پېشنمی کومه/جلال امر خيل

    د زړه په وينو پېشنمی کومهستا په يادونو پېشنمی کومه د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتوپه دېوالونو پېشنمی کومه څه بې اذانه روژه ماتی کومڅه بې بانګونو پېشنمی کومه هره مړۍ زما په اوښکو لمدهډک له دردونو پېشنمی کومه د خپل جومات د اذان کړنګ مې په زړهپه افسوسونو پېشنمی کومه مور مې هم نشته چې مې زړه ونيسيبې خويندو ورونو پېشنمی کومه

17.09.2008 sorosh

ټكور/ سید اختیار سباوون

    درد شي مرهم غواړي ټكور غواړي مينه هم ګرانې ! دزړه زور غواړي نور په ثواب او ګنا نه دى جانان خو تور اوربل زما نه خور غواړي  درقيب مرګ ته يي زړه نه كيږي جوړ جانان چي توره هم په پور غواړي كټ مټ صهبا شي ما له هوشه باسي سترګي مې سري كړي رانه اور غواړي  ستا داوربل تيارو كې ځان وركويدا سباوون ماښآ

02.09.2008 sorosh

دميني زړه/ احسان الله جرس

    موده سوه تيره چي هير کړى دي يم موده سوه تيره چي مي نه پېژنېوختونه وسوه چي دي ياد کي نه يمزما راتلو ته اوس په تمه نه يې اوس دي په بل چا پوري زړه تړلىاوس دي د زړه په کور کي بل اوسيږياو س دي رازونه دي په نورو شريکاوس دي دزړه په هغه پراخ جهان کيزما لپاره زره څاي هم نسته خو مګر اوس مي لا هم ياد کي ته ييخومګر اوس هم ستا خيالونو کي يماوس لاهم ستا د پښو اواز ته غوږ يماوس

02.09.2008 sorosh

څومره سازونه په شپىلۍکښې بندىوان پراتۀ دى (رحمت شاسايل)

  څومره سازونه په شپىلۍکښې بندىوان پراتۀ دىڅومره ىادونه مِ په شونډو د ارمان پراتۀ دى څومره لفظونه دى چه زۀ پکښې اظهار کومهڅومره لفظونه مِ د ژبې اوىزان پراتۀ دى مونږ د ىو بل قسم وطن د کوه قاف ښاپىرىزمونږ د خىال په سىنو بل قسم دىوان پراتۀ دى زۀ د زمان او د مکان ترمنځه قتل شومهىاران په غم کښې د زمان او د مکان پراتۀ دى مىنه ئ

02.09.2008 sorosh

غزل /حكمت سروش

      جنګ ته لاړى سم راغى څومره پښتون كم راغىستا د راتګ زېرى شو بيا ږغ د چم_چم راغىدود شو بيا د بم پورته نوى غم پر غم راغىستا د بېرته تللو غم ستا سره دى هم راغىبس په يو كاته د يار مړ سروش كې دم راغى  

30.08.2008 sorosh

دخاطره اسحاقزۍ غزل

    خپل له مينې منکريږې ياره څنګه؟ ته له ماځني  بيليږې ياره څنګه؟ تا ويل ورستۍ لومړۍ مينه مې ته يې اوس له بل سره اوسيږې  ياره څنګه؟ ليونۍ دي په غمونو کې زه ګرځم په محفل کې خوشحاليږې ياره څنګه؟ چې حساب په قيامت کيږي  د دواړو مخامخ به مې دريږې ياره څنګه؟ ستاچې عشق دخاطرې نه وي په زړه کې په غمونو کې خنديږې ياره څنګه؟

20.08.2008 sorosh

غزل/ عزت الله اميد

  د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني بيا به نو زه  پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي زه يې له سپينو ليڅو خوند  بنګړو نه شور واخلمه خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به په نوې ښار كي پرې

12.08.2008 sorosh

د احسان الله درمل غزل

    نه مو جام پکار دی نه خمار پسې راغلي یومونږ د مستو سترګو په دیدار پسې راغلي یو ژونده ! لیوني د بیابان دې نه یو ، تږي وؤدلته دسراب په سپین غبار پسې راغلي یو مزد نشته ، د څو شیبو په بیه مزدوري کوؤښار ته د ګلرنګ جانان په کار پسې راغلي یو مونږ به دې منصوره د تعظیم ګلان په سر شیندومه کوه ګمان چې په ګذار پسې راغلي یو بس د مهاجرو بلبلانو دکاروان سره مونږه هم درمله په بهار پسې راغلي یو    

12.08.2008 sorosh

غزل

    تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و  څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و  ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و  نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت

31.07.2008 sorosh

غزل/ حکمت سروش

    څنــګه دې جـــانانـــه نن په زړۀ شومه هيڅ نه وم پخوا خو اوس هرڅۀ شومه ورځ کـــې لېـــونى شمه په خوب پسې داســې شپـــه رانغله چې ويـدۀ شومه زه دلـــته د چـــا د قــدم خــاورې شوم زۀ دلـــته لــه ډېــرو خــلکو ښۀ شومه جنـــګ دى دراهـــب او د مـــلا روان ولـــې قـــربـــانــي پــکې دا زۀ شومه بـــيا پــه يـــوه نــوي غـــزل سـوچ کوم بيـــا راړنګ د خيال په زنګانۀ شومه  

24.07.2008 sorosh

ماته (عزت الله اميد)

  ماته زما د ژوند د تاريكيو داستانله هغه وخته را پيل شوى ياره!چې كله له خپل درباره څخه و ايستمهاو داسې تا د يو ذرې په ډولد كايناتو له مداره څخه و ايستمه نور د ژوندون د خوند او رنګ دغه جذبه جانانه!له ما نه هېره شوله چې ژوندون څه دى؟رنګينۍ د ژوندون څه ته وايي؟اوس د بې خونده او بې رنګه ژوندونپه تور تاريك محل كې ژوند تېروماو د زړګي د هرې هيلې پر سرپه ناترسۍ سره قدم ايږدمه او ختموم يې د اب

06.07.2008 sorosh

مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه

  د هغه سرو سترګو سنګر ته مه ځه مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه يو خوا ګلاب دى بل خوا شونډې د يارد اور او اور په منځ كې شر ته مه ځه زړه! د بڼو په تار كې پېري زړونهد ستم سترګو، سترګو در ته مه ځه د هغه سترګو پاياو نه دى مالومزړه به دې ډوب شي سمندر ته مه ځه ډېر زورور دي جادوګر د حسند ښاپېرو كلي ته چرته مه ځه زړه به سور راوړې د بڼو په غشوسياله په زركو پسې غر ته مه ځه

24.06.2008 sorosh

غزل (پروفيسر رحمت الله درد)

  ناست وي په محفل كې خو تنها لګيپته د مين سړي صفا لګيزه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړمخداى خبر چې ولې بد په تا لګيناز او په ستم كې فرق اسان نه دىښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګيزه يې د خوشال غوندې په جار وايمخلكو ګنې ښكلي د هر چا لګيوې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويلدرد به مي په ټنډه خامخا لګي

14.06.2008 sorosh

د محبوب الله محبوب ښكلى غزل

  تېره په دې کار کې تر فلکه شوې دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوېڅومره په خواريو مې پيدا کړلې څومره په اسانه رانه ورکه شوېاوس به دې نازونه زه ضرور منم اوس چې په همزولو کې ملکه شوېاوښکې مې رڼې که ترشبنم شولېته هم له ګلپاڼې نه نازکه شوېځای دې دمحبوب به زړه کې ونيوهراغلې دسندرو ښاپېرکه شوې  

10.06.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

    ښكار د يوه ښكلي په يو دام شومهبيا لكه چې لاړمه ناكام شومهڅومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه هومره مې د عقل له خوا خام شومه ښه دى چې په تاسو كې ښه نه يمه ښه شوه چې په تاسو كې بدنام شومه بيا نو د دې ژوند كولو څه مطلبنه چې د لوګي او نه د جام شومهدومره وم چې غم د جانان وخوړمنور نو پاته نه يمه تمام شومه

06.06.2008 sorosh

سندره (رحمت شاسايل)

  باران ووريږه، په شېبو ووريږهما مې كوژدنې له د للمې دهقاني كړې ده زما د زړه لپاره، ودرېږده مه بارانهودريږه مه بارانه، زما د زړه لپارهد كال د سره مې د خداى په در زاري كړې ده زه هم زړګى لرمه، دا زلمى شوى زړګىد حسرتونو په اور، كې سوى لوى زړګىما هم د د دغه زړه د مينې جواري كړې ده زه هم د چا د سترګو، جنت ليدل غواړمهزه هم د چا په نظر، ځواني شيندل غواړمهما په غربت كې د الفت په سر خاني كړې ده زه د سايل د سند

06.06.2008 sorosh

يو ډېر ښكلى غزل

    ستا بې وفايي به را ته ياده ويخپله بې وسي به را ته ياده ويشيخه د ثواب او د ګنا كيسه ډېره سرسري به را ته ياده ويكومه چې مې ستا په نامه كړې ده هغه شاعري به را ته ياده ويسر كه مې د مرګ په كمر ولګيستړې زندګي به راته ياده ويخپله فقيري به را نه هېره شيستا عزيز خاني به راته ياده وي

01.06.2008 sorosh

د ننګيالي پښتون ترانه

  دا وطن او دا اولس دلبر زما جانان زمازۀ د قام زلمى يم او د دوى خدمت ايمان زما زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ د قام زلمى يم، د قام مټې يم، لاسونه يمزۀ د قام په سترګو کښې رڼا يم، نظرونه يمزۀ يم اميدونه د قام، زۀ د قام خوبونه يم زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ د حق په مرسته کښې هر چا نه زَړَوَر يمهزۀ د قام د ټولو کشالو ځنې خبر يمهزۀ د هر بې وسه د سر سيورى يم، څادر يمه زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ به د تيارې تيارې اولس ذهن روښانه کړمز

20.05.2008 sorosh

انارګل، حکمت سروش

    انار ګل نه خاندي اوساوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه ورېږياوس د پخوا په شانې موږ ته په خندا نه ګوريځكه له موږ څخه اوس ډېر خپه دى دې ته حيران دى چې دا ولې د دې سيمې خلك دا څو كلونه كېږي زما راتګ نه  په سندرو نه خوښيو لمانځيبس چې زه وغوړېږم د ښه راغلي خاطر مې داسې وكړيچې د خپل ورور په وينو زما وجود ووينځي ١٣٨٣ کندهار

14.04.2008 sorosh

غزل، عزت الله اميد

  موږ چې له چا سره ياري كړې دهبس دا مو هسې يو خواري كړې دهد ژوند له سترو ننګونو وروستهبيا مو هم وچه بې لاري كړې دهدرد يې هوا غوندې بلا راوړىزما سره ژوند داسې ځواني کړې دهنور لېوني يو، خو يو تا پېژنوجانانه دا مو هوښياري كړې دهموږ خو د مينې د مذهب خلك يوتل مو رنګينه شاعري كړې ده  

12.04.2008 sorosh

غزل، امجد شهزاد

      ستا هره خندا کنهوژني مې اشنا کنهستا د لېونۍ مينېنشته انتها کنهشپه ډېره اوږده شوله خداې دې کړي رڼا کنهټوکې نه دي عشق کولژاړي په ژړا کنهګرانې د ژوند لارې ديسا دې شي بې سا کنهبيا دې غلي وخندلبيا دې وکړه غلا کنهبيا به نوى لوظ کړېبيا به وې

06.04.2008 sorosh

غزل (حکمت سروش)

    بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاىښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې سروش خوشال يم ډېر او ډ

01.04.2008 sorosh

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more