غزل

زړه چې چاته وګوري، لېمه ګوري

مينه ګوري، ژوند ګوري، خواږه ګوري

مونږه بې ضميره او بې قدره خلک

ښه ده، چې وختونه موږ ته نه ګوري

بې له ښکلا څه شته کايناتو کې

بې له ښکلو چاته سړى وګوري

ستا د مينې دا احسان منم ياره

دا چې زمانه راته درانه ګوري

دا ترهګر ترهګر ښايست، ترهګر باڼه

ګرځي، چېرته زړونه پښتانه ګوري