پوهنيزه، که هنري کره کتنه
لومړى د اوسمهالې پښتو کره کتنې په حالت او ورپسې د کره کتنې د بېلابېلو پوهنيزو او هنري څانګو پر څرنګوالي غږېږو، چې په دې توګه به د پښتو اد ب د کره کونې لپاره د يوې ځانګړې کره کتنې غوراوى هم وکړاى شو:
له بده مرغه، زموږ په ښوونيزو منځيو او زياتره ادبي غونډو کې چې د يوه ليکوال يا شاعر پر پنځونه خبرې کېږي، نو ډېرې يې يا د ليکوال پر شخصيت او يا د هستونې پر موضوعي اړخ چورلي او د کره کتنې اۤره موخه او د هنري سبک اۤره برخه ترې پاتې وي، د بېلګې لپاره د الفت صيب (دوه جنازې) رااخلو:
زياتره استادان د دې نثري ټوټې په اړه وايي: ((الفت صاحب طبقاتي ټولنه انځور کړې ده، داسې يوه ټولنه، چې يو پکې له لوږې او د وينې له کمښته مري او بل پکې له ډېر خوراک او لوړ فشاره. الفت صاحب داسې يوه متمدنه او اسلامي ټولنه غواړي، چې ټولنيز عدالت پکې پلى وي او ټول وګړي پکې سوکاله ژوند وکړي....))
زما په اند داسې اديب لا تراوسه نه دى زيږېدلى، چې په ټولنه کې دې ګډوډۍ او نااراميو ته لمن ووهي، ځکه د ادب موخه د ټولنې ورانى نه، سم سمکى دى، هر ليکوال او شاعر د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ هيله پر زړه ساتي او هر څوک په دې پوهېږي، چې ليکوال څه موخه لري؛ نو بيا دې ته څه اړتيا ده، چې نور يې هم پسې وشاربو او د سبک د غوښنې برخې پر ځاى په لوى لاس پر يوې کمزورې او کوچنۍ برخه د محصلينو يا اورېدونکو وخت ورخراب کړو.
زموږ دا رنګه اخلاقي کره کتنه کېداى شي، زده کوونکو ته ګټه ورسوي؛ خو څانګوالو محصلينو يا د ادبي بنډارونو ګډونوالو ته، چې د ادب په پېژندګلوى پسې راوتي وي، هېڅ راز ګټه نلري. په ادب کې د فکر لټون دويم ځاى لري، لومړى ښايي د يوې هنري پنځونې د بيان طرز وپېژنو او په دې توګه برلاسي ليکوال او شاعران وروزو. تاسې څه وايئ، چې دا ډول کره کتنيزې ويناوې زموږ وروسته پاتې ادب له پرمختګه برخمنولاى شي؟ يوازې د موضوعي اړخ ځيرنه زموږ ادب ځپي او د نويو پنځګرو د غوړېدا مخه نيسي.
ارواپوهنيزه کره کتنه د نورو پوهنيزو کره کتنو غوندې ادب د پوهنې په اۤرونو ارزوي او د پنځوونکي او د کيسې د کرکټرونو رواني اړخ رابرسېره کوي. دا کره کتنه له موږ سره د ليکوال يا شاعر د شخصيت، چې په رغونه کې يې رواني اړخ لوى لاس لري، په پېژندنه او د کيسې په کرکټرايزيشن کې ښايسته ډېره مرسته کولاى شي؛ خو تر دې هاخوا يې وزرې سوځي او هنري برخه ترې پاتې کېږي.
ژبپوهنيزه کره کتنه: ژبپوهنيزه کره کتنه د پنځونې پر ژبه رڼا اچوي او د ګرامري اۤرونو له مخې د ترکيبونو جوړښتونه کره کوي، خو دا هم له دې کبله، چې پر هنري ترکيبونو برلاسى نلري، نيمګړې ده.
پرتليزه کره کتنه: دا بيا د دوو ليکوالو يا شاعرانو هستونې سره پرتله کوي او د سبک پېژندنې هڅه يې کوي؛ خو په دې کې کله ناکله داسې هنري پنځونې سره پرتله شي، چې د پرتلنې جوګه نه وي؛ نو پايلې يې ناسمې راوځي.
ساينسي کره کتنه: په ساينسي کره کتنه کې بيا هڅه کېږي، چې په ناپېيلې توګه ادب وڅېړي او د علمي اۤرونو پر بنسټ يې سمې او ناسمې خواوې رابرسېره شي.
ښکلاييزه کره کتنه: ښکلاييزه کره کتنه د هنر ښکلاييز خواوې ځيري او په فکر پسې دومره نه ګرځي، چې له دې کبله يې نيمګړتيا جوته ده.
د نړۍ هر کره کتونکى ځانته لار او ځانګړى کره کتنيز دود لري؛ خو ډېر داسې هم دي، چې په ګډه د کره کتنې يوه څانګه کاروي او د پرمختيا خوښې کره کتنې په نوم سوسياليستي کره کتنه کوي. داسې نور هم شته، چې يو لورى او يوه موخه لري؛ خو د کره کتنې د يوې څانګې کارونه نه يوازې دا چې نيمګړتياوې لري، بلکې کله ناکله ادب له خنډ وځنډ سره مخ کوي. موږ ته ښايي، چې د هنري پنځونې د ښې کره کونې لپاره د کره کتنې له يوه ډول او په تېره په يوازې توګه له پوهنيزې کره کتنې کار وانخلو، ځکه سره زر د لرګيو په تله نه تلل کېږي، سرو زرو ته بويه د سرو زرو کنډه جوړه کړو او دا کنډه بېلابېل توکي غواړي. ښه کره کتونکى هغه دى، چې د کره کتنې له بېلابېلو څانګو او کړلارو سره بلد وي، که نه کره کتنه يې نيمګړې ده. کره کتونکو ته ښايي، چې په هنر کې د نغښتي فکر پرځاى ډېر پام د بيان طرز او ښکلاييز اړخ ته واړوي او د پنځونې د ښې کره کونې وياړ وګټي.