ژبپوهنه
د پښتو تړلي ګړونه د مانيز توپير په بهير کې
(په) او (پر) دواړه وييکي او په وييکو کې سربلونه دي، چې له بېلابېلو اوستربلونو سره راتلاى او مانا بدلولاى شي، لومړى د يوې غونډلې مانا بدلوي، چې د غونډلې په مانيز بدلون سره پاراګراف بله مانا اخلي او د پاراګراف له توپير سره پوره متن بدلون مومي او هغه جاج څرګندوي، چې اصلا د ليکوال موخه او هيله نه وي.
که موږ غواړو، د سربلونو ځايونه وپېژنو، بايد هغه اوستربلونه وپېژنو، چې له خپلو سربلونو سره جوخت راځي، يانې پوه شو، چې کوم سربل له کوم اوستربل سره کارېږي او يا يې سرچپه د سربلونو له لارې اوستربلونه وپلټو، مثلا: (په) له (کې)، (سره)، (پورې)، (پسې) او داسې نورو وروستنيو سره راتلاى شي؛ خو يوه خبره د يادونې وړ ده، چې وييکي(ادات) په کوم ويي پورې نه نښلي، لکه وروستاړي يا مختاړي، چې نښلي. وييکي له وييو بيل راځي او سربلونه، اوستربلونه د يوې کليمې دواړو اړخو ته راځي، يانې سربلونه مخې او اوستربلونه تر کلمې وروسته جوخت راځي، لکه (کتاب په کوټه کې دى) په دغه غونډله کې (په) سربل او (کې) اوستربل دى، چې نوم (کوټه) يې له دواړو اړخو نيولې ده. خبره مو د سربلونو اوستربلونو د همرنګۍ کوله، د (په) سربل څو بېلګې به وړاندې کړو او له (پر) سره به يې پر توپير وغږېږو:
(په) له (پسې) سره: په بريالي پسې لاړم.
(په) له (پورې) سره: په موټر پورې نښتى وم.
زموږ ډېرى ليکوال، دغه (په) پر (د) اړوي او ليکي: (د بريالي پسې ...) يا: ( د موټر پورې...)، چې دا دواړه بڼې يې ناسمې دي. (په) له (سره) سره د اۤلې ښکارندويي کوي، لکه په چاړه سره مې وواهه.
(چاړه) د (په) او (سره) له راوړلو سره پر اۤلې اوښتې، هغه اۤله، چې وهونکي ترې کار اخيستى دى. موږ ډېرى وخت د غږېدا پر مهال له (په) سره (سره) د بشپړتيا لپاره نه راوړو او دغې ستونزې زموږ پر ليکنو هم اغېز ښندلى، ځکه موږ په ليکنه کې هم له (په) سره (سره) اوستربل نه کاروو، چې د (سره) دغې نه کارونې د (په) او (پر) ترمنځ ربړه اچولې او دلته د (په) او (پر) توپير ستونزمن کېږي. (په) له (کې) سره، چې انګليسي انډول يې (IN) دى او د هغې ښکارندې شتون ښيي، چې د يو څه په داخل کې وي، لکه: توريالى په کور کې دى. اوس به پر (پر) راوګرځو: د (پر) سربل، اوستربلونه او بېلګې يې په لاندې ډول دي:
(پر) له (باندې) سره، چې انګليسي معادل يې (ON) دى او د هغې پديدې ښکارندويي کوي، چې پر يو څه برسېره پروت وي، لکه:
قلم پر مېز باندې دى.
(پر) له (سربېره) سره، چې (باوجود، له ... سره سره او ... ترڅنګ) ته ورته مانا ښندي. زياتره ليکوال له (سربېره) سره (له) راوړي او تېروتنه کوي. دا کار زموږ لوى لوى ليکوال کوي. همدا راز (سربېره) (برسېره) ليکل، هم يو غلط دود دى، چې زموږ ځينې ليکوال يې تراوسه پالي. د (پر) او (سربېره) بېلګې په لاندې ډول دي:
پر بريالي سربېره غرزى هم راغلى و.
د (په) او (پر) توپير: لکه له مخه مو چې وويل، که موږ د سربلونو توپير غواړو؛ نو يوه لاره يې د اړوندو استربلونو پېژندل دي، يانې په دې پوهېدل پکار دي، چې کوم سربل له کوم اوستربل سره راځي، بله د حل لاره يې د مانيز توپير او پخپله د مانا پېژندل دي. د (په) او (پر) په برخه کې موږ له همدغو دوو ستونزو سره مخېږو، مثلا، له (باندې) سره د (پر) پرځاى (په) راوړو او ليکو: (په کوټه باندې). له يوې خوا د مانا نه درک دى او له بلې خوا ګړنى مشکل دى، چې ليکنۍ شڅې ته يې سرايت کړى دى. بل ځاى چې موږ د (په) او (پر) له توپيره غافله کوي، له (په) سره د (سره) نه کارونه ده، لکه غواړو وليکو: (په سر روان دى)؛ نو يو ځل مو فکر خامخا (پر) ته ځي او له ځانه پوښتو، چې (پر) خو نه راځي؟
(په) له (سره) سره لکه له مخه مو چې وويل، د اۤلې څرګندونه کوي او (پر) له (باندې) سره چې يو څيز پر څه له پاسه پروت وي. زموږ ليکوال په همدغه برخه کې د (په) او (پر) توپير تلولي کوي او بايد تلولي يې کړي، ځکه مانا سرچپه کېږي؛ لکه وايو: (پر پښتو يې ليکم) يانې د پښتو ژبې ګرامر يا تاريخ څېړم؛ خو که ووايو: (په پښتو يې ليکم)؛ نو موخه دا ده، چې په ليکنه کې له پښتو ژبې کار اخلم. په دغو دواړو بېلګو کې مو اوستربلونه (باندې او سره) غورځولي وو، چې تر څنګ يې مانا هم يو څه ټکنۍ شوې وه؛ خو موږ د اوستربلونو پرځاى د مانا په لاسنيوي د(په) او (پر) ځايونه وپېژندل، همداسې د (په چوکۍ سره مې وويشت) او (پر چوکۍ باندې مې وويشت) مثالونه هم درواخلئ. لاندې شعر يې هم ښه بېلګه کېداى شي:
خدايه دا بازار تالا کړې په مغولو
د مفلس حسن په يو موټى چڼو ځي
که په دغه بيت کې د لومړۍ مسرې (په) پر (پر) واړوو؛ نو مانا يې سرچپه کېږي. شته بيت دا مانا لري، چې ګنې مغول دې راشي او دا بازار دې تالا کړي؛ خو که (پر) راوړوو؛ نو مطلب دا شو، چې مغول په بازار کې دي او نور څوک دې راشي، پر مغولو دې بازار تالا کړي او مغول دې له بازاره وشړي.
بله ستونزه د (د) او (له) ده، چې زياته ليکوال له (سره) او (څخه) اوستربلونو سره د (له) پرځاى (د) کاروي او په متن يا غونډله کې مانيزه ستونزه پېښوي، لکه: د حمزه بابا دا بيت:
د نرګسي سترګو دې وکړه تپوس
ولې ما داسې ټيټ کتل زده کړه
د ګړدودي او ګړني توپير له مخې په لومړۍ مسره کې د (له) پرځاى (د) راغلى او ژبه يې په مانيز ډګر کې ځنډنې کړې ده. که څوک د پښتو له ختيز ګړدود سره بلد نه وي؛ نو (د نرګسي سترګو دې وکړه تپوس) يو اضافي ترکيب بولي، لکه: يو تن بل ته وايي: هغه د ورور تپوس خو دې وکړه که نه!. مګر په پورته بيت کې (له) دى او د شعري اړتيا له مخې ورسره (څخه) اوستربل نه دى راغلى، يانې (له نرګسي سترګو دې وکړه تپوس). بله ستونزه دا ده، چې زموږ ډېرى ليکوال د دري (تاکه) ړنده ژباړه (ترڅو) ډېر کاروي، سره له دې چې په دري کې تاکه دوه مانا ښندي، چې د يوې لپاره يې، چې مهالي قيد دى، موږ همدغه (تر څو) لرو او د بلې لپاره يې د عطف وييکى (چې) بويه وکاروو، مثلا:
تاکه کريم نه اۤيد، من از اينجا نه ميروم
ژباړه: تر څو چې کريم رانشي، زه له دې ځايه نه ځم.
او د بلې مانا بېلګه يې دا ده:
من ميروم تاکه او بيايد.
ژباړه: زه ځم، چې هغه راشي.
خو زموږ پښتانه ليکوال د (تاکه) د دواړو ماناوو لپاره (ترڅو) کاروي او د (چې) ځاى هم (ترڅو) ته ورکوي.
هيله ده، پښتانه ليکوال پر دې څو خبرو او وړانديزونو پوه شوي وي او په راتلونکي کې پښتانه مورفيمونه سم وکاروي.