د ژوند او مينې په اړه د ګاربيل ګارسيه ماركز ديارلس ويناوې:
دويم : هېڅوك ستا د اوښكو لايق نه دي ،او هغه څوك چې ستا د اوښكو لياقت لري تاته د اوښكو توييدلو وړ نه ښكاري .
درېيم : كه تا څوك څنګه چې غواړې هماغسې نه خوښوي ، پدې مانا نه ده چې په ټوله مانا سره دې نه خوښوي .
څلورم : واقعي دوست هغه څوك دى ، چې ستا لاس ونيسي او زړه دې لمس كړي .
پنځم : ديو چا لپاره تر ټولو بدترين خپګان هغه دى ، چې دهغه په څنګ كې واوسې او وپوهېږې چې هېڅكله به هغه ته ونه رسېږې .
شپږم : هېڅ وخت موسېدل مه هېروه ،كه ډېر غمجن هم يې ، ځكه چې كېداى شي ډېر خلك ستا په موسكا مين شي .
اووم : كېداى شي ته به په دنيا كې يوازې يو تن يې ، خو د ځينو خلكو لپاره به ټوله دنيا يې
اتم : هغه څوك چې نه غواړي ستا سره وخت تېر كړي هېڅكله يې په فكر وخت مه تېروه .
نهم : ښايي د خداى خوښه به وي چې لومړى ناسم خلك وپېژنې او وروسته مناسب خلك ، پدې ډول هر وخت چې دې داسې څوك پيدا كړ ، هغه وخت كولاى شې په ښه ډول شكر وباسې .
لسم : په هغه څه باندې چې تېر شول مه اندېښمن كېږه ، هغه څه ته، چې وروسته راروان دي، وموسېږه .
يوولسم : داسې خلك شته چې تا ځوروي ، په داسې حال كې پر هر چا باور كوه ، خو پام چې په هغه چا باندې دويم ځلي باور ونكړې، چې تا ازاروي.
دولسم : ځان ښه شخص كړه ، او ډاډه اوسه ، چې تر بل هر چا ځان ښه پېژنې.
ديارلسم : له حده ډېر فشار پر ځان مه راوړه ، ځكه چې ښې پېښې تل ناڅاپي وي.