د الوګل دوديزې مشاعرې ته د کدو د پراختيا او ساتنې ټولنې
رالېږلى پېغام
ټول تازه او مرۤو ګډونوالو! السلام وعليکم ورحمة الله وبرکاته.
د الوګل د دوديزې مشاعرې په وياړ د کدو د پراختيا او ساتنې ټولنه ځان ته ورکوي، چې پر خپل تېر زيږ تاريخ باندې رڼا واوچوي:
اريايان لا د امو له شاوخوا څخه نه وو راخوځېدلي او ټېپر، بانجان، کچالان، بېنډۍ، سرده، سرده ګرمه، ګرمه ګوپيان يې لا نه پېژندل. اپلاتون لا پښې نه وې خوځولې او نه يې چوشني په خوله کړې وه. له ارستو سره يې مرۍ تر مرۍ نه وو نيولي. د فلسفې خېټور لا زيږېدلي نه وو، نه مصر کم عقلو په سر اخيستى و، چې د کدو د پراختيا او ساتنې ټولنې خپلې فرهنګي ځېلۍ د نړۍ پر سر باندې غزولې وې، بېخي داسې لکه اوس چې کمپيوټر او انټرنيت دي.
نوموړې ټولنې چې د خپل دغه اوږده تاريخ په بهير کې کوم خدمتونه خپل ادب ته کړي، څومره قربانۍ يې ورکړي او څنګه تراوسه روغه پاتې شوې ده، تاسو ټولو ښاغليو ته څرګنده ده.
کله چې د د عقل، علم او ادب دښمن چنګېزي زموږ پر سېڅلې خاورې خپل سپېره قدمونه کېښودل، د خلکو د کورونود ورانولو، ټولوژنې او لېږدونې تر څنګ زموږ کولتور هم اغېزمن شو او ټولنه مو هم ټکنۍ شوه. يوازې چنګېز نه و، بلکې داسې ډېر وو، چې پر موږ يې ځمکه سره کړې وه؛ خو زموږ د ټولنې غړيو هم کومه تشه پرېنښوده، د خپلې ټولنې د بقا لپاره يې ځان د مرګ غېږې ته ورنکړ، سره له دې، چې د تېښتې پر مهال د وختونو ښپر موږو ډېر راوغورځېدل او له مجبوريته يې د غوړه مالۍ خولې ډېرې کږې کړې. د هغوى سرښندنې وې، چې د کدو د پراختيا او ساتنې ټولنه تر دې دمه راورسېده او خپله يو ميلينومه کليزه يې تېره مياشت ولمانځله، دا يې هم ثابته کړه، چې له زاړه څخه مړښت نشته او د خپل فرهنګ ژيړ ګلونه يې لا وغوړول.
اوس چې په هېواد کې ريښتنې ديموکراسي واکمنه ده او د ډالرو د بوجيو خولې پرانستې دي،د کدو د پراختياټولنه هم خپل ثمر ته ورسېده او افاقي ارمان يې پوره شو. نورې ټولنې هم ښايي له دې طلايي چانسه ګټه واخلي.
په پاى کې د الوګل مشاعرې ټولو ګډونوالو ته حوصله او زغم غواړم، چې په سړه سينه د الوګل په ستاينه کې ويل شوي شعرونه واوري او هيله ده، د دغه ولايت د دې ځانګړې ميوې په وياړ نورې غونډې هم جوړې شي، لکه: خړ الو، ژيړ الو، الو په کرېټ کې او الو په مارکېټ کې.
والسلام
شپېلى خان لرغونى
د کدو د پراختيا او ساتنې ټولنې مشر