غزل

روڼ شو او معلوم شو، چې دعشق له توره ووت

يار لکه ماضي زما د زړه له کوره ووت

دا بې ننګه ښار زما د زړه په وينو نارزي

دا چې يې تصوير زما له هر انځوره ووت

څو بدرنګو هيلو مو ژوندون له مرۍ ونيو

لوى ارمان مو اوس د بغاوت له شوره ووت

ستا په اننګيو چې د وخت څلې خپرې شوې

بس سپېره اجمل نور د غزل له زوره ووت