څو خبرې مې پر زړه دي
ادب چې څومره واټن تر شا پرېږدي، هغومره پرمختګ کوي، پخېږي او د تېر مهال له هنري ارزښتونو سره د نوي مهال هر اړخيز (کولتوري، ديني، اقتصادي، سياسي، هنري) ارزښتونه رانغاړي او د نوي کول د غوښتنو په پار د الفاظو څېرې بدلوي رابدلوي؛ خو فکر يې هم پرځاى نه پاتې کېږي. فکر د سکالو له بدلون سره خپله بڼه اړوي، لکه زموږ ادبياتو پخوا د ګودر، پېزوان او خال خبرې ډېرې کولې؛ خو اوس ورو ورو دا هر څه له منځه ځي او ليدل کېږي، چې زموږ شاعرانو اوس د ښار، پوليس او... کلمې کارول پيل کړي دي. زموږ تېرو شاعرانو سنبل، سروې، شمعې، پتنګ کلمو بېخ ايستى و او په هره (مجازي، حقيقي) مانا يې راوړې دي؛ خو اوس ورو ورو د مهالي او توني واټن له امله نږدې ټولې له منځه تللې دي. که څوک بيا هم له دغو کلمو کار اخلي او په هغه قرينه کې يې کاروي، چې پخوانو کارولي؛ نو تېروتنه کوي او په ناارادي توګه غواړي د ادب مخه ډب کړي، پرمختګ ته يې پرېنږدي. له همدې امله نوموړي وګړي د شعر ويونکي نه، د مېر ليکونکي بلل کېږي. که موږ غواړو چې ادب مو پرمختګ وکړي؛ نو له تېرو څخه د الهام او د هغوى د لوست له لارې بايد نوي هنري اۤرونه جوړ کړو او د دغو اۤرونو پر بنسټ ژوندى شعر ووايو. هغه چې ريښتنى هنرى باله شي. هنرى ارزښتونه لکه د پوهنيزو اۤرونو هسې نه دي، چې د يوې سکالو تر درک وروسته بې مخينې جوړ شي، بلکې هنرى اۤرونه د ادب تيورۍ له مخې هله جوړېږي، چې په اړوند هنر کې يې څرکونه وليدل شي. يانې بديع او بيان علم چې د ادب لپاره د پوهنې په مټ د اۤرونو په توګه ټاکل شوي دي، مخکې له مخکې نه دي رامنځته شوي او نه داسې شوي، چې دا اۤرونه دې لومړى ليکل شوي وي او وروسته دې ادب پنځول شوى وي، بلکې دغه اۤرونه يا په بله وينا هنري ارزښتونه له بېلابېلو هنرونو راغونډ شوي او تر لړکولو وروسته پرې د بديعي صنايعو نوم ايښودل شوى دى. بديعي صنايع د يوه ځيرک تفکر زېږنده دي او د هنر نزاکتونه جوړوي، هغه نزاکتونه چې تل يې يې کره کتونکي په يوه نثر يا شعر کې پلټي او د هنري زړي دي. که دا زړى نه وي؛ نو د هنر ونه نه زرغونېږي. بې له دغو زړيو پلاستکي بې بويه مړه بوټي امنځته کېداي شي؛ خو دا به هنر نه وي. که په يوه شعر يا هنري نثر کې تشبې، استعاره، تجاهل العارف او نور صنعتونه نه وي؛ نو هنري تومنه نلري، ځکه ادب د الفاظو هنر دى او چې الفاظ يې د ښکېنو خبره (لچک ونلري) نو يو معلوماتي نثر ياشعر دى. موخه د الفاظو هنري کارونه ده، لکه په مرسل مجاز يا کنايه کې چې يو ويى په بدله مانا ځان څرګندوي او خپله اۤره څېره پټه ساتي. دا بدله مانا او د اۤرې څېرې سره يې تړاو يا پټونه هنر دى، لکه د سعيد زابلي دا شعر:
له هغه کوز کنډو ډبرې ووري
چې موږ وروګورو خپل سر پټوي
زابلي (کنډو، ډبرې، ورکتل، سر پټول) په دويمه مانا راوړي دي او نورې کلمې په دغه بيت کې د هنر استازې دي او شعر ته يې د طنز اوبه ورکړې دي. د دغو کلمو برکت دى، چې پورتني بيت ته يې د هنر جامې وراغوستې دي او د پاکستان شيطانت او ورانکاري يې په هنر کې نغښتې ده. تراوسه مو د هنر په جوليزه خوا خبرې وکړې. اوس به د هنر په موضوعي اړخ يو څو خبرې وکړو:
اوسني ډېرى کره کتونکي په دې اند دي، چې د ادب فکر له هنري اړخ سره جوتې اړيکې نلري، ځکه فکر په پوهنو او معلوماتي نثر کې هم وړاندې کېداي شي؛ خو د دغه فکر د وړاندې کولو طرز او انداز هنر جوړوي. ځينې ناقدين بيا وايي، چې د هنر نوښت يوازې د الفاظو په نوښت پورې نه دى تړلى، بلکې د يوې نوې سکالو او فکر موندنه هم زموږ نثر يا شعر هنري کولاى شي. د دوى په اند هنر د نوې موضوع او د نوې قرينې لرونکي وييونه جوړوي او هنر په لويه کې همدا دوه برخې لري.
ځينې نور بيا وايي، چې بايد له هغو تجربو چې بيا بيا بېلابېلو اديبانو راوړې، ځان وساتل شي او هر ليکوال يا شاعر دې خپله تجربه ووايي.
خو د دوى د تجربو يادونه ځکه ګونګه ده، چې مانا او شکل يې څرګند نه دي. لوستونکي يا اورېدونکي نه پوهېږي، چې ښاغلى په الفاظو کې نوې تجربې ښيي او که په موضوع کې. نوې سکالو ته نغوته کوي او که الفاظو ته.
دې هر څه ته په پام سره به دومره ووايم، چې په هنر کې د مانا او جولې انډول هغومره دى، لکه د يو انسان په وړتيا او استعداد کې يې چې چاپېريال او وراثت لري. ارواپوهنه دې پايلې ته رسېدلې، چې د کوچني په زده کړه کې (٨٠) سلنه محيط او (٢٠) سلنه وراثت ونډه لري. همدغه سلنه موږ د يوه شاعر يا ليکوال په ذوق او کړاو کې هم موندلاى شو او وايو، چې د ذوق په مټ او له تمرين سره يو سړى ښه ليکوال يا شاعر کېداى شي.
زموږ د ادب د پرمختګ لپاره يوازې شته بديعي صنايع بسنه نه کوي او نه موجود قالبونه دا وړتيا لري، چې زموږ اوسنى ادب او نثر راونغاړي، ځکه زموږ اوسنى ادب له دغو اۤرونو ډېر لرې تللى دى، داسې هم نه ده، چې دغه اۤرونه بايد له پامه وغورځوو يا داسې فکر وکړو، چې ګنې له موده وتي دي. همدا ارزښتونه زموږ د هنر بنسټونه دي او نور ډېر څه پرې ښايي ورزيات شي، نوي بديعي صنعتونه رامنځته شي او زموږ ادب ته پوهنيزې پولې جوړې شي، چې ادب مو د بل هر ادب سيال شي. دا اۤرونه لکه له مخه چې وويل شو، له نشته نه جوړېږي، بلکې زموږ اوسنى شعر او ادب يې پرېمانه لري؛ خو ترې راايستنه يو څه زيار غواړي او که ترې راوايستل شي؛ نو زموږ راروان کول به زموږ د اوسني ادب اۤره څېره وويني.