شعرونه
د اجمل ښکلي غزل
د خپل عظمت د تاريخونو مثال نه پېژني
پښتانه اوس هم لا ويده دي، خوشال نه پېژني
زموږه خلک حوصله د سولې خود نه لري
زموږه خلک چې ګناه او اوبال نه پېژني
د جادوګر حسن تشبيه د کفر توري ګڼي
بې ذوقه خلک هنر نه مني، خيال نه پېژني
له داسې خلکو به اميد د رڼا څنګه وشي
ماضي کې اوسي، ګانده نه لري، خيال نه پېژني
اجمله عشق د وخت په موټي کې راتللاى نه شي
اجمله عشق توپير د ځاى او مهال نه پېژني