غزل
ښه يمه، که بد يم، که ژوندى يم او که مړى يم
خير که له تا هېر يمه؛ خو ستا د وجود غړى يم
اوس د محبت او د هنر توري بې رنګه شول
اوس لکه شبنم له ګلاب شونډو نه لمر وړى يم
زه خو امتزاج ياره د دوو ښايستونو يم
ستا د کلي خان يمه او ستا د جومات چړى يم
نور زموږه ښار د کرکو ټولګه د وسلو وطن
نور په مرګ خوشاله يمه، نور له ژونده ستړى يم
ستا تر اسمانڅک نظر به حسنه يوه ورځ درشمه
لا خو مزل شته دى، لا خو ونه نه يم، زړى يم
دا چې د چورلکو، د وسلو سيورو ته ژوند کوي
دا زما بدمرغه قام دى، زه يې يو وګړى يم
هر څو که مې هر غزل ستا حسن ته ځانګړى دى
بيا دې هم د ډېرو اداګانو پوروړى يم
خيال که هر څو ښه وي؛ خو اظهار ته ضرورت لري
زه اجمل بې تا جانانه هېڅ يمه، نيمګړى يم