کره ژبه, د ژورناليزم ژ به
د ژورنالېزم يو شرط د ساده او روانې ولسي ژبې کارونه ده، چې دغه کار ژورنالېزم له هنر سره نښلوي او زه هم له هنر او ژبې سره په تړاو د دې ليک د کښنې جرات کوم.
د ژبې د پرمختګ په اغېزمنو لارو کې رسنۍ هم راځي؛ خو له بده مرغه زياتره پښتو رسنۍ له پښتو ژبې سره ناغېړي کوي. زموږ رسنۍ د ګړدودونو (لهجو) په پيروۍ يا کره ژبه نه کاروي او يا د ځينو کلمو ناسمه ژباړه خپروي. په دې ليکنه کې پر همدې موضوع غږېږو، چې پيل به يې د کره او ناکره مورفيمونو له شننې وکړو:
زموږ ډيرى خبريالان د نورو سربلونو، اوستربلونو په څېر د (په) او (پر) په توپير نه پوهېږي او د يوه بل پرځاى يې کاروي، ځينې خو لا له (پر) سره حساسيت هم لري؛ پاتې دې نه وي، چې د (په) او (پر) پرځاى کارونه، نه يوازې سم جاج لېږدوي، بلکې سپما هم راولي، د بېلګې لپاره په رسنيو کې يوه دود جمله ليکو:
د ايران د يورانيمو د بډاينې په سر لا ناندرۍ روانې دي.
سمه بڼه: د ايران د يورانيمو پر بډاينې لا ناندرۍ روانې دي.
يا: د ايران په په نسبت يا پرتله هندپياوړى دى.
سمه بڼه: تر ايرانه هند پياوړى دى.
په دويمه بڼه کې له سپما سره سره د (د)، چې د ثقلت لامل ګرځي، مخه هم نيول شوې ده.
د (په) او (پر) توپير له لاندې بيته هم کېږي:
خدايه دا بازار تالا کړې په مغولو
د مفلس حسن په يو موټى چڼو ځي
په پاسني بيت کې له (په) سره ښايي (سره) راغلى واى؛ خو د وزن د ماتوالي له کبله ترې خذف شوى دى. شته بيت دا مانا لري، چې ګنې مغول دې راشي او دا بازار دې تالا کړي؛ خو که دغه (په) په (پر) واړوو؛ نو بازار مغولو ته منسوبېږي او دا مانا ښندي، چې ګنې نور خلک دې راشي او د مغولو بازار دې تالا کړي. ومو ليدل، چې يوازې د (په) او (پر) بدلون مانا سرچپه کړه. (په) له (سره) سره د الې څرګندونه کوي ا و (پر) له (باندې) سره چې يو څيز پر څه له پاسه پروت وي. زموږ ليکوال په همدغه برخه کې د (په) او (پر) توپير تلولي کوي او بايد تلولي يې کړي، ځکه مانا بېخي سرچپه کېږي، لکه وايو: (پر پښتو يې ليکم) يانې د پښتو ژبې ګرامر يا تاريخ څېړم؛ خو که ووايو: (په پښتو يې ليکم)؛ نو موخه دا ده، چې په ليکنه کې له پښتو ژبې کار اخلم. په دغو دواړو بېلګو کې مو اوستربلونه (باندې او سره) غورځولي وو، چې تر څنګ يې مانا هم يو څه ټکنۍ شوې وه؛ خو موږ د اوستربلونو پرځاى د مانا په لاسنيوي د(په) او (پر) ځايونه وپېژندل.
د (په) او (پر) توپير له اوستربلونو هم کېدلاى شي، چې له (په) سره (کې)، (سره)، (پسې)، (پورې) او ځينې نور اوستربلونه او له (پر) سره (سربېره)، (باندې) راځي، لاندې بېلګې وګورئ:
١- جاپان په لرې ختيز کې پروت دى.
٢- کرزى د پښتنو په مټ (سره) بريالى شو.
٣- (په) عراق پسې د ايران وار دى.
٤- افغانستان (په) چين پورې نښتى دى.
له (پسې) او (پورې) سره زياتره ليکوال (د) کاروي، چې دا يوه تېروتنه ده.
اوس د (پر) بېلګې:
١- غزنى پر لاره (باندې) پروت دى.
٢- پښتانه پر سياست سربېره پياوړي اقتصاد ته هم اړ دي.
٣- پاکستان له افغانستان سره پر ډيورنډ (باندې) خبرې وکړې.
د (د)، چې تر ډېره د ملکيت دنده ترسره کوي او (له) توپير ته هم ځير شئ. (له) له (سره)، (څخه، نه، ه) او (پرته) سره کارول کېږي؛ خو (د) له (کره)، (غوندې، په څېر...) او ځينو نورو اوستربلونو سره کارول کېږي.
(تر) له (پورې، ه)، (څخه، نه، ه)، (لاندې) او (وروسته) سره کارول کېږي. ډېرى ليکوال او خبريالان له (وروسته) سره د (تر) پرځاى (د) يا (له) کاروي او بده خو يې لا دا چې ځينې پکې د (اسم) او (وروسته) ترمنځ (نه) يا (څخه) هم راوړي او ليکي:
د غرمې نه وروسته.
د زياتې روښانتيا لپاره لاندې جدول او ورسره بېلګو ته يې پام وکړئ:
بېلګې |
اوستربل |
سربل |
بوش له احمدي نژاد سره ليده کاته وکړه |
سره (سره) |
(له) |
ولسمشر له کندهار(ه)، (نه)، (څخه) راوګرځېد |
څخه، نه، ه |
(له) |
تر کرزي وروسته به څوک ولسمشر وي؟ |
وروسته |
تر |
طالبان تر ميدان ښار(ه) (پورې) راورسېدل |
پورې (ه) |
تر |
تر چين(ه) (نه) (څخه) امريکا پرمختللې ده |
نه، څخه، ه |
تر |
کابل تر واورو لاندې شو |
لاندې |
تر |
هند د چين غوندې ګڼ نفوسه هېواد دى |
غوندې (په څېر...) |
د |
کرزي د مشرف کره غرمنۍ وخوړه |
کره |
د |
مومند دره د تورخم جلال اباد پر لويه لاره (باندې) پرته ده. امريکا او انګلستان د عراق پر تېلو نښته وکړه |
(باندې) |
پر |
پر لوى څارنوال سربېره ولسمشر هم د بلخ کتنه وکړه |
سربېره |
پر |
سوات (په) پښتونخوا کې پرته يوه ښېرازه سيمه ده |
کې |
په |
د عرب لېګ غړيو خپل مشر په بوټونو (سره) وويشت |
(سره) |
په |
(په) عراق پسې د ايران وار دى |
پسې |
(په) |
د ترکيې قبرس (په) يونان پورې نښتى دى |
پورې |
(په) |
د (يوه) ولسشمر په توګه دې کرزى د ژبو انډول ته پام وکړي |
توګه |
په |
امريکا (و) مشرف ته وويل، چې بېړنيو حالاتو ته د پاى ټکى کېږدي |
ته |
(و) |
په دغو سربلونو، اوستربلونو کې ځينې (لکه، په، له، سره او..) غورځېږي او ځينې (لکه، باندې، کې او..) نه غورځېږي؛ خو غوره دا ده، چې ونه غورځول شي، ځکه کله ناکله يې مانا بدلېږي او له دې سره سره پر غوږونو هم ښه نه لګېږي.
ځينې رسنۍ بيا د سربلونو، اوستربلونو په ناسمه کارونه او د (له) پر ځاى د (د) په راوړنه کې ولسيتوب ويني؛ خو دا هيله مانا ته زيان رسوي او ولسيتوب هم دا نه دى، چې سربلونه(prepositions)يا اوستربلونه(spostpostion)دې ناسم وکارول شي.
بله ستونزه دا ده، چې زموږ ډېرى ليکوال د دري د (تاکه) ړنده ژباړه (ترڅو) ډېر کاروي، سره له دې چې په دري کې تاکه دوه مانا ښندي، چې د يوې لپاره يې، چې مهالي قيد دى، موږ همدغه (تر څو) لرو او د بلې لپاره يې د عطف وييکى (چې) بويه وکاروو، مثلا:
تاکه کريم نه اۤيد، من از اينجا نه ميروم
ژباړه: تر څو چې کريم رانشي، زه له دې ځايه نه ځم.
او د بلې مانا بېلګه يې دا ده:
من ميروم تاکه او بيايد.
ژباړه: زه ځم، چې هغه راشي.
خو پښتو رسنۍ د (تاکه) د دواړو ماناوو لپاره (ترڅو) کاروي او د (چې) ځاى هم (ترڅو) ته ورکوي.
اوس به يو څه د کلمو سپما او ناسمو ژباړو ته تم شو:
زياتره رسنۍ (سرمايه ګذاري) لپاره په پښتو کې پانګه اچونه کاروي، خو دا ژباړه کټ مټ او ناسمه ژباړه ده. موږ ښايي ورته پانګونه او پانګوالي انډول ولرو . پانګونه د څپو او توريو له مخې تر پانګې اچونې لنډه ده او په تلفظ کې هم ترې اسانه ده پر دې سربېره د (پانګه اچونکي) لپاره هم (پانګوال) يا (پانګور) کارولاى شو . همداسې (پر لاره اچول) هم درواخلئ. پخپله په دري کې هم (به راه افتادن) ولسي ريښه نه لري. پر دې سربېره ځينې داسې پښتو غونډونه او جملې شته، چې لنډون او سمون ته يې بويه د ژورنالستانو پام وي او له ژبپوهانو سره په ګډه ورته حل لارې ولټوي. په دې لړ کې د بېلابېلو ليکوالو او ژبپوهانو له خوا يو څه کار شوى هم دى، لکه د (تر سره کولو) پرځاى د (ترسراينې)، د (ترلاسه کولو) پرځاى د (ترلاسي) او د (استازيتوب) پرځاى د (استازۍ) کارونه.
داسې نورې بېلګې هم شته، چې ژورنالستي او ناژورنالستي ليکنې طبيعي کوي او اساني پکې راولي. همدا راز د ځينو جملو او غونډونو(فقرو) د تکرار پرځاى موږ له ولسي ګړنو(محاورو ياidioms ) نه هم کار اخيستلاى شو، لکه ( لاس کول، لاس ورغزول، لاس اخيستل، لاس پر سر کېدل او نور)، چې له دې سره نه يوازې د تکرار مخه نيول کېداى شي ، بلکې خبر، رپوټ او.. هم ورسره ولسي کېداى شي او له ړندو ژباړو او له تکلف ډکو کلمو او جملو ژغورل کېداى شي.
يوځل بيا يادونه کوم، چې کټ مټ ړندې ژباړې او د سربلونو اوستربلونو ناسمه کارونه ولسيتوب نه دى، ولسيتوب دا دى، چې موږ په ژباړلې ژبه نه، بلکې د اولس په ژبه ولس ته وغږېږو او هغو ترکيبونو ته په خپله ليکنه کې ځاى ورکړو، چې ولس يې کاروي.