غزل       
د زمانې د وحشتونو شوله ښکاره مينه
چې ووته د ارزښتونو له مداره مينه
زما اميد، زما ارمان په زلميتوب راغلو
نن دې جانانه راورېږي له رخساره مينه
اوس د جانان د اننګيو خوند اوبو يوړلو
لاړه، خپه شوه، ووته زموږ له ښاره مينه
د نظر غشي دې زما په زړه کې ښه وکره
منم، چې  تل رازرغونېږي له پرهاره مينه
ځئ، چې د ژوند او د ښکلا په لوري ګام پورته کړو
ځئ، چې راوباسو له ګرد و له غباره مينه
خدايه! دا ښکلي دې همداسې ښکلي ښکلي لرې
خدايه! ته نه کړې، چې بهر شي له خماره مينه
اجمله! نه شې رسېدلاى د هنر معراج ته
چې دې تر څو په زړه کې ونه باسي لاره مينه