لومړى: ټولو مسلمانو هېوادوالو ته د زړه له تله د لوى اختر مبارکي وايم او لوى څښتن غواړم، چې نور زموږ کور اور او هېوادوال له بدمرغيو او جګړو وژغوري.

تصوف

ارزښت، نومونه او پېژند يې

د تصوف ارزښت:

        د انسان پرمختيا، لوړتيا او پاېينه د دوو څيزونو، جسم او روح، په همغږۍ پورې تړلې ده. دغه شان هر شى دوه برخې لري، چې يوه يې اوڅاره (ظاهري) او بله يې باطني خوا ده. د انسان اوڅاره (ظاهري) خوا له بهرني چاپېريال او باطني هغه يې له ذهني چاپېرياله اوبه کېږي، دا بيا بېله خبره ده، چې دا دواړه اړخيزې (متقابلې) اغېزي لري او بهرنى غبرګون له ذهني چاپېرياله او ذهني نړۍ له بهرنيو پېښو رنګ اخلي. اديان هم د ظاهر، باطن دا وېش مني او اسلام ورته د طريقت او شريعت نومونه کاروي، چې يو په لمانځنې (عبادت) او کړو وړو او بل په سلوک او تفکر پورې اړه لري. يا په بله وينا، شريعت د لمانځه، روژې او نورو ارکانو ټولګه ده او طريقت باطني سپېڅلتيا او د فکر او احساس له لارې د باطن پاکوالي ته وايي؛ خو له دې سره سره د جسم او روح په څېر يو له بله نه بېلېږي.

        تصوف که څه هم دواړه په رانغاړي؛ خو تر شريعته طريقت ته ډېر ارزښت ورکوي او پر باطني پاکوالي ټينګار کوي. دا خبره د تصوف (Mysticism)، چې يوناني ريښه لري، له وييزې مانا سره همرنګې ده. په يوناني کې تصوف سترګو پټولو ته وايي، چې پراخه مانا يې پر مادي نړۍ سترګې پټول او باطني حقيقت ته مخه کول دي. تصوف د نفس د تزکيې له لارې له خپل اۤر (اصل) سره د پيوستون پر لور د ذوق يون دى.

          تصوف پوهه هم ده ا وهنر هم، ځکه له يوې خوا د باطني پاکۍ او مطلق حقيقت پر لور د تګ لپاره الواکي (نظري) توښه برابروي او له بلې خوا کړه وړه هم رااخلي. سيد محمد ذوقي شاه وايي:

        ((تصوف پوهه (Theory) هم ده او عمل(Practice) هم))

       د خواجه عباد الله په اند: ((تصوف له قراۤن، رسول الله او د اصحابو له غوره اخلاقو راوتى دى))

په دې توګه تصوف د مذهب زړى او يوه نړيواله مفکوره ده. څرنګه چې نړۍ هېڅکله بې مذهبه شوې نه ده؛ نو بې تصوفه هم نه ده پاتې شوې. تصوف پر ظاهري ژوند، چې له عقل سره سروکار لري، او روحاني ژوند، چې په باطن پورې اړه لري، دواړو واکمن دى. اسلام هم د نورو اديانو په څېر هېڅکله بې تصوفه شوى نه دى او هغه د مارټن لنګز په وينا((جسم بې له روحه او اسلام بې له تصوفه پاېيدلاى نشي))

        لکه له مخه مو چې وويل؛ تصوف يوه نړيواله مفکوره ده، چې هېڅکله د مهال او تون په زولنو کې ښکېل شوې نه ده او هر ځاى ته يې ځان رسولى دى، ځکه د تصوف سروکار له نړيوالې مينې او خواخواږۍ سره دى. صوفي د توکمپالنې په تنګه وياله کې خپل زوال ويني او غواړي پر لوى درياب ورګډ شي؛ نو صوفي نه خليل، نه دادوزى او نه مومند دى، بلکې عاشق دى او سروکار يې له عشقه دى. عشق دى، چې سالک يې د نفس له تزکيې او تقوا برخمن کړى او د نړيوالې انسانپالنې له لارې يې له لنډپارۍ، تعصب، کرکې او توکميز توپيره ژغورلى دى.

        د تصوف نومونه:

       د تصوف پر ويي تر دې دمه ډېرې خبرې شوې دي او لا د اندونو او څرګندونو دا لړۍ شلېدلې نه ده؛ خو بيا هم په دې برخه کې چې څه ويل شوي، ښايي په لنډ ډول رابرسېره شي:

        سپېڅلى قراۤن ((اهل صفه وو)) ته د فقراء لقب ورکوي: ((الفقراء المهاجرين الذين اخرجوا من ديارهم''

ژباړه: ((هغه مهاجر فقراء، چې له خپلو کورونو ايستل شوي دي''

شاميان يې هم فقراء بولي؛ خو علامه ابو نصر عبدالله بن على السراج الطوسي دا لقب د عراقيانو پيداوار نه ګڼي، بلکې تر دې يې هم لرغونى ښيي او په کتاب اللمع کې وايي:

((خو دا خبره چې دا نوم اوسنى او په بغداد کې رامنځته شوى، د منښت نه ده، ځکه دا نوم تر دې له مخه د حسن بصري- چې په تابعينو کې راته- په وخت کې عام و. حسن بصري دا هم وايي، چې يو صوفي مې وليد، طواف يې کاوه. غوښتل مې څه ورکړم؛ خو هغه يې له اخيستو نټه وکړه. په يو بل اثر کې چې د مکې د هغه مهال پېښې پکې راغونډ شوې دي، محمد بن اسحاق بن ليسار او ځينې نور وايي، چې تر اسلام مخکې يو څه وخت مکه خالي وه او څوک نه وو، چې طواف وکړي؛ نو يو صوفي به له لرې ځايه راته او له مکې به يې طواف کاوه. که دا خبره سمه وي؛ نو دا نوم تر اسلام له مخه هم دود و او نېکو خلکو ته ويل کېده''

د تصوف او صوفي په اړه تر لوړو خبرو وروسته د اصحابو لپاره د دغه نوم د نه دودېدنې لاملونه په ګوته کوي او وايي:

''ځينې خلک وايي، چې د حضرت محمد (ص) په ژوندوني او وروسته د عابد، زاهد، سياح او فقير کلمې دود وې؛ خو صوفي د هېچا له خولې نه دى اورېدل شوى. زه د دوى په ځواب کې همدومره وايم، چې د رسول الله له مجلسه چې څوک برخمن شوي، هغوى ته بل لقب ورکول ظلم دى، ځکه په نړۍ کې تر دې لوى وياړ نشته او دغه ډول خلک تر دغې نامې ډېر لوړ دي. د دوى صبر، تواضع، عبادت او تقوا ته، چې د پېغمبر له ويناوو او کړو وړو يې سرچينه اخيستې، هيڅوک رسېدلاى نه شي. د دوى لپاره همدغه وياړ بس دى.))   

له اصحابو نيولي تر تبع تابعينو پورې چې هر څومره د تفسير، احاديثو او فقهې علم پرمختګ کړى، ورسره د زهد وتقوا او ښېګڼې وييونه هم غوړېدلي. دا هغه وييونه دي، چې د صوفي شخصيت ته يې ځلا او ښکلا وربښلې. امام قشيري د تصوف د لقب په اړه ليکي:

تر رسول الله وروسته له اصحاب پرته بل لقب رامنځته نه شو، ځکه دا لقب د رسول الله د مجلس له برکته و او ښکاره ده، چې د دې لقب ځاى بل لقب نه شو نيولاى. په اصحابو پسې د تابعينو لقب دود شو او تر تابعينو وروسته زاهد او عابد؛ خو څرنګه چې هر چا تر دې چې بدعتيانو هم ځان ته زاهد و عابد وايه؛ نو د سنت والجماعت لارويو د رښتيني زاهد وعابد لپاره د صوفي ويى وکاراوه، چې په دې توګه دا لقب د دويمې لېږدي پېړۍ تر پاى له مخه لا دود شو.))    

زياترو څېړونکو پورتنى نظر منلى او د دغه نظر د پياوړتيا لپاره يې عقلي او نقلي دلايل هم وړاندې کړي.

 د صوفي کلمه له صفا، صف، اهل صفه، ثيو صوفيا، صوفه، صوف، سوف او... نه اخيستل شوې ده. د مير ولى الدين د کتاب (The Quranic Sufism) له مخې:

''صوفيان د زړه د پاکوالي(صفا) او د اعمالو د سپېڅلتيا له امله دا نوم ګټلى دى.''

پروفيسور براون په ((لټريري هسټري اۤف پرشيا)) کې کښلي:

''په ايران کې صوفيانو ته پشمينه پوش وايي او دا د دې خبرې تاييد دى، چې صوفي له صوف څخه راوتى دى''

ابوريحان البيروني په خپل اثر (الهند) کې راوړي:

''صوفيان هم فيلسوفان دى، ځکه په يوناني کې سوف د فلسفې مانا ښندي او فيلسوف ته فيلاسونا(د فلسفې مينه وال)  وايي؛ نو په اسلام کې هم هغه چاته چې له دوى سره يې ورته والى لاره، صوفي وويل شول''

خو نامتو ختيزپوه نالډيکي دا خبره نه مني او وايي، چې د يوناني وييونو د عربي کولو لپاره، چې عربي کومه قاعده ټاکلې، د هغې له مخې، صوفى هېڅکله له يوناني اخيستى نه شو ګڼلاى.

علامه بن جوزي بيا وايي، چې (صوفى) له (صوفه) نه اخيستل شوى دى او صوفه د هغې قبيلې نوم و، چې تر اسلام له مخه يې د کعبې خدمت کاوه.

ډاکټر قاسم غني په (تاريخ تصوف در اسلام) کې ليکي، چې د تصوف د ريښې په اړه تر ټولو غوره او  باور وړ نظر دا دى، چې تصوف عربى او له صوف نه راوتى دى.

   د علامه لطفي جمعه په اند: ''(صوفي) له (ثيو صوفيا) نه اخيستل شوى. ثيو صوفيا په يوناني کې (الهى پوهې) ته وايي او د صوفي موخه هم د (لوړ حقيقت) موندنه وي''

د علامه احمد پروېز په وينا: ''(صوفي) له (صوف) نه راوتى او د وړيو پېړ خت ته وايي''

د صوفي د کلمې په اړه چې څومره څېړنه شوې زياتره يې د (صوف) له نمري (لباس) راوتې بولي. کېداى شي، چې په دې ويناوو کې يو څه رښتيا وي؛ خو تر کومه چې د (صوفي) د اشتقاق خبره ده؛ نو هغه د (صوف) په حق کې ده.

شېخ شهاب الدين سهروردي په (عوارف المعارف) کې د تصوف د کلمې په اړه بېلابېل نظريات راخيستي؛ خو په خپله د (صوف) خبره تاييدوي او (صوفي له صوف نه راوتى) تر سرليک لاندې کاږي:

''که سړى دغه بېلنګ (اشتقاق) ته وګوري؛ نو همدا خبره سمه خېژي، ځکه په عربو کې چې څوک وړينه(صوف) جامه واغوندي؛ نو عرب وايي: ''تصًوف'' يانې صوف يې واغوست. همداسې که کميس واغوندي، وايي: ''تقمصَ يانې کميس يې واغوست''

د صوفيانو د احوال او مقامونو د پرمختيا په ترڅ کې سهروردي وايي:

'' د دوى باطن د پوهنو، عرفان او حقيقت سرچينه وي، ځکه د پوهې ور ورته تل پرانستى او احوال او مقامات يې د لوړتيا په حال کې وي. له دې امله دوى تر يوه ځانګړي حالته محدودولاى نه شو. پر دې سربېره د دوى وجدان دومره پراخه او هر اړخيز وي، چې نه د الفاظو په تنګ تروش قالب کې راځي او نه په يوه ځانګړي باطني صفت پورې تړل کېداى شي؛ نو ځکه د ظاهري لباس له مخې صوفيان وبلل شول بله دا چې له عوامو نه خپل راز پټ وساتي، دغه نوم (صوفي) يې خپل کړ.''

پروفيسور اۤر اى نکلسن، چې د تصوف په اړه پراخه مطالعه لري، د تصوف، صوفي او صوف په اړه وايي:

''دويمه پېړۍ په ختمېدو وه(٧١٩-٨١٦)، چې په عراق کې يوه نوې اصطلاح (صوفي) دود شوه او تر دې وروسته نو مسلمانو صوفيانو ته هم دا نامه ځانګړې شوه. صوفي له (صوفه) اخيستل شوى او (صوف) يې هغې تت رنګې وړينې جامې ته وايه، چې مسيحي راهبانو به اغوستله.''

د تصوف پېژند:

د تصوف د وييزې شننې په څېر د تصوف اصطلاحي پېژند هم تل له خند وځنډ سره مخ شوى دى؛ ځکه نه داسې غوڅ نظر شته، چې ټول پوهان پرې سره يوه خوله شي او نه له دې دومره ناندريو سره سره ددې خبرې شونتيا؛ خو بيا هم پرې بېلابېلو پوهانو بېلابېلې څرګندونې کړې دي، چې ځينې يې دلته رااخلو:

لومړى به د امام ابوالقاسم عبدالکريم بن هوازن قشير په (قشيريه) کې راغلي نظرونه راواخلو:

امام ابوالقاسم د حضرت جنيد له خولې ليکي:

''تصوف د زړه له کومې ذکر کول، په وجد کې راتلل او خپل کړه وړه له سنتو سره همرنګي کولو ته وايي''

 

  په بل ځاى کې حضرت جنيد پخپله وايي:


''تصوف دې ته وايي، چې څښتن تا له تا نه بېل(فنا) کړي او له خپل ځان (ذات) سره دې ژوندى وساتي''

د ابومحمد جريري وينا ده، چې:

''دا د لويو (درنو) خويونو خپلونه او له ناوړو کړنو لاس پر سر کېدنه ده''

عمر بن عثمان مکي د تصوف په اړه وايي:

''تصوف دا دى، چې سړى داسې ژوند وکړي، چې له وخت سره سم وي''

ابو علي رودباري فرمايي:

''تصوف خپل محبوب ته، چې که هر څومره بې وفا وي،  نژدې کېدل دي'' زياتوي :'' د بېلتون له کدورته راوتل او له الهي قربته برخمنېدلو ته تصوف وايي''.

حضرت داتا ګنج بخش په خپل نامتو اثر (کشف المحجوب)  کې ليکي:

''صفا د ولايت منزل او نښه ده او تصوف د (صفا) داسې کيسه او تعبير دى، چې سرټکونې او ګيلې پکې نه ځاېږي''

اۤر اى نکلسن د ايډورډ پينشر له خولې ليکي:

'' هغه حالت ته وايي، چې ټول ښکلي پکې د يوې ښکلا تر چتر لاندې وي''

حضرت ابوبکر مزاملي وايي:

''التصوف حال يفهحل قبها معاله''

ژباړه: تصوف داسې حالت دى، چې بشري خويونه پکې له منځه ځي''.

حضرت ابو سعيد اعرابي ليکي:

''التصوف کله ترک الفضول''

ژباړ: تصوف د ناوړو کړنو پرېښوول او پيوستون ته وايي''.

د امام ابوبکر ابو اسحاق په اند:

'' د څښتن پيروۍ ته تصوف وايي''

حضرت بندار بن حسين ليکي:

'' تصوف د ژمنې پرځاېينه او د زړه ويل پوره کول دي''

حضرت ابو عبدالله رودباري ليکي:

''التصوف ترک  التکلف واشتغال التطرف وخلاف المترف''

ژباړه: تصوف له تکلف او لويى ځان ساتل او پاک زړيتوب ته وايي''.

ابوالحسن سيرواني وايي:

''التصوف ترک الخلق وافراط الهمه''.

ژباړه: ''تصوف د خوى پرېښوول او همت زياتوالى دى''.

حضرت مرتعش فرمايي:

''تصوف غوره اخلاقو ته وايي''

محمد بن احمد المکري وايي:

''التصوف استقامه الاحوال مع الحق''

ژباړه: تصوف له حق سره سمه او په راستۍ ملګري ده''.

على بن بندار الصيرفى نيشاپوري وايي:

''التصوف اسقاط الرويه للحق ظاهرا وباطنا''

ژباړه: تصوف دې ته وايي، چې صوفي خپل ظاهر او باطن هېر کړي او يواځې څښتن ته وګوري''  

بشير احمد ډار په خپل کتاب (تاريخ تصوف) کې ليکي:

''تصوف په عملي توګه د ژوند داسې کړدود دى، چې موخه يې حق ته نږدې کېدنه ده''

حضرت معروف کرخي بيا وايي:

'' تصوف حقايقو ته رسېده او له بشري چارو (واکمني او...) نه لاس اخيستل دي''

ابو محمد جريري وايي:

''تصوف د غوره خويونو ترلاسى دى او له ناوړو هغو تېښته ده''

د رويم په اند:

''تصوف درې خويونه رانغاړي:

١- د فقرو و بېوزلۍ خپلونه.

٢- سرښندنه او هڅه وهاند خپل شعار ګرځول.

٣- د بلوسې(تعرض) او واک (اختيار) پرېښودل.

پروفيسور يوسف سليم وايم:

''تصوف د زړه د څوکۍ (نګهبانۍ) دويم نوم دى''

د عبدالوهاب اشعراني په اند:

''تصوف هغه پوهه ده، چې د محمدي سنتو په خپلونې سره د وليانو زړونه نيسي.''

حضرت امام محمد  باقر على بن حسين بن على کرم الله وجهه فرمايي:

''تصوف ښې رويې ته وايي او څوک چې څومره غوره اخلاق ولري، هغومره لوى صوفي وي.''

عارف عبدالمتين وايي:

''تصوف د شريعت او طريقت له لارې  رښتياوو ته عملي رسېده دي''

د دغو ويناوو له مخې په ځغرده ويلاى شو، چې تصوف د زړه پاکۍ، د مطلق حقيقت د موندنې زړه چاودون، فقر و استغناء او غوره اخلاقو خپلونه او د خپلې خوښې پرېښودو ته وايي. تصوف د انسان سيرت روڼوي، قناعت ته ورته ښيي او د حق پېژندنې وړتيا وربښي.

 د تصوف تاريخي ارتقاء:

١- تصوف په يونان کې:

پر اسلامي تصوف تر خبرو اترو وړاندې ښايي تر اسلام له مخه تصوف وڅېړو، چې په دې توګه به هم له يوناني تصوف او د هغه له بنسټ او پرمختيايي لوړو ژور خبر شو او هم له اسلامي تصوف سره په توپير.

د يونان خاوره د پوهې، فکر او فلسفې ځانګو ده. دلته ډېرې پوهې زوکړې او ډېر خوځښتونه رامنځته شوي دي، چې له دې لامله د نړۍ پر سر له ګرد سره هېوادونو لرغونې او ارزښتناکه ده. تصوف هم د نورو پوهنو او هنرونو په څېر لومړى همدلته راټوکېدلى او بنسټګر يې د اۤر فيس په نامه يو صوفى دى، چې تر ميلاد مخکې د اوومې او شپږمې پېړۍ په منځ کې تېر شوى دى او تصوفي افکار يې په ټول يونان کې خپاره شوي دي. اۤرفيس لومړنى سړى و، چې په يونان کې يې خانقاوې جوړې کړې، چې له دغو خانقاوو به هم د ښوونې او هم د لمانځنې (عبادت) کار اخيستل کېده. اۤرفيس او پيروانو يې د خداى او بنده ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د بشري ارواه او څښتن ترمنځ د يارۍ او پيوستون مزي وغځول؛ خو له بده مرغه د دغه ښوونځي پليونيو د مهال په تېرېدا خپله اۤره دنده پرېښوه او نه يواځې په خيرګرۍ (سوال) يې لاس پورې کړ، بلکې ډېر وګړي يې په تعويذونو هم ولوټل. افلاطون د خپل اثر (جمهوريت) په دويم څپرکي کې پر اۤرفيسي فقيرانو او سوالګرو ښايسته ډېرې خبرې کړې دي.

په اۤرفيسي تصوف کې تر مرګ وروسته ژوند باندې ګروهه هم راتله او که څه هم دا افکار د اۤرفيسي صوفيانو د راهبانه ژوند له لامله په ټولنه کې دود نه شول؛ خو ځينې فلسفيان يې وبوږنول، چې په دغو اغېزمنو فيلسوفانو کې يونانى شاعر پنډار، رياضي پوه فيثاغورث، سقراط او افلاطون راځي.

    د اۤرفيس په اند په بدن کې د روح بنديتوب د انسان بدمرغي ده؛ خو فيثاغورث بيا زيار وايست، چې دا او دې ورته نيمګړي افکار، چې د سفلي احساساتو د هڅونې وېره ترې کېده، له اۤرفيسي افکارو وباسي. فيثاغورث په جسم کې د روح بندښت د بشر بدمرغي نه، نيکمرغي وګڼله او له دې لارې يې اۤرفيسي سلبيت ته ايجابي بڼه ورکړه. فيثاغورث کايناتو دوه بلل او د روح په برخه کې بيا د هندوانو د تناسخ له نظريې سره همغږى و.  

کله چې فلسفې او نورو پوهنو له يونانه کډه وکړه او په سکندريې دېره شول؛ نو هلته د فيثاغورث له نوم سره په تړاو کې فيثاغورثي ښوونځى رامنځته شو. د دې ښوونځي بنسټ پر ((ثنويت)) ولاړ دى، چې په تصوف کې لويه برخه لري. د فيثاغورثي ګروهې له مخې د خالق او کايناتو ترمنځ او همدا راز د جسم او روح ترمنځ توپير شته. روح د ښو او جسم او ماده د بدو استازي دي؛ نو ځکه ډېر رياضت او مجاهده بويه، چې دا توپير او واټن رالنډ کړي او د روحاني ځواک په مټ مخلوق له خالق سره پيوست کړي. له دې څخه څرګندېږي، چې د دې ښوونځي يوې برخې د عرفاني خوځښت بڼه خپله کړه، چې تر ميلاد دوه پېړۍ له مخه پيل او تر دويمې زېږدې پېړۍ پورې وغزېد او بنسټګر يې روهرميس و. دې نهضت له بېلابېلو اديانو او افکارو، په تېره له مصري مذهبونو او نظريو پوخ رنګ واخيست او ثنويت او جمهوريت پکې ښه وځلېدل.

د دغو افکارو تر دودېدا لږ وخت وروسته په سکندريې کې نوافلاطوني مفکر فلاطينوس (Plotinus، ٢٠٤- ٢٠٥) وزيږېد، چې ده په خپل ښوونيز اثر (Enneds) کې پر دغه خوځښت نيوکې وکړې او عالمونه يې پر دوو (محسوسات او معقولات) ووېشل، چې وروستى دا يې بيا د نوموړي په اند روحاني عالم دى. د روح په اړه د فلاطينوس نظر بېخي د عرفاني الواک په څېر دى. يانې راهبانه او د شوقونو پرېښودل. د فلاطينوس په اند روح او ماده دوه بيل څيزونه دي او په خپلو کې هېڅ تړاو نه لري. بشير احمد ډار د فلاطينوس په اړه ليکي:

''صوفي و او د ختيځ او لويديځ له بېلابېلو افکارو نه يې ښايسته ډېره ګټنه وکړه او خپل فکري نظام يې پرې ودراوه. پر دې سربېره په عيسايي او اسلامي تصوف کې هم لوى لاس لري''.

د فلاطينوسي تصوف وروستى پړاو د حق قربت دى.

تصوف په يهودانو کې:

پر يونانيانو سربېره په يهودانو کې هم تصوف لرغونې ريښه لري.

غلام احمد پرويز ليکي:

'' داسې ښکاري، چې يهودو د بيت المقدس تر لومړۍ ويجاړتيا وروسته د بابل د اسيرۍ پرمهال، چې له پښو پرېوتي او له زوال سره مخ وو(دا د تصوف د زوکړې ښه مهال وي)؛ يو څه باطني اغېز ومانه؛ خو حقيقي تصوف پکې هله دود شو، چې مذهبي مشرانو يې په سکندريه کې يوناني فلسفه ولوسته''

د ''ورثه اسراييل'' له مخې په لومړنيو يهودو کې صوفيانه افکار نه وو؛ خو دا خبره د منښت وړ نه ده، ځکه د هغه مهال  د ليکنو پر بنسټ، هلته تر مذهب او نورو ګروهو ذهني واردات او متصوفانه کيفيات ژور نه وو. د لرغوني پېر په اثارو کې د بني اسراييلو د انبياوو داسې ذهني کيفيات راغلي، چې د يهودي تصوف جرړې باله شي.

فيلو د يهودي تصوف په سرلارو او نامتو کسانو کې دى، چې زياتره مسلمان صوفيان، لکه حلاج، بن عربي، غزالي او روسي ترې اغېزمن شوي دي. همدا راز د هريکليټس (Heraclitus، ٥٣٨- ٤٧٥ مخ زېږيز) نظريات هم، د کورن فولډ په وينا:

''د لرغونيو يوناني فطري فلسفيانو د ماديت پر وړاندې تصوفي غبرګون دى''

نوموړي د ظاهري چاپېريال پرځاى باطن ته مخ واړاوه او په ځان کې يې د حقيقت د پلټنې ښوونه وکړه.

يهودي صوفيانو بېلې ډلې ټپلې او لارې چارې درلودې او ګوتشمېر خلکو ته به پکې تصوف لوست؛ خو له دې سره سره يهودي تصوف د اخلاقي ارزښتنو په دودونه کې لاس نه لاره، ځکه د دوى د مبحث مرکزي ټکى پر انسان او کايناتو نه څرخېده، بلکې لويه برخه يې خداى ته ځانګړې وه. د يهودي تصوف لوى کتاب ((زهار)) و.

عيسايي تصوف:

څرنګه چې تصوف له مخه ښايسته ډېر مزل وهلى؛ نو عيساييت په رارسېدو په يوې اوډلې (منظمې) بڼې او مسلک واووښت، خانقاوې جوړې شوې، د ژوند تېرولو لارې چارې په ګوته شوې، د روحانيت د ترلاسي لپاره د زهد و رياضت پړاوونه غوره شو او ځاى پر ځاى Saints خپلې منځۍ(مرکزونه) جوړې کړې، چې په دې توګه ټول مذهب تصوف وګرځېد.

په عيسايانو کې لومړى ځل تصوف په ((بابل)) کې د صوفيانه حلقو په بڼه راوټوکېد. په دغو حلقو کې به پيرانو خپلو مريدانو ته د عرفان او تصوف درس ورکاوه. د هرميس(Hermes) ليکنې د تصوف او فلسفې ګډون (امتزاج) ښيي او د څښتن يووالي(وحدانيت) ته پکې ډېرې نغوتې شته. د بشير احمد ډار په وينا:

''دى د خپل بنسټير روح او ظاهري هيئت له مخې د تصوف بنسټګر و او همدې باطني اۤرونو او عملي بڼې عيسايي مذهب او تصوف اغېزمن کړل''

د عيساييت لومړۍ دوره له اۤره تصوف ته ځانګړې ده، چې ښه بېلګه يې د يوحنا انجيل دى. دې انجيل ډېر صوفيانه افکار رانغښتي او زياتره عيسايي صوفيان يې اغېزمن کړي دي. د عيسايي تصوف لومړنى او مهم سړى کليمنټ  Clement (١٥٠-٢١٦هـ) دى. ده له فلاطينوس او ځينو نورو فلسفيانو نه ژور رنګ واخيست او په عقلي پوهو له ګروهې سره سره يې پر ايمان او روحانيت ټينګار وکړ. دويم لوى عيسايي صوفي اۤکسټاين (٤٣٠-٣٥٤ز) دى، چې په خپل ارزښتناک اثر (Confessions) (اعترافات) کې يې د خپل مهال مذهبي ژوند ښه ترا انځور کړ.