يادونه: د استاد اۤصف صميم دا لىکنه ترمخه په الفت مجله کې هم خپره شوې؛ خو زه يې يو ځل بيا د استاد په راکړې اجازه او الفتوالو په منښت خپروم:
د هغه ستر څښتن په نامه
چې انسان يې د ملي او قومي جامې په وراغوستو انسان کړ
د باچا خان له اروا سره زړه خواله
د ستر باچا خان فخر افغان د ملي مبارزو ښاغليو ستايوالو، مينه والو او سندربولو!
او ټولو اۤغليو ګډونوالو!
السلام وعليکم ورحمة الله وبرکاته!
کومې پښتنې ټپه کړې ده، چې:
خاونده ټوله مې ترې ځار کړې
د يار د کلي مېلمانه راغلي دينه
نور به څه ووايم؛ خو همدومره وايم، چې:
وايي؛ سکندر اعظم خپلو درباريانو (کابينې) سره پر اس سپور، پر لار ماشومان په لوبو وليدل، د درباري سلاکارانو له سلا پرته ورکوز شو، يوه خړکي ماشوم ته د پښو پر سر کېناست.
وې: زه چې له کله نه له تاسې بېل شوى يم، ښه ورځ مې نه ده ليدلې.
خبره باچا خان بابا ته راولم: چې له کومې ورځې زموږ له سره د بابا د مبارزې او ګالليو کړاوونو سيورى پاڅېدلى او له کومې ورځې چې مو د بابا د ملاتړ له ماشوم نه لار بېله کړې؛ نو د ښې ورځې مخ مو نه دى ليدلى.
د علامه اقبال خبره سمه ده، چې:
هزارون سال نرګس اپنى بى نورى پى روتى هى
بړى مشکل سى هوتا هى چمن مىن ديدور پيدا
او سهي ده، چې د زمانې مور د نوابغو او اتلانو په بښنه کې بخيله ده او د شهاب الدين غوري، ابراهيم لودي، شېرشاه سوري، خوشال خان، ميروېس خان، احمد خان، ايوبخان غازي، اکبر خان، ملالې او وزير بابا(مومند بابا) اروا په سديو هم د بل پښتانه په وجود کې حلول نه کوي؛ خو دا هم د فطرت حکم دى، چې د پښتنو ځنګل له زمريو خالي نه وي.
خو زه دلته پر همدې ځنګله خبره لرم او همدا ځنګل ژاړم، چې له بده مرغه دا درې لسيزې کېږي، چې د زمري غړمبا پکې نه ده اورېدلى شوې او لا به ما نه وي اورېدلې.
د همدې زمري د غړمبا نشت ستاسې مخې ته په درولو او د ننني ويده زمري د اروا د لمن په نيولو اړ ايستى يم.
خو لومړى د فخر افغان بابا له نغري نه راالوتيو او راغليو سپرغيو ته ښه راغلى او هرکلى وايم:
پل دې په لېمو منم
خاورې يې په رنجو منم
ستا د راتلو په لار کې سترګې کرم
چې هر قدم دې شي انځور د مينې
درانه خان لالا! (چې زه يې د طبيعي عمر د پخلي په حکم او هم د فخر افغان د ملي مبارزې د مشال ګرځونې په وياړ خان بابا بولم)، درانه هاشم بابر، درانه ډاکټر خالد خان خټک، ګران مشتاق مجروح يوسفزي، ګران روښان يوسفزي، د سويلي پښتونخوا ډېرو درنو ښاغليو او له هندوستانه د فخر افغان مينې راوستيو مېلمنو ته د زړه له کومې په هرکلي ځان بختور ګڼم.
درنو مېلمنو او ښاغليو او اۤغليو کوربنو!
د رحمان بابا د خولې د مرغلرې په درډالۍ کولو خپله د زړه خواله درسره شريکوم، چې وايي:
دا دستور دى، چې له درده زګېروى خېژي
ګڼه څــــــــــــــــــــــــه وو د رحمـــــــــــان لـــــه شاعرۍ
خو زما زګېروى شکايت مه بولئ، بلکې د شکايت پرځاى يې د سهولت غوښتنې پر لور ګام وګڼئ! تاسې پوهېږئ، چې همېشه خواږه خوړل اواز کېنوي،؛ نو د انډول لپاره يې کله کله د ګنډېري او کرېلو څکل هم روغيتا ده.
ښاغليو ګډونوالو!
ماعرض وکړ، چې مودې وشوې، په خپل ځنګله کې مې د زمري غړمبا نه ده اورېدلې او دې نه اورېدو اندېښمن کړى او نهيلى کړى يم. تاسې منليو ته ځولۍ غوړوم، چې ما نن د خپل ويده زمري د اروا د ځولۍ نيولو ته لږ پرېږدئ او لږه مخه راکړئ، چې نن زما د خپلواکۍ، پت، درنښت، مړښت او پېژند لپاره دغړمبېدلي ويده زمري اروا مخاطبه کړم او که يې وننګوم، مه مې ګرموئ.
که اجازه راکوئ؛ نو ډېره مننه!
د فخر افغان باب درنې او سپېڅلې اروا!
سلامونه او او دعاګانې درډالۍ کوم!
بابا! سخ دى ستا پر سپېڅلي ملي شخصيت او ملي مبارزې او ستا پر پرېښې لار.
افرين دې وي ستا پر ناستومانو او پولادي هوډ و عزم، چې نه يې ستومانۍ ته پرېښودې او نه پر خپل پيغام او ارمان باندې پښېمانۍته.
وياړ دې وي، پر هغه خاوره او هغه ټاټوبي چې تا پکې د ملي سياست خاپوړې کړې دي.
يادې دې وي، هغه زولنې، هتکړۍ، چکۍ (کوټه قلفۍ)، زندانونه او مرچک دلوونکې مېچنې او د زندان د کوټنيو سپږې، ورګې، لړمان، ماران، ماشي او مچان، چې ستا د ملي مبارزې په لار کې ستا د ژوندانه ملګري وو.
نمانځلى دې وي دمبارزې هغه بنسټ، چې تا د شډلو او ناتوږليو غميو د پښتنو معنوي او اخلاقي ښکلا او ځلا لپاره د (انجمن اصلاح افاغنه) په نامه کېښود.
ستايلي دې وي، د هغو پښتنو په فطرت کې ستا راوستي بدلونونه، چې د پښتو کاڼى يې په اوبو کې سل کلنه پاتېدنه هم نشي پستولاى.
وياړلى دې وي، ستا د پيغام او ارمان دا فطريت چې خپلو بچيو ته دې د وژونکي ټوپک پرځاى ژوند بښاند قلم په ګوتو کې ورکړ.
ځلانده دې وي، ستا د ملي ارمان او ملي سولې د هغه لمر پلوشې، چې که ستا د قام پرځاى د بل يا نورو قامونو ميراث واى؛ نو ګرده نړۍ به يې رڼه کړې او ځلولې واى.
او په پاى کې!
نمانځنه دې وي ستا د ملي مبارزې د لارې د هغو لارويو د سپېڅلو ارواوو، چې په ''ګړ'' نه په ''کړ'' سره يې د خدايي خدمتګارۍ روح په قام کې وپوکه او هغه ارواوې د درناوي وړ دي، چې د خوشال بابا پر دې وينا چورلېدې:
چې د خلکو نېکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې
وګړي واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دي، چې کار د بل کا
او د رحمان بابا دا وينا يې ناره کړې وه، چې:
د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
بابا جانه!
که اروا دې نه درنېږي؛ نو غوږ دې لږ راوړاندې کړه، چې همدا تاته ستا د بچيو له لاسه ګريوان څيرې او خاورې پر سر باد کړم او په هغو يو څو خبرو هم درسره خواله وکړم، چې ستا بچي يې نه ما ويلو ته پرېږدي او نه يې پخپله منلو ته تيار دي.
موږ اورېدلي وو، چې تا د دې خپل قام د خدمت د اړتيا په عذر او دليل د فقيدې اندراګاندي هغه بلنه رد کړې وه، چې ته دې د ګاندې جي د ځايناستي په توګه د ټول هند ولسمشري ومنې.
واه!! د ملتپالنې څومره ژوندۍ، ارزښتناکه او ايثارګره جذبه ده. سخ درباندې.
خو بابا! ستا بچي _ هلته خو نشم ويلاى؛ خو دلته _ پر څوکۍ او ډېره وړه څوکۍ هم تر قام څه چې له ايمان او وجدانه تېرېدو ته تيار دي.
بابا! ستا ناره او شعار خو دا و، چې:
کوم قام چې خپله ژبه هېره کړي، هغه قام ورک شي.
خو بابا! راشه دلته د خپل شته قام ننداره وکړه.
بابا!
تا خو ويل اختلاف په خدمت کې نه وي. اختلاف له خود غرضۍ نه پيدا کېږي؛ خو ستا بچي يا خدمت ګرد سره پېژني نه او يا د هغه چا خدمت کوي، چې د ځان په خدمت کې يې شپه ورځ پر ځان يوه کړې وي.
بابا! تا خو د لر وبر افغان خبره کوله؛ خو دلته افغانان هم ځان افغانستاني بولي.
بابا! تا خو په خپله ژبه د تعليم او زده کړې لپاره د پيرنګي کولتور له اثره پاک (ازاد ښوونځي) جوړول؛ خو دلته د انګرېزۍ ژبې د هر خصوصي ښوونځي (Privet school) له نامه سره لندن کمبرج، اکسفورد او نيويارک ليکل وياړ ګڼل کېږي.
بابا! خبرې او ګيلې بې شمېره دي؛ نور دې د پښتنو د سوکالۍ او خوشحالۍ لپاره ګور ته وړى ارمانجن زړه نه ستومانوم او په تلو تلو کې درته ستا د بچو يوه زړه ويلوونکې ناخواله دراوروم او بس.
بابا!
دا څو کاله کېږي، چې ستا د بربڼ (د تورخم د دې غاړې) (ډکې، لالپورې او ګردي غوث) د ګلبڼ يو څو تنکي ګلونه د علم په ماليار پسې ورک لوغړن ګرځېدل. دلته يې د خپلې سيمې په ښوونځيو کې څوک خواخوږى ماليار نه موند؛ نو خپل دا ارمان يې د هاخوا تورخم په يوه پرايوېټ سکول کې ترسره کېدونکى وګاڼه؛ نو هر سهار بکسې يا بستې پر شا په هندواني پاکستاني يونيفورم کې په اردو او انګرېزي زده کړې پسې له خپل کور، مور او چاپېريال نه په مخه ښه پر مزي واوړي او هلته په پردۍ ژبه پر زده کړه سربېره دا سبق هم هر سهار سندروي، چې:
پاک سرزمين شاد باد
کشور حسين شاد باد
بابا جانه!
خبره يواځې دا نه ده، چې دا ګلونه خپله خوږبويي چېرې خپروي؟ خبره دا ده، چې دا مياشت نيمه کېږي، چې ستا په هېواد کې له اوړو نه د مرغۍ پۍ جوړې شوې دي او همدې کاختۍ د دې تنکيو ګلونو کورنۍ (مور وپلار) اړ ايستي، چې خپلو ځيګر ټوټو ته ووايي، چې تاسې خو هسې هم هر سهار ''پاک سرزمين'' ته د دعا لپاره هاخوا ځئ، څه کفر به وشي، که يو سېر نيم اوړه درسره په بکسو کې راوړئ.
له دوى نه کوم يوه د ميندو دا غوښتنه په غوږ نيولې ، د يوه کيلو اوړو کڅوړه يې په بسته کې اچولې، چې راوايې ړوي؛ خو د هاخواني زيږه پښتانه ملېشې پرې سترګې لګېدلي، په ورسره لوړ يې ماشوم دومره کيلي ويلي کړ، چې د روان شل ټېره ټېلر مخې ته يې منډه کړه او ځان يې په نهره ګېډه د عزراييل منګولو ته وسپاره.
انا لله وانا اليه راجعون
بابا جانه!
دا کيسه مې ستا د اروا د غمجنولو لپار نه، د دې لپاره وکړه، چې ستا له هاخوانيو بچو مې ګيله نشته. ګيله مې له دوى نه ده، چې دلته ولې د شپږو ميليونو زده کوونکو د پالنې له دعوې سره سره تنکي ګلونه په هندواني جامو کې ''پاک سرزمين'' ته د دعا لپاره هر سهار له خپل پښتني او افغاني فرهنګ نه د بېلتانه تړون تازه کوي؟ خو هلته پرې څوک د ژوند په بيه د يو سېر اوړو قدرې پېرزو هم نه کوي.
بابا! نور دې د خپلو بچو د برخليک په غم کې نه ستومانوم؛ خو همدومره دې مخاطبوم، چې:
يو ځلې بيا پردې لار راشه
پر پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه
او د حمزه بابا دا ويڼا ورډالۍ کوم، چې:
د حمزه کلامه اوس درته حاجت دى
په غافل قام کې تاثير وکړه افسون شه
والسلام