د  (د خوشال خټک ژوند وهنر)

       شننه

                 پر خوشال ډېرو خلکو کار کړى دى، ډېرو يې د ژوند وهنر د راسپړنې زيار ايستى او رسمي سندونه يې پرې اخيستي دي؛ خو هغه کار، چې پنجابۍ ډاکټرې خديجه فيروزالدين کړى، تراوسه يادېږي. نوموړې په داسې وخت کې پر خوشال څېړنه پيل کړه، چې ''په خپله سيمه کې چا نه پېژانده او پر خوشال باندې د ختيځپوهانو، لکه پلوډن، بډلف او راورټي کړى کار هم د څو شعرونو تر  ژباړې محدود و''؛ خو اغلې خديجه فيروزالدين له رسمې دندې او د اخځونو له کمښت او نشت سره سره د پاخه کار هوډ کړى و او خپل هوډ يې ترسره کړ. په ډېره سختۍ يې اړوند څېړنيز مواد راغونډ کړل او تر لس کلن زيار وروسته يې پر ١٩٣٨ز دا څېړنيز اثر بشپړ کړ. په اثر يې د دوکتورا سند واخيست؛ خو د چاپ ارمان يې ګور ته يووړ.

               ليکوالې دا کار د علامه اقبال په غوښتنه پيل کړى و. اقبال په (جاويد نامه)، (بال جبريل) او ځينو نورو ځايونو کې خوشال ستايلى دى او ويل کېږي، چې د (باز) سمبول يې هم له خوشال پور کړى دى. خبره که هر څه وي؛ خو هڅونې يې د ډاکټرې خديجه فيروزالدين په څېر يوه پېغله دې ته اړه کړه، چې د پښتانه اتل د ژوند وهنر رڼونې ته لېچې راونغاړي.

              دا اثر پر داسې مهال پر خوشال ليکل شوى دى، چې د ختيځوپوهانو له ماتو ګوډو ژباړو هاخوا هېڅ نه و او د خوشال زياتره اۤثار هم تري تم و. ليکواله د خوشال پر سيمه وګرځېده او په ډېره سخته يې بچ شوي اۤثار راټول کړل. همدار راز د لارښودو استادانو بې پراويي او له پښتو ژبې سره د نوموړيو نابلدي هم يوه لويه ستونزه وه، چې خداى بښلې وګاللـه؛ نو پر هغه مهال د داسې يوه علمي او پياوړي اثر کښنه له شونتيا لرې خبره وه؛  خو د ليکوالې پاخه هوډ او له خوشال سره مينې دا هر څه شوني کړل.

               ((خوشال خان خټک ژوند وهنر)) پر دوو لويو برخو ويشلى دى. لومړۍ برخه يې د خوشال ژوند وژواک او دويمه هنر ته ځانګړې ده. دواړه برخې بيا بېلابېل څپرکي رانغاړي. د لومړۍ برخې لومړي دوه څپرکي د خوشال قبيلې(خټکو) او د (نسب) ته ځانګړي دي؛ خو د دې برخې له وروستي څپرکي پرته نور ټول د  خوشال پر زوکړه څرخي. په دغو څپرکيو کې زيار ايستل شوى دى، چې له زوکړې نه نيولې تر مړينې پورې د خوشال د ژوند ټول اړخونه او  د يادونې وړ هره پېښه راواخيستل شي.  په دې لړ کې هره پېښه په ډېر پام راخيستل شوې او ځيرل شوې ده او هغه پېښې، چې دروغ وې، په ډېره استادۍ له مخې لرې شوې دي، لنډه دا چې کوښښ شوى دى، چې ناخبره وګړي په بشپړه توګه د خوشال له ژونده خبر شي او په دې ډول خوشال له سره ژوندى شي.

 لومړي څپرکى(خټک) د پښتنو او په تېره د خټکو پر نسب خوندورې خبرې لري. پښتانه د عبدالرشيد بتان له دريو زامنو سړبن، بېټن يا بېټني او غرغښت له پښته ښوول شوي او دا درېواړه د ټولو پښتنو خېلونو بنسټګر بلل شوي دي. د دوى پر نومونو هم خبرې شوې دي. د سړبن د زوى خرښبون نوم هم په اثر کې وينو؛ خو ډېر نه دى څېړل شوى. يواځي دومره ويل شوي، چې پښتانه خپله د نسب لړۍ د خرښبون له لارې د دوى پلار (سړبن) ته رسوي. د سړبن په اولاده کې د کرلان يا کرلاني په نوم په يوه سړي، چې د ليکوالې په اند ځينې پښتانه يې د سړبن له اولاده ګڼي؛ خو ځينې يې بيا نه مني، ښايسته اوږد بحث شوى دى:

                 ويل کېږي، چې کرلان يا کرلانى د هوني زوى و. کرلان، چې ځوان شو؛ نو له خپلې ترلې (د اورمړ(لور) سره يې واده وکړ. د کرلان دوه زامن وشول، چې کاکى او کودى نومېدل. د کودي دوه زامن(برهان او اورک) وو، چې اولاد يې د دلازاک او اورکزي قبيلو په بڼه راوټوکېدل. ککى بيا د شپږو زامنو پلار و، چې د څلورو هغو(عثمان، اتمان او لقمان) نومونه يې راتلونکي کول ته هم پاتې شول او وروستنى سړى(لقمان) د نامتو قبېلې، خټک بنسټګر وګرځېد. له دې ځايه ويلاى شو، چې که څه هم دا قبيله د کرلان له اولادې څخه ده؛ خو د لقمان يانې خټک په نامه مشهوره ده. د دغې قبيلې بنسټګر (د ککي زوى يا لمسي) دى.

                په لومړي څپرکي کې خبره پر خټکو پاى شوې ده او د خټکو د نسب لړۍ دويم څپرکې څېړلې:

                د لقمان خټک له پښته بولاق او تورمان وزيږېدل. تورمان دوه زامن درلودل، چې ترى او ترکى نومېدل. د تري دوه زامن وو، چې برګويټ او امير نومېدل. د تري ورور (ترکى) هم د دوه زامنو پلار و، چې ايسو او يوسف نومېدل. د برګويټ له پښته بيا درې زامن (اسماعيل، امير او اتو) وزيږېدل. د اتو کره دوه زامنو، هوني او سيني سترګې وغړولې. هوني بيا د تېرو پرخلاف د څلورو زامنو (فتح، کمال، مياجي او شېخ علي) پلار شو. د شېخ علي کره، چې زوى وزيږېد؛ نو حسن يې ونوماوه. د غه حسن د ميم، محمود او تمن خېلونو بنسټګر وګرځېد. د تمن د زامنو نومونه په دې ډول دي؛ بارک، مندا، درى، ناصر، شاهد، شېخ احمد، خواجه او دروېش، چې د چينجو په نامه مشهور شو.

                ده ته خداى پنځه زامن ورکړل،چې د ملک اکو، مچوړي، ميرداد او مياجي د اورياخېلې(او غازي خان د بنګښې له پښته و. په خټکو کې ملک اکو د اتو زامنو(يحيا خان، تاتار خان، خضر، عبدالغفور، تاووس خان، مسري او نظام) پلار و. يحيا يوولس زامن لرل، چې بهادر خان، غلام خان، ادم خان، افراز خان، عبدالله خان، شريف خان، جلال خان، محمد خان، شادي خان، حکيم خان او شهباز خان نومېدل. په دوى کې شهباز خان تر ټولو مشر و. پر دې سربېره په دغه څپرکي کې د خوشال د غور نيکه(اکوړي) د ژوند پر حالاتو او مغولو سره د نوموړي پر پيوستون خبرې شوې دي.

               درېيم څپرکى د خوشال پر زوکړه او پر هغو مرګونو پېښو څرخي، چې خوشال ورسره په کوچنيوت کې مخ شوى دى. دا څپرکى د شهباز خان په مړينه تړل کېږي او د خوشال د مشرۍ او منصب ته د رسېدو لړۍ څلورم څپرکى رانغاړي. دا څپرکى د خوشال د مشرۍ دود(طرز) او جګړييزې لارې چارې نغاړي. همدا راز له مغلو سره د نوموړي په ښو اړيکو او وروستۍ دښمنۍ هم ىو څه رڼا اچوي.

                پنځم څپرکى د خوشال پر بند غږېږي، چې څنګه بندي شو او څومره وخت يې په بند کې تېر کړ. د ليکوالې په وينا خوشال څلوېښت کاله د مغولو لپاره پښتانه وټکول؛ خو مغولو په جايزه کې پنځه کلن بند ورکړ. په دې څپرکي کې د خوشال د بندي کېدو، د بند پر مهال  د شوو پېښو او د خلاصون ټول جريان راغلى دى.

              شپږم څپرکى لومړى د مغولو په پلوۍ او وروسته يې پر ضد جګړو ته ځانګړى شوى دى. په دې څپرکي کې ټولې هغه جګړې، چې خوشال د مغولو لپاره له بېلابېلو پښتنو خېلونو، په تېره له يوسفزيو سره کړې، راغلي دي. دا څپرکى د خوشال پر جګړه ييزو تاکتيکونو هم رڼا اچوي او تر څنګ يې پر هغو هلو ځلو هم غږېږي، چې خوشال د پښتنو د پيوستون او يووالي لپاره کړي؛ خو تر ډېره نهيلى راګرځېدلى دى. بيا هم د هغو پښتنو پر جګړو سترګې نه پټوي، چې له خوشال سره يې اوږه په اوږه د مغولو د ورکاوي لپاره کړې دي.

                اووم څپرکى د خوشال پر سياسي مبارزه او د پښتنو د يووالي له لارې په هندوستان کې د بهلول او شېرشاه په څېر د يوې پښتنې واکمنۍ د بيارغونې پر ارمان څرخي، چې خوشال ورته له ډېر څه تېر شو؛ خو دا ارمان ىې پوره نه شو، ځکه پښتانه د مغولو په زرو غلي شول. د ليکوالې په وينا؛ که څه هم دمغولو پر ضد د پښتنو دا ګډه مجاهده، چې خوشال يې په ترسراينه کې لوى لاس لاره، بشپړه بريالۍ نه شوه؛ خو مغول يې دومره کمزوري کړل، چې نور ترې د چا سترګه نه سوځېده.

اتم څپرکى د خوشال وروستى ژوند او مړينه رانغاړي. په دې څپرکي کې د خټکو په تېره د خوشال د خپلو زامنو هغو خپلمنځي اختلافاتو او مغولپالنې ته اشاره شوې ده، چې ستر خوشال يې په زړښت کې هم په کرار پرېنښود او د همدوى د ناخلفۍ له لاسه د خوشال په څېر لوى مفکر، مبارز او هنرمن_ چې نړۍ ورته ګوته پر غاښ ده_ د١١٠٠هـ کال د دويمې خور پر ٢٨مه له خپلو لرې د اپريديو په سيمه د ډمبرې په غار کې ومړ. دا څپرکى هغه شعرونه هم رااخلي، چې د خوشال پر مړينه د ده زامنو کښلي او د ده هنر يې ستايلى دى. ليکوالي زيار ايستى، چې د خوشال وروستى ژوند دقيق انځور کړي او د دې کار لپاه يې د ده د زامنو او لمسي(افضل) خان له بېلابېلو حوالو ګټنه کړې ده. ليکواله د اشرف خان، بهرام او افضل خان ترمنځ د مشرۍ پر سر پر سيالۍ هم غږېدلې.

                نهم څپرکى ليکوالې د علامه اقبال په ځانګړې غوښتنه ليکلى دى. په دې څپرکي کې د خوشال پر شخصيت خبرې شوې دي او هغو رنګارنګيو ته نغوته شوې ده، چې د خوشال شخصيت يې له نورو بېل کړى دى. په دې څپرکي کې ليکواله يو څه د خوشال هنر ته هم تم شوې ده؛ خو تر ډېره يې هغه شعرونه رااخىستي، چې د نوموړي د شخصيت استازي کوي.

               د دې برخې وروستى څپرکى د خوشال اولاد او د هغوى پنځونو ته بېل دى. په دې څپرکي کې د خوشال د زامنو، لوڼو، لمسيو او کړوسيو د زوکړو او مړينو پر نېټو، د ژوند پر حالتو او اۤثارو خبرې شوې دي او د ختيځپوهانو د ځينو نظرونو د سمون هڅه هم شوې ده.

             له دې ځايه دويمه برخه پيلېږي. د دويمې برخې لومړى څپرکى، چې د ټول کتاب يوولسم څپرکى کېږي، د خوشال پر اۤثار او موضوعاتو يې خبرې شوې دي. ليکواله د خوشال اولادې له خولې ليکي، چې خوشال د ٣٥٠ سوو اۤثارو څښتن و، چې زياتره يې يا ورک دي او يا له خاورو سره خاورې شوي.

              دولسم څپرکى بيا د خوشال د شاعرۍ پر سبک او موضوعاتو رڼا اچوي. وايي، چې خوشال ځکه په پښتو کې پارسي او د نورو ژبو کلمې او ترکيبونه کارولي، چې پښتو دومره پراخه پانګه نه درلوده، چې د خوشال تخييل ته يې ځواب ويلى واى. دلته ليکوالې تونده هڅه کړې، چې خوشال صوفي ثابت کړي او د دې ادعا د جوتيا لپاره يې د خوشال بېلابېلو شعرونه راوړي؛ نو ويلاى شو، چې په دې څپرکي کې د خوشال د سبک پر شکلي اړخ سربېره فکري اړخ هم ځيرل شوى دى.

              څرنګه، چې د اغلې ډاکټرې خديجه فيروزالدين د کتاب ژبه انګريزي ده؛ نو د زياترو شعرونو ژباړې يې د ختيځپوهانو له اۤثارو راخييستې دي، چې يو څه کمزورې دي او د اثر پوهنيزه لوړتيا يې ننګولې. دا نيمګړتيا په اورده ژباړه کې بېله څرګنده ده. د ليکوالې موخه د خوشال د شخصيت او هنر ځلونه وه او د دې کار لپاره که ژباړې دقيقې واى؛ نو د خوشال په پېژندنه کې به د ورانپوهاوي مخه نيول شوې واى؛ خو بيا هم په داسې حالاتو کې، چې پر خوشال له مخه هېڅ نه و او له نشته شته کول وو، د داسې يو غوښن علمي اثر کښنه د ليکوالې لويه کارنامه ده، ځکه خوشال پښتو شاعري له نشته شته کړه او دې پر خوشال د څېړنو بنسټ کېښود.