كله مې چې د پښتو او پشه يي ژبو د نثار ليكوال او خوږ ژبي شاعر محترم الحاج محمد حسن حسام (د يوويشتمې پېړۍ انساني دلالان) اثر كوت، ورسره سم د ايراني ليكوال ربيعي انصاري ((جنايات بشريا آدم فروشان قرن بيست)) كتاب نوم او محتويات را په زړه كېدل او يو په بل پسې سترګو ته دريدل. په هغه اثر كې نه يوازې په روښانه ټكيو د زورواكانو، بلكې د پانګوالو د ظلم او ستم په باب يو غږ جګ شوى او په حكومتي دستګاه باندې هم سخته نيوكه شوې ده. د ښاغلي حسام ((د يوويشتمې پېړۍ انساني دلالان)) اثر هم هماغه كتاب ته ورته او مشابه مميزات او ځانګړتياوې لري. دا كتاب په يوه خوندور نثر ليكل شوى او په څوواري لوستلو ارزي.
هو، دا كتاب د خپل ماهيت، شكل او مضمون له پلوه د ادبي رپوټ او منځنۍ كيسې مميزات او خصوصيات هم لرى، مګر د جنايى ((ناول)) رنګ پرې غالب دى، نو ځكه موږ دا اثر د جنايى ((ناول)) يونوى شكل بولو، چې د ليكوال د نثر ليكنې په ځانګړي طرز او روش ليكل شوى دى.په دغه كتاب كې مهمه خبره داده چې، ليكوال په خپله په پيښه كې دخيل دى او په پيښه شوې موضوع څرخي را څرخي. دا كتاب له يوې خوا د پيښې د رښتينوالي او دليكوال درياليستيك ميتود له پلوه اوله بلې خوا دكتاب دحجم له مخې ديوجنايى ((ناول)) څېره لرى. په دغه اثر كې ديوه غمجن پلار ديوه پاك، معصوم، تعلميافته او ډاكتر زوى د تښتونې له غمونو ډكه كيسه، په رښتيني طرز بيان شوې ده. دا كتاب نه يوازې يوريالستيك داستان دى، بلكې كټ مټ او ټكي په ټكي، خپل ولس او ټولې نړۍ ته ديوې پاكې او بې ګناه كورنۍ له افسوس او فريادنه د نثر رباب جوړ شوى دى.
په دې كتاب كې د ليكوال دفكر ژورتيا، د احساساتو تندي او د تښتونې او اختطاف حالت، د خواږه نثر په بڼه عكاسي شوى دى. زه دا كتاب په پـښتو كې د بڼې، ماهيت او مضمون له پلوه، د ســرخېلو كتابونو په لومړۍ ليكه كې شمېرم.
خبره داده چې، ليكوال په خپل بې پروا او بي باكه قلم باندې، ددغې ځوروونكې پيښې، تر ډېرې اندازې پورې يوه بشپړه عكاسي كړې ده.
ليكوال خپل دماغ اوبه كړى، له خپل قلم نه يې ډيوه جوړه كړې ده او تاسې رڼا ته كښېنولي ياست.
اوس تاسې ددغې رڼا په بركت، د جنګ د خو نړۍ بلا د وړ وړ ليبو او بدمرغيو يو مخ او څټ كتلى شئ. دغه كرغيړن حالت، زموږ په بې بندو باره ټولنه كې، لا اوس هم روان دى، دوام لري او پاى ته نه دى رسيدلى.
ليكوال د كورنۍ جګړې په كلونو كې، د كابل په ښار كې اوسېدلى او په دې ښار، د جنګ داسې بدمرغې څپې راغلې دي چې، د افغاني ټولنې ټول معيارونه او مقياسونه يې تر پښو لاندې كړي دي. دا پيښه دومره ځورونكې ده چې، د يوه ډبرين انسان له سترګو نه هم اوښكې بهوي. موږ په دغه كتاب كې، د جګړې له وژونكې او ځوروونكې بلانه، دليكوال يوه ډېره حيرانوونكې بدبيني، كركه او تيښته محسوسولاى شو.
تاسې ځير شئ، څومره سخت دى هغه حالت چې، تښتونكي د زوى له پلاره پريمانه پيسې غواړي او د زوى پلار يې نه لري ا وكله چې د هغه زوى په مرګ تهديد وي او د وژلو ګواښ ورته كوي، نو پلار يې په ځواب كې ورته وايې:
((زر زر يې حلال كړئ، چې درنه مردارنشي!)) او يا كله چې د خپلې كورنۍ غړي، مېرمن، زوى او لورانې خپل مشر ته ژاړي او د زوى له پلار نه ډاډ اوتسلي غواړى، هغه په دغه جمله ډاډ وركوي:
((تاسې خوښه ياست، ماته وژاړئ، زه به چاته وژاړم؟!)) د كابل ښار د خونړيو او بې وړه جنګونو دوران يو داسې وخت و چې، ټولې نړۍ له افغانستان نه خپل مخونه اړولي وو او زموږ د هېواد دګاونډيانو د ملكونو دروازې هم زموږ د بې ګناه هېوادوالو په مخ بندې او تړلې ښكاريدي. ان دا خو لا څه كوي چې، شينكي آسمان هم خپل مخ د جګړې د تورو لوګو په ښه لوى اوارت څادر باندې پټ كړى و. په يوه دغسې دردوونكي حالت كې د ډاكتر احمد همدرد حسام تنكۍ او ښكې د پلار په ځيګر كې را جذب او غونډې شوې وې او همدغو اوښكو د ځمكې په مخ د رڼو اوښكو يو داسې سيلاب جوړ كړى دى چې، د ډبرې په څير سړي له سترګونه هم اوښكې څڅوي.
په دغه ((ناول)) كې هڅه شوې ده چې، ليكوال يو شمېر هغه عناصر بيان كړي، كوم چې ده ته ددغې پيښې په دوران كې ډېر مهم ښكاريدل. دغه كركټرونه خيالي او داستاني نه، بلكې رښتيني كركټرونه دي.
ديوه ليكوال لپاره په ژوندانه كې د يادښتونو او خاطرو ليكل لوى صفت دى. د جنګ پيښې او حالات په كرونولوژيك سيستم ليكل، چې تاريخي تسلسل ولري، دا ډېر ارزښتناك قلمي كار دى ا وكه بيا يو سړى دغه وړ غمجنه پيښه لكه د يو څو روپو په بدل كې، يوه كورنۍ دغم په ټغره كښېنول، د يوې كورنۍ يو غړى تښتول، د كورنۍ له غړواو دوستانو بېلونه، دا ټول بدمرغه حالت په خواږه نثر بيانول، بيا ډېر لوى كمال دى. ځكه موږ ته او بيا په ځانګړې توګه، ليكوال ته دا نه ده لازمه چې، د جنګ په ورانيو باندې پټې سترګې تير شو.
په دنيا كې هر څه خپل رواج لري. دا كتاب تاسې د جنګ د ناوړه پيښو له كرغيړن رواج او دود سره بلدوي. كه څه هم، په دغه كتاب كې يو منفى جريان تمثيل شوى او دا كـرغيړن حالت په يوه ځوان او يا يوه كـــورنۍ باندې راغــــلى، مګر په هېڅ وجه د نورو هېوادوالو او لوستونكو لپاره له ګټې نه خالى نه دى. دا كتاب په ځانګړې توګه د بشر د حقوقو د ننګې او ملاتړ د مدعيانو لپاره هم ډېر زيات مهم او ددغې ليكل شوې موضوع په برخه كې ډېر مستند او په پياوړي دليل او منطق ولاړنه انكار كېدونكي مواد لري.
كه موږ ژور سوچ وكړو، د ليكوال احساس ديوه ختيځ پوه احساس ته ورته ښكاري چې، خپل ناول د جنګ د ستونزو په ځينو مسايلو او دهغو په بدلون او تحول باندې ليكي.
زه فكر كوم چې، دا كتاب په پښتو كې د كابل ښار د جنګونو په دوران يو ډېرښه ليكل شوى ((ناول)) دى چې، ټول اثر په مستقله او خپلواكه توګه، دتښتونې او اختطاف پر موضوع باندې ليكل شوى دى. له دې امله، داثرليكوال ته ددغه كتاب په ليكلو مباركي وركوم او دقلم، علم او ادب په ډګر كې يو په زړه پورې او نادر اثر ګڼم.
كورموودان
محمد نبي صلاحي
كابل – نوى ښار
20/ ثور/ 1386
سريزه
ځينې كسان د خپلو كتابونو او آثارو له وجې مشهوروي او خلك يې درناوى كوي او يو شمېر كسان د خپل شخصيت په سبب دروند او منلى شخصيت وي.
خوشبختانه حاجي صاحب الحاج محمد حسن حسام هم ښه شاعر او ليكوال دى او كه شاعر او ليكوال هم نه واى، د درنښت وړ به و. له نيكه مرغه دى د پښتو او پشه يي ژبو تكړه شاعر او ليكوال دى، تر اوسه پورې يې اووه كتابونه چاپ شوي دي او دا يې اتم كتاب دى چې، اوس چاپېږي، په هغو غونډو كې چې د حاجي صاحب د بيلابيلو كتابونو د مخ كتنې لپاره جوړې شوې وې، ليكوالو او ادبپوهانو هغه يو نوښتګر او نه ستړى كېدونكى شاعر بللى دى، دى په پشه يي ژبه كې د سپېن شعر بنسټ ايښودونكى بلل شوى دى. په پښتو ژبه يې ښكلي كتابونه ليكلي دي او له يوه كتابه پرته چې د افغانستان د قلم ټولنې له خوا چاپ شوى دى، نوريې ټول پخپل ځاني لګښت چاپ كړي دي. دى د هغو كسانو له ډلې څخه دى چې ماديات تر معنويت جاروي.
حاجى صاحب حسام د هغو شاعرانو له ډلې څخه دى، چې تل له شعر او ادب سره اوسي. هر څه ته په ژور نظر ګوري، شاوخوا اشياووته ژوره كتنه كوي اودشعر په ژبه يې را ژباړي. دده خوبونه هم دعادي وګړو د خوبونو په څير نه دي. خپل دغه خوبونه يې په شعرونو اړولي دي او په يوه كتاب كې يې خپاره كړي دي. الحاج محمد حسن حسام د افغان ادبي بهير او رشاد كره كتنې فعال غړى او د افغانستان د قلم ټولنې د مشرتابه پلاوي غړى دى. د رشادكره كتنې او افغان ادبي بهير په اوونيزو غــــــونډو كې تــــل حاضـــروي او د كـــــره كـــــتنــــې په بحــــثونو كې بـــــرخه اخـــــــلي. خپله هـم د ادبي ناستو او بانډارونو مبتكردى.
حاجي صاحب د هيواد په ادبي كړيو كې ديوه رسالتمند شاعر په توګه پيژندل شوى دى، خو داځل يې ناول ليكلى دى. ما دغه ناول له سره ترپايه ولوست. ناول د حاجي صاحب د سترګو ليدلى حال او درد دى. ناول له پيل څخه تلوسه لري او دا تلوسه تر پايه ساتل شوې ده. كه لوستونكي يې لوستل پيل كړي، ډاډ لرم، چې په ډېره تلوسه به يې تر پايه ولولي او دا د هر كتاب يوه كاميابي بللى شو.
دا ناول په حقيقت كې دوه برخې لري، چې هره برخه په زړه پورې ده. د ناول پېښې يو په بل پسې راځي، بې له دې چې اضافي خبرې پكې وي، د پېښو تسلسل ترپايه ساتل شوى دى.
ما د ناول د لوستلو په وخت كې په قلمي نسخه كې خپلې يادونې او مشورې محترم حاجي صاحب ته وليكلې، هيله ده، په پام كې ونيول شي. په ناول كې د ځينو كسانو واقعي نومونه راغلي دي، كيداي شى، يو شمير كسان په ناولو نو كې د واقعي نومونو پلويان نه وي، خو حاجي صاحب لكه څنګه چې په شعر كې ځانګړى طرز لري، په ناول كې يې هم خپل استقلال ساتلى دى. د ناول په ځينو ځايونو كې د ليكوال خپل احساس او قضاوت هم كله كله تر سترګو كېږي.
لكه داړماران، غله، جنايتكاران...
او يا ډير بد خلك او...
چې دا ډول ستاينومونه هم تلوسه او هم دراوي بي طرفي زيانمنولاى شي.
د ترخو او كركجنو شيبو له يادولو څخه بايد درس واخلو او د مينې او صميمت لارې ولټوو.
كه حاجي صاحب همداسې په نه ستړي كيدونكې توګه خپلو ادبي فعاليتونو او ليكنو ته دوام وركړي، په راتلونكي كې به كه خداى (ج) كول ، دده د نورو ناولونو شاهدان و اوسو.
حسام صاحب ته په دې لاره كې د لازياتو بريو لپاره ددعا لاس پورته كوم او تاسې ګران لوستونكي ددغه ناول لوستلو ته رابولم.
په مينه په درنښت
علم ګل سحر
وزير اكبرخان مېنه
لمر تلويزيون
27/ 12/ 1386
د جګړې له ناخوالونه
زما خېال دى هر څه چې د زړه له تل نه راوځي اووجه يې دردوي، كه دشعر په ژبه وي او كه د نثر په ژبه، تر ټولو ښه اثر ګڼل كېږي. پخوا به كله كله دا خبره كېدله چې لېكوال په سختو شراېطو كې ښه اثر پنځولى شي او په عادي شراېطو كې ترېنه د ښه اثر تمه نه شي كېداى. په دې خبره كې د كره كتونكو او څېړونكو تر منځه اختلاف و. خو دا خبره بېخي دردولو هم نه ده. شته داسې لېكوال چې د ژوند په سختو شراېطو كې يې ډېر ښه آثار لېكلي دي. يوله د غولېكوالو نه حاجى صاحب حسام دى چې د كابل د تنظېمي جګړو په ناوړه شراېطو كې له تېري سره مخامخ شوى او ځورېدلى دى. ده چې څه لېدلي، څه پرې تېر شوي او ېا څه ورسره شوېدي هغه ټول يې په دغه لېكنه كې راخېستي دي. زما په خېال تر ټولو ښه مشاهده د لېكلو لپاره هغه ده چې سړى په خپله په حوادثو كې د خېل وي. ددې اثر ښېګڼه په دې كې ده چې لېكوال په خپله له پېښو سره مخامخ دى او په خپله يې لېكي. د بل چارواېت نه دى او نه كومه تخېلي كېسه ده. بس هغه څه چې پرې تېر شوي هماغه يې كټ مټ لېكلي دي.
حاجي صاحب حسام په دې لېكنه كې د خپل زوى دور كېدو كېسه كوي چې د ېوې ډلې له خوانه تښتول كېږي او بېا دده سرګردانه لټون چې له كومو ستونزو او كړاوونونه تېرېږي او په پاى كې په دې برېالى كېږي چې خپل زوى د مرګ له كومي روغ رمټ را باسي. په دې كېسه كې دده د كورنۍ غمجن حالت دده خپله بې وسي او د كابل د خلكو د ژوند مظلوم حالت تر سترګو كېږي. كه د شكل له پلوه دې لېكنې ته وكتل شي نو مشكله ده چې كوم نوم ورته وټاكل شي لكه منځنۍ كېسه، ناول او كه ګزارش؟ ځكه چې ددې درېوواړو خصوصېات په كې شته. ددې لېكنې شكل كله كېسې ته پاتې كېږي كله د ناول جوړښت نېسي او كله د ګزارش بڼه غوره كوي. خو لېكنه په زړه پورې او اغېزمنه ده. د بېان ژبه يې خوږه او روانه ده.
د ځېنو حساسو شېبو ډېر ښكلى ترسېم كوي. كله كله په ځېنو برخو كې ډېالوګونه هم راوړي خو تر پاېه يې نه پالي. داستان دوې برخې لري چې ېوه برخه يې د لېكوال خپله مشاهده ده او دى په خپله له پېښو سره لاس او ګرېوان دى. د داستان بله برخه دده د زوى سرګذشت دى چې دزوى له خوانه يې رواېت كوي. حسام صاحب د كېسې په بېان كې د خپلې سېمه اېزې لهجې لغات زېات استعمالوي چې كله كله يې ژبه نوره هم خوندوره كېږي او كله كله پرې پوهېدنه ګرانېږي. خو ددې ټولو خبرو تر څنګه كله كله داسې خوږ نثر لېكي چې په لوستلو يې د سړي تنده ماتېږي. زه د نمونې لپاره دده د بېان ېوه ټوټه دلته راوړم.
((د عالم په كرسۍ... ناست و. د سولې او سلم نه وسله جنګ جګړې اخېستې وه. د ملانه منبرشېطان قبضه كړى و، د معلم او شاګرد په ښوونځي قوماندان او د هغه بړېڅوخېټه اچولې وه. د كارېګرو په فابرېكو باندې په ګاونډېو ملكونو كې تودې سوداګانې روانې وې. په ډېره بېړه او چالاكۍ ددې ملك فوځي ماشېنرۍ اره كېدې او په جګه غاړه او ټېټو سترګو خرڅېدې. د ښكلو نه ښاېست نقاب ترګوتو كـــړى و. په مــــېكدو كــــې درنــــــدانو په ځاى دېوان ناست وو. د كوه قاف د ښاپېرو ښكلا د بنګال دوبېانووېنځله او دپنجاب جادو ګرو منترونو او د عربو ددعاګانو په وجه په موږ باندې ښاماران نازل وو. دا څومره وږي ښاماران وو چې په هر ېوه نېمه ورځ او ان په دقېقه او ثانېه كې به ددېرش، څلوېښت تنو په خوراك نه مړېدل.))
لكه مخكې چې ماورته اشاره وكړه حسام صاحب په دې لېكنه كې ځان د كوم فورم لپاره نه مقېدوي بلكې خپله كېسه كوي او خپل د ترخو ورځو سر ګذشت بېانوي. په دې كېسه كې ده پېښو ته كوم خاص رنګ نه دى وركړى او نه يې له كوم تخېل نه كار اخېستى دى.
په دې ټوله لېكنه كې دده احساس په ډېره ښه توګه زغلېدلى دى. نه ېوازې د خپل زوى په وړاندې بلكې د كابل د ټولو اوسېدونكو په حال دردېږي. كله كله دا كېسه ېوجاسوسي ناول ته هم پاتې كېږي هغه وخت چې دى د خپل زوى په لټون پېل كوي او د مختلفو مشكوكو اشخاصو سره مخامخ كېږي نو دلته په ډېر مهارت سره د هغوى سايكالوجي ترڅېړنې لاندې نېسي. اشخاص او افراد ځان ته معلوموي او د هغوى په باب له ځان سره قضاوت كوي. خو دا باېد هېره نه كړو چې په دې ټولو حوادثو كې دى ځان نه باېلي او صبر او حوصله له لاسه نه وركوي. لنډه دا چې كېسه ډېره په زړه پورې ده. د جګړې د كلونو ېوعام تصوېر او په خاصه توګه ددغو كلونو دېوې پېښې بېان دى. ښه خبره ده چې د جګړې د كلونو كېسې ولېكل شي او چاپ شي. همدا كېسې كه دېوې خوا د كېسو د مېنه والو تنده ماتوي نو له بل پلوه د تارېخ لېكنې لپاره په زړه پورې مواد برابروي.
زه حاجي صاحب ته ددې اثر د چاپولو مباركي واېم او هېله مندېم چې دى به په خپلې دغې ځانګړې لارې كې نور آثار هم د ادب مېنه والو ته وړاندې كړي. ځانګړې لارمې ځكه ېاده كړه چې حاجي صاحب هم په شعر كې او هم په نثر كې ځانته لاره لري او زه فكر كوم كه ده ته قېود وضع شي نو له لېكنو به پاتې شي.
زما هېله همدا ده چې كومه لاره يې نېولې ده په همدې دې روان وي او شاته دې نه ګوري.
برېالى باجوړى
خېرخانه، كابل
2007- 6- 7
لنډې خبرې
په شعر كې كله ناكله ګوتې وهم. زما شعر، شعر ته نه پاتې كېږي، كله را نه سپين شعر شي، كله يې رانه فورم خطاشي، يو بل څه ورنه جوړشي، كله قافيه پيدا كړي، بيا وزن ورنه ورك شي، كله يې په شكل او محتوا كې راته دوه سوه شكه پيدا شي، خو په هر حال ليګا يم، لوړې ژورې ته را كاږم. په درى كې متل دى وايي:
((قطره، قطره دريا ميشود)) دا څاڅكي كتابونه شول، د چاپ نه راووتل، اوس زما د شعرونو مجموعې د خلكو مخ ته پرتې دي. دا اوس د ولس مال دى، د ښه او بد د سم او ناسم شعر قضاوت د هغوى حق دى. هغوى چې پرې هر حكم كوي، د نظر خاوندان دي، حق لري.
دوستانو! ما په ناول كې كوم خاص لاس رسى نه درلود خوزه چې كله د جګړو په كلونو كې ديوې پېښې سره مخامخ شوم او زما ځوان ځلمي زوى اختطاف شو، نو ماته يو څه ژوندي مواد ګوتو ته راغلل. په دې موادو مې هماغه مهال چې د ډېر فشار سره هم مخامخ وم، دهغه چا خبره ((ځمكه ډېره سخته وه او آسمان لرې)) كار وكړ. هر څه مې هو به هو په كومه شېبه او په كوم وخت كې چې به ورسره مخامخ شوم، د كاغذ پرمخ به مې راوړل، ما په ناول كې هماغه نومونه راوړي وو چې، د پېښې په وخت كې ورسره لاس او ګريوان وم، هغه مهال امكانات ډېر محدود وو چې، ددې ناول ځينې تخنيكي اړخونه لكه عكسونه، د نوار ثبت او يا نور مې ترګوتو كړي واى. اختطاف كوونكي له مانه ډېر هوښياراو څلاك وو او په ملاقاتونو او نورو مواقعو كې به يې پر ما ساحه دومره تنګه كړه چې، زما به هېڅ ځاى ته لاس ونه رسېده. زه د خپل زوى ژوند ته هم ډېر متوجه وم.
دا اثر مې په قلمي شكل كې ډېر وخت په دې اميد وساته چې، ځه كه خداى كول، حق به په حقدار وسپارل شي او د هيواد جنګي جنايتكاران به محاكمو ته راښكودى شي. خو اوس چې ګورم په پښتو كې هغه متل دى چې وايي:
(ستا له خيراته زموږ توبه ده خو دا سپي دې كورې كړه) زمــوږ په مــــــلك كې دفقــــيرانو او مــظلومــــانو حقــــــوق لاهماغسې ترپښو لاندې دي. زموږ د زړونو بړاسونه او ارمانونه په جنګي جنايت كارانو ونه وتل، همدغسې په زړونو كې مو پاتې شول.
عام ولس ته خو موږ ليكوالانو هېڅ و نكړاى شول، زموږ په ولس كې په هرو لسوتنو كې يو تن همداسې دردېدلاى چې، د هغوى د دردونو نه ناول او كېسه څه چې ناولونه او كېسې جوړيږي او كتابونه پرې ډكيږي. دا خو ډېره كماله نامردي ده چې، په يوه ليكوال د يو څو غلو له خوا تېرى كېږي او هغه بيا ورته غلى پاتې شي.
زما په اند او عقيده دا لويه ګونا ده. ددې ګونا د جبران لپاره ليكوال يې بايد وليكي، دې پسې دې نه ګرځي چې، فورم يې څه دى، شكل به يې څنګه وي. رپوټ به شي، ناول او كه لنډه كېسه. ښه خبره داده چې ليكوال واقعيت وليكي او د هر قسم تهمت، بهتان، افتراح او افتزاح څخه ځان وساتي او كه دا عناصر دليكوال په ليكلو كې شامل شول، بيا د ليكوال او د غلۀ توپير په څه شو؟ ترڅو به مو خولو ته قلفونه پراته وي، تپوس والا خو هسې هم نشته، په دې ملك كې هر څوك په خپله ، خپل ځان شي بښلى، نو ما هم توكل وكړ او خپل ځان مې په خپله وباښه او كتاب مې د چاپ لپاره وړاندې كړ. په دې كتاب كې ماته دوستانو يو لړ مشورې او سپارښتنې وكړې، د كركټرونو اصلي نومونو ته مې ورته نومونه بيا موندل. د هغه چا چې دې خلكو سره سروكار دى، بې له كوم مشكله دا خلك پېژندلاى شي. په ناول كې مې وخت او مكان ته تغيير او بدلون ورنكړ. غله او داړه مار ته مې هم معادله كليمه پيدا نكړاى شوه، ولې چې؟! غل، غل دى نو....
ســــتاســــــې دوســـــــــــت
الحاج محمد حسن حسام
كابل- افغانستان
دريم پروان
23/ 3/ 1386