انساني دلالان
د يوويشتمې پېړۍ انساني دلالان (بشپړ متن)
1373 هـ. ل. كال د وري ۶ مه نيټه وه، زما په ژوند كې ترخه او بدمرغه ورځ، چې دغه ورځ مې لا تر اوسه بده راځي، د جګړې سختې شيبې وې، كورنيو ډوډۍ غوښته او جنګ جګړو مړي!د كور نارينه وو بايد دوينو په بدل كې كار كړى واى او نفقه يې پيدا كړې واى زما دوه زامن هريو:ذبيح الله جان چې هغه مـــــــهال د نهو او يالــــــسو كلو به وو او بل ډاكتــــر احــــمد جـــان چــې هـــغه وخـــت د كابل د طب د انـيســـتيوت د دريـــم كال محـصــل و. خـــــــوله بده مـــرغه جنـګ جـګړو ورتــه انــيــ
انساني دلالان (سريزې)
كله مې چې د پښتو او پشه يي ژبو د نثار ليكوال او خوږ ژبي شاعر محترم الحاج محمد حسن حسام (د يوويشتمې پېړۍ انساني دلالان) اثر كوت، ورسره سم د ايراني ليكوال ربيعي انصاري ((جنايات بشريا آدم فروشان قرن بيست)) كتاب نوم او محتويات را په زړه كېدل او يو په بل پسې سترګو ته دريدل. په هغه اثر كې نه يوازې په روښانه ټكيو د زورواكانو، بلكې د پانګوالو د ظلم او ستم په باب يو غږ جګ شوى او په حكومتي دستګاه باندې هم سخته نيوكه شوې ده. د ښاغلي حسام ((د يوويشتمې پېړۍ انساني دلالان)) اثر هم هماغه كتاب