1373 هـ. ل. كال د وري ۶ مه نيټه وه، زما په ژوند كې ترخه او بدمرغه ورځ، چې دغه ورځ مې لا تر اوسه بده راځي، د جګړې سختې شيبې وې، كورنيو ډوډۍ غوښته او جنګ جګړو مړي!
د كور نارينه وو بايد دوينو په بدل كې كار كړى واى او نفقه يې پيدا كړې واى زما دوه زامن هريو:
ذبيح الله جان چې هغه مـــــــهال د نهو او يالــــــسو كلو به وو او بل ډاكتــــر احــــمد جـــان چــې هـــغه وخـــت د كابل د طب د انـيســـتيوت د دريـــم كال محـصــل و. خـــــــوله بده مـــرغه جنـګ جـګړو ورتــه انــيـــستيوت پـارچــــاو(1) كړى و. د هغې عــلمي زانـګو د زنګولـــو لـــپاره اسـتــاد او محصل څــــه چــې مـرغـــۍ پـــرې هم پـــر(2) نـــشـــو وهلى. د جګړې اور ورته وزرونه سيزل او دكابـــل پــوهــنــتون پــه ټـــوله ســـاحه او چــــاپـېــريـــــال كې يـــو څــو شــعارونه تــر ســـتـــرګو كېدل.
((يك ثانيه غـــــــــفلت صـــــــد- ســــــــال جواليګري)) او يا ((جنګ هنر ما است)).
د پورته نيټې دا مهال اته بجې وې. په كور كې مو د چايو په سر فيصله وكړه چې، زه به ماركيټ ته ولاړ شم او تاسې دواړه وروڼه به درملتون ته، چې په كلوله پشته كې و، ولاړ شئ. په نصيحت مې ورته وويل:
ګورئ چې، له درملتون نه ونه وځئ، چې توغندي راځي!!
په همدې خبرو، خبرو كې له كوره ووتم، د كوڅې په جنوب اړخ كې مې يو جيپ موټر تر سترګو شو، د كوڅې په كوزه برخه كې ولاړ و، په شيشو يې ښه ډېر تور فلمونه تپل شوي وو. داسې جيپ موټر به چې په هغه وخت كې چاليده، نو لار به يې ورڅخه بچوله (1) ماله وېرې خپله لار هم بدله كړه. پلى ماركيټ ته ورسيدم. ډير وخت لانه و تېر چې، كوچنى زوى مې ذبيح الله جان چې له ژړا يې سترګې ســــــــرې وې، تـــــر څنګ ودرېد.
وارخطا شوم او ورته ومې ويل:
زويه! زر، زر يې راته وايه چې څه پيښ شوي؟
ذبيح الله جان:
((پلاره! ورور يې راته په وهلو ټكولو بوت، له څلويښت متره سړك څخه يې د تورو ښېښو جيپ ته پـــــورته كړ.))
ورور دې چا بوت؟!
((پلاره! نوريې نه پېژنم، ږيرې يې ډېرې اوږدې وې او ان تر نامه غوټۍ پورې رسېدې، څټونه يې ببر، پرتوګونه يې بډ وهلي او كميسونه يې د پښو تر ښنګرو(1) پورې رسېدل، د چاجګې قره قلۍ او د چاپكولونه په سر وو. يو نيم لا پكې ګــــــوبيچې (2) هم اغوستې وې. پنــــځه شپږ كســــه به وو، په مــــټ قوي خــــلك وو. زما دورور زور نه ور سره رسېده.))
د ذبيح الله ددې خبرو په اوريدو په بيړه كورته راستون شوم. په كور كې د ډاكتر مور بې هوشه وه، لوڼو مې په چيغو، چيغو ژړل. د شاوخوا ګاونډيان په كور كې را ټول شوي وو. ((چا راته ويل مه وراخطا كېږه، نه يې وژني. زر به يې پريږدي، چا به ويل چې ډاكتر يې د پيسو لپاره تښتولى، چا به ويل چې نه والله دا ډير خطرناك خلك دي. د چا زامن يې چې بيولي، هغه بيرته ژوندي نه دي راغلي، مړي يې د كور په مخكې ورته اچولي. يو څو نورو به د خير غوښتنه كوله، دچا د خولې نه به وختل چې ځه اوس درته پېښه شوه، د پېښې نه تېښته نشته. يو نيم به لا پكې غږ كړل چې، حكومت ته ورشه، بل به پكې غشى راښكوده حكومت شته ګنې؟!
كه حكومت واى نو ډاكتر به يې ولې تښتاوه. ورور جانه!
حكومت مكمت (1) نشته، په خوله دې لاس كېده، ځان دې غلى كړه. كه درباندې خبر شول چې، حوزې او يا بل كوم ځاى ته تللى يې، په ولله چې زوى به دې بيا په سترګو و نه ګورې. زوى به دې له تانه تير كاندي او تا به له زويه!))
چــــــــا به ښكته دمـــــوله او چـــــا به پــــــورته، خو زمــا په زړه پــــــــراټې پخېدې.
ما له هر څه نه لومړى د خپل درملتون قلفونه بدل كړل. نور ټول كارونه مې يو اړخ ته كړل. يوازې به مې د درملتون پرانيستو ته ډېره پام و. زه په دې پوهېدم چې، د زوى پته به مې د درملتون له لارې مومم او همداسې هم وشول. زه په درملتون كې د درملو په رانيولواو خرڅولو نه پوهېدم. ځكه درملتون خپل مسلكي سړى غوښت، خو ما درملتون د خپل زوى د موندلو لپاره د سهارنه تر ماښامه پرانستى ساته. هسې به پــــــكې د فـــكرونــو پـه دريــــابونو كـې ډوب نـــاســــت وم، پــــه ډېــــــره لـــږه مــــوده كې مې خــــپل وزن وبــــايـــله ډيــر ډنــــــــګر او خــــــــوار شــــــــوم.
زما د زوى د اختطاف دريمه ورځ وه. مازيګر مهال و چې زما د دفتر يو پخوانى ملګرى (سادو) چې زما د درملتون تر شايې كور و، د درملتون ومخ ته يو دوه واره تېرو بېر شو او د سترګو د لاندې يې درملتون ته وكتل. لږ شيبه وروسته درملتون ته ننوت. د معمولي روغبړنه وروسته يې د ډاكــتر تپـــــوس رانــــه وكــړ، ((چې ډاكــتـــر جــــــــان چيرته دى؟))
ما ورته وويل:
ډاكتر مې ننګرهار ته ليږلى دى. موسكى شو اويو څه تابليت يې رانه واخستل، مګر دده د سترګو لاندې كتو او موسكي كيدو په وجه زه يو څه شكمن غوندې شوم ولې چې دى په نورو ورځو كې، كله چې به درملتون ته راته، كوم داسې په خاص اكټ باندې يې نه وم پوه شوى.
په لسو ورځوكې به يې يو ځل درملتون ته سر راښكاره كاوه، زه ددې سړي په هكله يو څه ويښ شوم او زړه مې راته وويل چې، (سادو(1)) به د مشكوكو كسانو په اول كتار كې ونيسې. (سادو) له ما سره په 1360 لسيزه كې د هغه وخت د دولت د ادارې په يوه څانګه كې كار كاوه. زما كور يې پيژانده او زما د شخصي ژوند ځينې اقتصادي اړخونه لكه درملتون، يو تيزرفتار كرولا موټر چې زه به پكې ګرځيدم، ورته معلوم و.
ان زما په تيز رفتار موټر باندې دده په واده كې ګل وهل شوى و او دده ناوې يې د (لعلو) په ډريورۍ ليږدولې وه. زه څو ورځې وروسته دده د واده مباركۍ ته هم ورغلى وم، زه نور نه پوهېدم چې ده د چا خور لور واده كړې اود چا سره يې خپلوي كړې وه. ما يواځې او يواځې خپل همكار پيژانده او بس.
دكار په ځاى كې مې له ده سره ښه سلوك كاوه، زما له خوا ده ته هېڅ ډول ضرر نه ورسيدلى، ان د نورو همكارانو په پرتله مې له ده سره ډيره مينه ښودله او دى به مې كار ته ډير هڅاوه هغه شپې او هغه مرحله نوره تېره وه، كابل نور هغه پخوانى كابل نه و، كابل د تنظيمي جنګونو په منګولو كې پريوتى و، هره خوا د راكټونو او ټانګونو غرهاروو، د جنګ جګړې كارغان او ليوان د افغانانو د وينو په څښلو او دغوښو په خوړلو مــاړه وو او لــــــــه ډېـــــر مـــــړښت نه ارت، (1) ارت ګرځېدل، خو افغان انسان داسې وږى و چې، د لوږې يې له خولې نور سونګ (2) نشو ايستلى.
زما دزوى ډاكتر احمد جان د اختطاف په شپږمه، اوومه ورځ د مــــــــاسپښين له خــــــــوا د دريــــــــم پــــــــروان نه چې هلته مې كــــــــور و، د كلولــــــــه پشتې په لــــــــوري درمــــــــلتون د پــــــــرانــــــــستو لپاره د فــــــــكرونو او ســــــــوچونــــــــو په ټــــــــال كې ځنګيدلى روان وم. كله چې د كلوله پشتې پخواني تـم ځي او(3) څــلور لارې ته ورسېدم، په نــــــــاببره ډول (سادو) د لارې په اوږدو كې را سره ملګرى شــو. د ســتړي مشي خـوار (4) مشي څخه وروسته مو په خبرو پيل وكړ. ما ورته وويل:
سادو جان!
((كجا رفته بودي))؟!
ده په ځــــــواب كې راتــــــه وويـــــــــل: ((خــــــانۀ خـــــسرم)) خـــــبره يې وغــــــزوله:
مدير صاحب!
((اوس خو مې خسر د نظار شورا او د مجاهدينو ښه لوى قوماندان دى، تكړه عسكر لري. دهيچا نه يې ســــترګه نه ســــوزي، په خـــــپل كار او پــــوځي عــــــملياتو كې ډيــــــر مــــــاهر دى.
د امنيت او داخلې وزير صاحبانو سره له نژدې پيژني. دده دوهمه ماندينه د پنجشير ده او حتى چې د امنيت د وزير صاحب له كورنۍ څخه ده. نن يې د نظار شورا جګ پوړي قوماندانان ميلمانه وو، ما يې كورته چې په تايمنيوو كې دى، سود او سودا وړې وه.))
دلته (سادو) راته خپل خسر په ډير مهارت را وپېژانده، نو زما شك يې لا پسې زيــــــــات كړ.
ده زيــــــــاتــــــــه كړه.
((تاخو به هغه د كادر و پرسونل كارمند (دادو) هزاره پېژاندۀ هغه هزاره))؟!
هوكې په هغه څه شويدي؟!
له ما څخه يې بيا خبره ونيوله او را غبرګه يې كړه:
((د هغه ورور چاتښتولى و. بيا نو زما د خسر سره دې خداى ښه وكړي، زه يې ورته واسطه كړم، ډېر ورپسې ښكته پورته و ګرځېده د ډېرې لالهندۍ او سرګردانۍ نه وروسته د اسلامي حزب د ګروپونو سره يې بيا موند او د پــــيســـو په بــــدل كــې ديــــرغـــمل نـــيـــونــكو څخه يې خــــــلاص كړ)). دادى حــــسنه، چې د نـــــــر زوى هـم په ميخ وهي او هم پــــــــه نــــــــال.
(سادو) (1) راته د (دادو) (2) هزاره بل سګنال هم راكړ. ده د درملتون په مخكې رانه مخه ښه واخسته، ما د قلفونو كليانې را وېستې، دواخانه مې پرانېسته، كېښناستم او د (سادو) خبرې مې د ځان سره و څېړلې.
په زړه كې مې وويل:
ته صبر كوه، كه په نږدې ورځ دوو كې (دادو) هــــــزاره ماته د لارې په سر، دواخانه او يا په بل كوم ځاى كې ګــــــوډ (3) پــــــه چنه شــــــو نــــــو يقين به مې بيخي خــــــاص او نګه (1) شي چې د زوى پــــــه اخــــــتطــــــاف كې مې د (ســــــادو) پــــــوره، پــــــوره لاس دى.
په دې ورځو كې مې فكر ډير خراب و، نژدې وم چې، ليونى شم. ځان مې ډېر نيمګړى احساساوه په كور كې مې خوراك او څښاك نه كېده زموږ د كور يو ډېر نازولى او نازنين غړى ورك و، كله چې به كورته راستون شوم د كور ټول لوى او واړه به رانه را چاپېر شول او كلك به راسره ونښتل چې، ګوندې پلار به مو د ورور په هكله كومه نوې خبره را وړې وي.
په دې ورځو كې زما د كورنۍ د غړو خوراك خپلې اوښكې وې، شپه او ورځ به مې په كور كې ژړا او انګولاوه، څوك به په زيارتونو ګرځېدل، چا به د بډګر(2) (رمل انداز) پسې منډه واخېسته د نزرانو دوركړې خو حساب او كتاب معلوم نه و، د كور يو تن به مو د جګړې په هغو سختو شيبو كې هره ورځ د شاه دو شمشيره (ع) د زيارت كوترې د غنمو په دانو مړولې.
د ډاكتر مور به زموږ ديونيك او خوشبرخور ده ګاونډي په ښځه هره غرمه او ماښام درې څلور تنوره ډوډۍ پخولې، د لارې په سر به يې په خپله د حلوا سره خيراتولې، هر لاروي او مسكين به د ډاكتر مورته ويل:
((مادر مراد دلت حاصل شود، خيراتت قبول ګردد))، او داسې نورې ډېرې دعا ګانې....
يوه ورځ وروسته مې كتل چې، هغه د كادر و پرسونل مامور (دادو) هزاره درملتون ته راغى. د پخوانه د جوړې شوې لوبې لپاره يې يوه جعلي نسخه لاس كې نيولې وه. دى په تايمنيو كې اوسيده. هــــــــلته څومره ډېرې دواخانې دي، خو دلته دوى راته پرون د لارې په سر يو غير مستقيم مقصد ټاكلى و چې، د يــــــــو ځــــــــل لپاره (دادو) زما دوكان تــــــــه راشي او جعلي صــــــــحنې د ((ورور د اختطاف په هــــــــكله ورنــــــــه پــــــــــوښتنې او ګــــــــرويږنې (1) وكړم.)) حــــــال دا چې دده ورورنه و اختطاف شــــــــوى. دايــــــــوه جوړه او غـوټه شـــــــوې خــــــــبره وه چې، مــــــــاته په بل ډول كــې د (سادو) خــــسر ســــردار (كــــوټه) را وپــــېـــژني.
ماله (دادو) څخه تپوس وكړ چې، په دې نژدې ورځو؟! كې، كـــومه واقـــعه خـــــو به درتــــه نـــه وه پـــېـــښه شــــوې (دادو) راتــــه وويـــل: هــــــو!
ښه نو كېسه وكړه چې څه و؟!
(دادو) د خپل ورور د اختطاف كېسه په جعلي له ځانه جوړشوي شكل كې تېره كړه او دهرې خبرې په كوزه او بره كې يې د (سادو) خسر سردار (كوټه) مېړانه او باتوري ښكاره كوله او ځلوله (1) يې راته، اوويل يې:
((كه د اسړى نه واى، نو خداى خبر چې د ورور غوښې به مې كارغانو او لېوانو چېرته خوړې!!))
دا بل فاكت او حدس (2) و چې دې شيطانانو او(...) ماته په لاس راكړ، خو دومره مې (دادو) ته وويل، كه سبا او يا بــــله ورځ دې (ســــادو) پـــه دفــــتر كې ولېد، يو ځل يې ماته را ولـــــيـــږه.
(دادو) رانــــــه رخــــــصت شو، مــــــا د ســــــردار (كوټه) د اهليت او شــــــخصيت په هكله تجسس او پــــــلټنه پيل كړه. د هغې ورځې په ســــــبا اول وخــــــت و، چې تياره كوردينه (1) او غوټه شوې خبره وه، ړوند له خدايه څه غــــــواړي؟ دوه ســــــترګې.
(سادو) خوما او زما ځواب ته په دوو پښو ناست و چې، كله به زما له خولې نه زما د زوى د اختطاف خبره ووزي. د (سادو) او (دادو) خوله پخوا نه خبره سره يوه وه. (سادو) راته په دواخانه كې نېغ ملاتړلى د بي زره مزدور په څېر ودرېد. ((مدير صاحب!
كدام خــــــدمت بود؟!))
((امر كوئ پرون مو د (دادو) په لاس كې ځواب رالېږلې و، څه خدمت شته كه څنګه؟!))
هوكې شته، يو څه شته، نه پوهېږم چې درته وې وايم اوكه نه. خو بيا هم ما ورته په لنډو څوټكو كې د ډاكتر د اختطاف كېسه وكــــــړه او ده راتــــــه د خپل خــــــسر (كوټه) (2) امكانات ټــــــول تــــــشريح كــــــړل چې توبه! ((دده پــــــيــــــژندګلوي په كابل زمين كې جــــــوك (3) نلري او بــــــيا ســــــتا په كار كې!... خــــــو د هــــــر څه سره، ســــــره بيا هم خــــــسر مې بېګاه ته زموږ كره راځي. زه به ورسره خبره شــــــريكه كړم. بيا به نو تاته احوال دركړم چې څه كولاى شي؟))
سبا سهار چې مې كله دواخانه پرانېسته، (سادو) د دواخانې په منځ كې راته و درېد او ويې ويل: ((بيګاه خو مې خسر زموږ كور ته راغلى و. د ډاكتر د اختطاف خبره مې ورسره شريكه كړه، خو نن د غرمې نه وروسته يې (315) نمبر لوا چې د خيرخانې په هزاره بغل كې ده، غوښتې يې هلته به يو ځاى ولاړشو.)) ما ورته ښه كړل. خو له بلې خوا د سردار (كوټه) د اهليت په هكله مې پلټنې چُستې (1) كړې او يواځنۍ هيله مې همدا وه چې، زه اوس داسې څوك پيدا كړم چې، د سردار په هكله معلومات راكړي، خو په دې لـــنـــډ او تـــنـــګ وخــــت كې مې هېڅ و نكــــــــړى شـــــــــول.
ماسپښين شو، (سادو) له كوره راغى او په ټكسي موټر كې (315) نمبر لوا ته ورسيدو. دانو د 1373 كال د حمل اتلسمه ورځ ده مه كوه چې په دې نيټه په كابل كې داسې واوره اوري چې، ښى او چپ لاس سره نه پيژندل كېږي. څادرونه مو په ځان كوډۍ كړل، د لوا انګړ ته ننوتو، د اوږده دهليز دواړو خواووته ماتې چوكۍ او ښې ډېرې د اوسپنو ټوټې پرتې وې. د دهلېز په اخر كې په كيڼ لاس يولوى د كنفرانسونو وران ويجاړ تالار ته ننوتو چې، ددې تالار ټوله اثاثيه د قنديل او شيټ نه نيولې، ترستېج او چوكيو پورې په ډېر زور او شور نړول شوي وو. ديوالونه يې د ګوليو او توغنديو په پارچو سوري، سوري وو. له ځانه سره مې وويل: تالار به په خپل وخت كې څومره ښكلى و.
خو اوس ړنګ بنګ پروت و، د تالار په بره څنډه كې يو څوتنه په مات ګوډ پوځي يونيفورم كې دغلو په څېر راښكاره شول. هلته يو شاتورى ميز او يو څو ماتې، ورانې، ويجاړې كرسۍ پرتې وې او دا خلك پرې هم وران ويجاړ ناست وو، لكه چې په اشر غوښتل شوي وو. په مات ميز يوه د پيكا ماشينداره هسې د تظاهر لپاره پرې نصب وه. دوه، درې زاړه او سوليدلي (1) كلاشــــينـــكوفــــــونـــــه د تــــالار پــــه بــــركنج كې ډېـــــــر بې قــــدره پــــراتــــــه وو.
دا (كوټه) سردار د خپلو داړه مارانو سره د تالار په بله پيڅكه(1) كې ناست وو. ددې لپاره چې اوس نو ماته ځان قوماندان را وپيژني، ولې چې په دې شپو ورځو كې د قوماندان باب (2) و او بازار يې ډېر تود و، هرچا چې به يو يا دوه كلاشينكوفه درلودل، هغه قوماندان و. د خپلې ډلې ټپلې سره يو څه و، د وخت بې تخته او بې تاجه پاچا و، خبرې ورسره نه په پسته ژبه كېدې او نه په ځيږه، په كابل كې هر څوك قوماندان و او سپاهيان ورك وو!
موږ دې سردار ته نژدې شوو، له روغبړ څخه وروسته ځينو لغړو موږ ته لغړې او كړوپې چوكۍ پرېښودې. پرې كښېناستو، د يو څه ځنډ څخه وروسته (سادو) خپل خسر سردار (كوټه) ماته را وپېژانده او ورزياته يې كړه دا نور يې چې په اشر غوښتي وو ((چريكان يې دي))(3)...!! (سادو) په جــــــعلي او ساختګي ډول په ډير احترام ځوړند ســر د(كوټـــه) ســــردار مـــخې تـــه ودرېــد او زه يې ورتـــه داسې مـــعــرفي كــــــړم.
((دا مدير صاحب!
بيچاره چې اوس دلته هېڅوك نلري ښه سړى دى! يو وخت كې موږ سره يې كار كاوه.
بيګاه مې دده د زوى د اختطاف په هكله تاسره خبره شريكه كړه. دادى مدير صاحب مې د تا پورې را ورساوه زه بېرته كور ته ځم، له ده سره دې خپلې خبري مبرې (1) وكړه!)) سردار داسې وښوده چې، پسيشا (غياب) كې خودى (مدير صاحب) ښه پېژنم، اوس چې خداى (ج) په ګوتو كې راكړى، ((نو دلته خو خبرې نشو كولاى، د مدير صاحب كورته به ولاړشو هلته به خبرى وكړو او ده سره به دا غم شريك كړو.))
سردار صاحب زما دغم شريكۍ په غم كې نه و. سردار صاحب. زما وزن كوت چې، د مديرنه څومره بودولى (2) شم. ده... زما ژوند له نژدې نه معلوماوه چې څومره خوله پرې لګولى شم او د وخت په اصطلاح په كابل كې د (كوټه) په څېر قوماندانانو به ويل ((ونډم خورد)) (3) (!!!)
او د مدير صاحب نه د خپل پلار او نيكه شتمني په كوم چـل وفريب اخستى شـــم. ســـــردار خـــپل كار كــــړى ؤ او ((ونډم خـــورد)) شــــــــوى و.
دا خو د سردار اضافي معلومات و چې، ځانته يې غونډول او په مايې ځان قدرمناوه. (كوټه) خپل په اصطلاح ((چريكان)) د ځان نه مخكې رخصت كړل، ورپسې موږ درې واړه د جــــــو، جــــــو(1) او ټوټې، ټوټې تالارنه ووتو. د (315) لوا دوره مخكې په ټكسي كې كېښېناستو، په لاره كې مې سردار صاحــــــــب ته وويل:
... سردار صاحب!
زموږ په كور كې مــــــړى نــــــشته، خــــــو ژړايې شــــــته. موږ بخارۍ ګانې او د تــــــودوخۍ نور وســــــايل اېسته كــــــړي، دكــــــور خــــــوني مو ډېــــــرې ســــــړې دي، خــــــېر دى تاسې د خپل زوم كــــــره تــــــشريف يــــــوسئ، ستاسې قــــــدر به انشا الله ان هلته وشي. (سادو) ته مې د هــــــغه وخــــــت يــــــو لك څــــــه زيــــــاتو كم افغانۍ په پــــــرده كې وركــــــړې چې، خــــــپل خــــــسر په خــــــپل كــــــوركې و نــــــازوي.
ما چې كله د سردار (كوټه) خبرې كنترول اودى مې د سـايكالوجۍ په لحاظ و څـېړه، ماته ډېريـو بـد، او بـاش، قمار باز، توطيه غـــــــــوښــــــــتونكى اولاوبــــــالي سړى را معلوم شو.
د شپې او د ورځې له پلوه به مې خوب او خواړه چيرته وو؟
اشتها مې وركه وه، سګرېټ به مې دم په دم لګول او راښكودل. ســــــــينه يې راته تخته كړې وه. دغــــــــذانه مې بد راتــــــــلل. د شنــــــــو چايــــــــو په څښــــــــلو مې خوله څووارې پلۍ شوه. دوســــــــتانو به مې تســــــــكين را كاوه او ډېــــــــر به را باندې خفه وو. ځينې، ځينې به را ســــــــره په شــــــــپو پــــــــاتې شول چې، غم مې غلط كاندې. خــــــــو مــــــــا په خپل ژوند كې هــــــــمدا يــــــــو زوى روزلى و، زمــــــــا او دمــــــــور يې هــــــــمدا ډاكـتر يواځنۍ هيله او اميد و، چې دده نه به كه خداى كول يو څه جوړ شي. او دده د سيوري لاندې به كښېنو او دده د ميــــــــوونه بــــه مــــــــوږ او زمــــــــوږ وطــــــــنوال پــــــــوره، پــــــــوره ګټه اوچــــــــته كانــــــــدي.
كله چې دريم پروان څلور لارې ته ورسيدو، زه له ټكسي څخه ښكته شوم. او دوى مې رخصت كړل.
كورته راغلم، په كور كې مې ټوله كېسه وكړه. مصلحت په دې شو چې، موټر د يوهمسايه كره (1) و دروم او د سالون فرش مرش سره را ټول كړو او د دواخانې قيمتي دواګانې د الماريو څخه وباسم، پناه يې كړم. اوس نو خپل شته راپورې اور شول. بايد سردار (كوټه) ته ځان غريب او بې وزلى وښېم.
د سبا ورځې د لسو بجو په خواوشا كې (سادو) راپسې راغى، تــــــر څـــــو ددوى په كـــــــور كې دده د خـــــسر ســره لومـــړۍ خبــــرې وكــــــــړو.
زه (سادو) كور ته رهنماي كړم. په سالون كې (كوټه) سره د اړې (3) بړې او روغبړ نه وروسته كښېناستم. ماته يې مخ كړ چې: ((مدير صاحب!
څـــــه فــــكر كـــــوئ، ستاســـې زوى به يې پــــــه كـــــومه ډډه (2) وړى وي)؟!))
ما لنډ ورته وويل:
شمالي ته.
نو... سردار راته وويــــــل:
((كه ډاكتر يې شمالي ته وړى وي، خونو هېڅ غم مه كوه. دا خوبه ډېره ښه خبره وي، زموږ كار به ډېر اسانه شي. د قره باغ خان زوى پرون شپه ما سره دلته مېلمه و، د ګذر خان، تاج اله خان، قوچي خان او داسې نور په سلګونو قوماندانانو سره له نژدې نه شناخت لرم. د جهاد په وخت كې دوى زما ديو سنګر او مرچل ملګري دي)).
اى هاى جهاده! ته خو داسې او باشانو او قماربازانو زموږ خلكو او نړۍ ته يې (.... كړې). د ((لارې خرڅه مرڅه (1) برابروه، شابه ته خو پوه سړى يې زما تګ ځانته هم چېرته نه كېږي، څلور پنځه چريكه خو د هر وخت لپاره را سره وي، په جيب دې لاس را كاږه چې ناوخته كېږي)) مــــــجبوريت بد شى دى، د وخــــــت څــــــلور پنځه لكه افغانۍ مې ورتــــــه ونــــــيولې.
دادي سردار صاحب!
خداى پاك مو په ډكه منګول له شمالي څخه را ستانه كـــــړه، خداى پـــــاك دې زمـــــا د اولادونو عرض واخلي، خداى پاك دې زما زوى پــيدا كـــــــړي، زما دزوى د پيدا كېدو افتخار دې خداى پاك سـتاسې په نصيب كړي او داسې نـورې ډيرې دعـــــاګانې مې سردار (كوټه) صـــــاحــــــــب ته له خولې واېستې.
ما غريب سره نور څه و، د ډاكتر يو قطعه عكس يې هم هسې د تش نامه لپاره را څخه واخېست.
سردار (كوټه) هوكې! دې ناچله سردار چې كله جيب خرڅ جيب تــــــه كــــــړ، نو ډېرخوشاله او مــــــوسكى شــــــانته شو بيا يې راته وويل:
((د ډنډ شمال ځمكه به چڼ كړم، غلبېل به يې كړم او ستا زوى به د نقرې په څېر له شګو څخه را وباسم. مې فهمي مدير! مرا مردم (كوټه) ميګن از ريګ روغن ميكشم!!))
ته پوهيږې (كوټه) په دې ورځ ډېر څه وويل، ډېرې غوړې خبرې يې راته وكړې، شنه او سره يې راته ډېر وښودل، اسمان يې قوي، قـوي په توقو(1) وويشت او د وريځونه يې راتـه ښه غټ، غټ اوښان جوړ كړل او ښې(2) باټې يې وويشتې.
زه خولا ان په هماغه د حمل په 6 نېټه دده په دام (3) كې كېووتى وم، زما زوى دده او (سادو) په دلالۍ تښتول شوى و. په زړه كې مې وويل، توكل په خداى، په قوي دپړه مارانو(1) او قماربازانو واوښتم، خو بيا هم د سردار د پيژندګلوۍ په لټه كې وم. يو چا راته وويل، هغه پورې انجنر د قرغې دى انجنر مې د چايو د څښلو په پلمه درملتون ته را وباله انجنر زما بلنه په پراخ تندي ومنله. په خبرو كې مې ورته ډېره خوشامندي (2) كوله، كله به مې يو قسم چاكليټ او كله به مې بل قسم مميز ور وړاندې كړل، خبرو مو دوام پيدا كړ. د قرغې د آب او هوا، ميله ځايونو، باغونو، ځمكو د كارېز او چينې حتي د پخوانيو خلكو او بيا د حضرت صاحب د كور او قصر په هكله چې په قرغه كې لري، خبرې مو كولې.
په قرغه كې د پخوانيو مخورو سردارانو خبره پورته شوه، نو زه په دې مهال ورو، ورو خپل هدف ته نژدې كېدم. انجنر صاحب زياته كړه:
((د قرغې ټــــــــولې ځمكې چې اوس ګـــــورې، دا د سردار پاينده محمد خان ځمكې وې او بيا دده نه وروسته سلطان محمد خان (طلايى) ته پاتې شــــــــوې، خــــــو دې اوسنيو سردارانو ورته ښكرونه اړم كړل، د خپلو پلرونو هډوكي يې كله په دولت او كله په عامو خلكو څو، څو وارې خرڅ كړل او دوئ خداى پاك ماړه نكړل.))
ما د انجنر صاحب نه تپوس وكړ، چې ددې سردارانو نه به اوس څوك پاتې وي كه نه؟!
انجر راته وويل:
((دلته يو، دوه، درې شته. يويې د سردار دوپه(1) په نوم اوبل يې د سردار (كوټه) په نوم خو اصلي نومونه يې بل څه دي. كوم چې په سردار (كوټه) مشهور دى، سخت قمار باز سړى دى. ټوله ورځ په قمار لګيا وي. غلاوې كوي او شوكماري يې اوس پېشه ګرځېدلې، خو حرامي ديوې ځوانۍ نېشه هم لري، ښه ډوډي مار اويو پر(2) خرابات او كاكه دى.
ما د انجنر صاحب نه خــپل مقصد تر ګوتو كړ، زه اوس نـور د (كوټه) په مـشخصاتو پـوره، پوره پوه شوم. زما ټـول ګومانونه او دخوبونو تعبيرونه ورځ په ورځ سـم راوتل.
(كوټه) په دريم مازيګر د (سادو) په لاس ځواب راولېږه چې، ته يـــوځل، د (سادو) دوى كــــورته راشـــه، د(سادو) كور اوس زموږ په ملاقات خانه بدل شو. زه ورغلم، په لاره كې مې د ځانه سره وويل:
په والله كه (كوټه) له كوره هم خوځېدلى وي، د (سادو) له جُسې (1) نه داسې معلومېده چې ډاكتر په شمالي كې نشته، زه د دوى په سالون كې كېښناستم. سردار د جاينماز سره سالون ته ننوت، د لنډ روغبړنه وروسته په لمانځه و دريد، د مازيګر لمونځ يې وكړ. ډېرې دعاګانې او زارۍ يې خداى پاك ته وكړې، بيا پاڅېده او زما تر څنګ كښېناست په غريو(2) نيولي په تيټ اواز په قوي تاْثر په ډېر مكر او فريب په ژړه غوني څېره او نېولې بڼه يې راتــــــــه وويل:
((متاسف يم او ډېر خفه يم، ستاسې ارجمند مې په ډنډ(3) شمال كې بيا نه موند. دشمالي ټول قوماندانان يې راته بيا را پــــــره كــــــړل، زه نه پــــــوهېږم چې دې ســــــردار دا دقــــــومــــــاندانانو نومونه چېرته زده كړي وو. خــــــو بالاخره مــــــا ســــــردار ته وويل:
ســــــــردار صــــــــاحب!
ستاسې دې هر قدم دايمان په تله كې پر ېوځي، ستا نيت، ديانت او ښه تقوا ماته ثابته شوه. ته ډېر نيك، زړه سواندى، زهير او مسلمان سړي يې...(!!!)
زما برخليك به همدا شان و، خيردى خداى (ج) مهربانه پاچا دى، زوى به مې خداى (ج) پيدا كړي، مه خفه كېږه. زه به خپل خالق ته صبر كوم. خو زما اوستا همدا اخرنى ملاقات و، زه به په بل ځاى كې سر او تندى ووهم،كه ګوندې زوى مې پيدا شي.
د اخرني ملاقات په كليمه سردار صاحب ډېر وارخطا شــــــــو، ويــــــــې ويــــــــــــل:
((نه، نه مدير صــــــــاحــــــب!
ملاقات اخرنى كــــــــوه مه.
زه ســــــــتا په زوى پسې ګــــــــرځــــــــم. دا زمــــــا عـــــندالله او عــــــــندالرســــــــول وظيفه ده.))
ما لږ په غوصه او رډبډ(1) وويل:
زما په زوى پسې مه ګرځه، سردار صاحب زه چې په زوى پسې مې نه ګرځم، نو ته څه مجبوريت لرې.؟!
ســــــــردار صــــــــاحب!
د خپلى (مور نه ميره مهربانه نه وي) په دې خبره سردار لږ څه سست شو. سردار خو په يوه غشي دوه مرغۍ ويـــشـــتلې وې، په يــــــوه لـــــومه كې يې مـــــــوږ دوه (پلار او زوى) نيولي وو.
زما نيت و چې زه ورنه ځان خلاصوم، پاتې شو زوى مې بيا به يې ګزوو (1) ســـــره.
خو سردار د سترګو په اشاره كې په زوم يې چايوې را وغوښتې، ماته پخوا دوى هېڅكله چايوې نه وې را غوښتې، اوس يې ددې لپاره چايوې راوړې چې، دا دواړه ټګماران د شعبده بازانو او يا د مداريانو په څېر بله لـوبه پيل كړي او ما ديـوڅه وخت لپاره معطل او بــوخت كړي.
بيا سردار صاحب خپلې ناموزونه خبري شروع كړې چې، خبرو يې يو د بل سره هېڅ تړاونه درلود.
هغه او دغه يې ويل او ديو بل چل ول په فكر كې و، چل يې ډېر زر جوړ كړ.
ويې ويل: ((مدير صاحب!
((اينمي كارا حوصله ميخايه، دلت كلان بساز. نديدي كه چقدر بردن و كشتن!)). بيا هم ((زه په قطعه كې يو ميل كلاشينكوف باقي يم سبا ته د ميدان ښار په طرف ځم، يو ميل كلاشينكوف په بيه رانيسم او په څنګ كې ستا د زوى تپوس كوم. بلديت مې زيات دى. ددې سمت قوماندانان لكه حاجي صاحب شير شاه خان نه نيولې او تر واړه سليمانه پورې پرې ګران يم. د خبرې نه مې نه تيريږي، دوى مې هم د جهاد د دورې ملګري دي.
بله د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې، بيګاه مې خوب وليده او په خوب كې زما پير ماته يو د ګلابو د ګلونو ګيډۍ راكړه. نو ددغه خوب تعبير همدا ستا د زوى ميندل نه دي كه څنګه؟...!!!))
نو ما په زړه كې وويل:
چې ګوره د يوويشتمې پېړۍ شرميدلي سردار ته، ده خو ډېره زر افسانه جوړه كړه. ما په هماغه پخوانۍ خبره ټينګار وكړ چې... سردار صاحب ستاسې وظيفه زما دزوى د پيداكولو په برخه كې ختمه شوه، د خداى په امان زه درنه لاړم.
په دروازه كې يې راته ډېرې سورې او نارې ووهلې او ډېرې جزې(1) پزې وكړې خو زه ورته ونه درېدم، زما ټول ګومانونه او حــــــدسونه نــــــــور دې اندازې ته ورســـــېدل چې، ســردار (كوټه) او (سادو) زمـــــا د زوى د تــــښتــولو د معاملې طــــــــرف دي.
درملتون ته ستړى ستومانه راستون شوم. ډېر خپه وم او داسې ماڼيجن وم چې، ولې دا ســــــــردار ماته په سپكو ســــــــترګو ګوري، دى ولې په ما د ړانده ګومان كوي، دى خوپه دې پوهيږي:
چې زه په ټولو شيانو پوهېږم. ماته خداى عقل او شعور راكړى. ما د دولت په ادارو كې شل پنځه ويشت كاله كار كړى دى، زه خو ډېر اجتماعي سړى يم او له ډېرو خلكو سره راشه درشه لرم. زه خو په افغاني ټولنه كې لوى شــــــوى او زوړ شــــــوم. خــــــودې... ســــــردار زما د مــــــجبوريتونو څخه ناوړه اســــــتفاده كوله. زما زوى له همده سره او دده په دلالۍ يرغــــــمل و. دى پــــــوهېده چې، حــــــكومت نشته او ســــــر په ســــــر ســــــودا ده، ده ته پته وه چې، دا سړى يوه ځرى (1) دى. دده شاته اوس څوك نشته. د كوم قوماندان ممندان سره اړيكي او پيوند نه لري، چې څومره يې غولولى شې غولوه يې.
زه يې تېراېستى نشوم. ده په حقيقت كې خپل ځان تېراېستى دى. زما ژوند لاهماغسې دى، خو ده خپل ژوند او خپله كورنۍ د خداى (ج) په وړاندې تباه كړېده. په مادي لحاظ دى او دده زوم لا هماغسې پمن او ديوې مړۍ ډوډۍ پسې شل ځايه سر كونډۍ وهي.
ده چې څومره خيانت له ماسره كړېدى، خداى خبر د جنګ او جګړې په كلونو كې د نورو څومره بېګوناوو كابليانو سره به يې جنايت كړى وي.
ده به زموږ د ټولنې د اساده شډل(2) او شاړېواړې انسانان څومره غولولي وي، څومره ميندې به ده ژړولې وي، څومره بې ګوناه ځوانان او تنكي د هيلو نه ډك زلمي به په تورو او تورتمو خونو كې د خپلې قماربازۍ، او باشۍ او د نامشروع او نا مقدسو انساني او بشري ضد خواهشاتو دپوره كولو لپاره په ډول، ډول نومونو او پلمو ساتلي وي.
دې... (كوټه) سردار به څومره پلرونه په شا كړوپ كړي وي او څومره خويندې به لاتر اوسه سيا پوشې وي او څومره پېغلې به يې كوڼدې كړې وي. دې چالاكه په تش نوم سردار به زموږ د مظلوم او خوراكي ولس څومره شتمني لوټ كړې وي او څومره بې وزلې كورنۍ به يې د پولۍ(1) ټق ته كښېنولي وي. دده به په هغو پيسو هيڅ نه وي شوي. يو څو ورځې به يې دقمار ميدان تود ساتلى وي، هغه به هم د بل جيب ته تللي وي او دى به په تش ميدان پاتى شوى وي. خو د كابلي مظلوم انسان به يې پرې سټه اېستلي وي اوله جايداده به يې خلاص كړى وي لكه زما په څير.
ددې (كوټه) سردار چابكي په ماښه چلېده. هلته يې راته زوى او ګران زوى نه پوهيدم چې په كوم ځاى كې د كومو تورو تمبو ترشا ساتلى او دلته په ښار كې يې زه يرغمل كړى وم. دده چې به هر ډول خوراك ته زړه وشو، ځان به يې د غرمې په مهال درملتون ته را ورساوه. ټكسي به يې را باندې ونيوه، په تايمنيو كې يو هوټل و، هلته به يې ډوډۍ و خوړه. د هوټل مالك ته يې زه د خپل لوژستيك مدير په نوم ورمعرفي كړى وم. كه به د هــــــوټل والا يــــــو لك افغانۍ كــــــېدې نو دوه لكه بــــــه يې رانــــــه واخيستې.
ما په داسې حال كې څه ويلى شول او زما په وس كې څه پوره و. زه د خپل زوى د ژوند په غم كې وم.
سردار صاحب په زاړه كلاشينكوف پسې ميدان ښار ته نه ته، او نه په خوب كې ده ته خپل پير د بېوختو ګلونو ګيډۍ وركولې دا خو يوه افسانه وه افسانه.
ده ته خو خپل پير زما زوى د حمل په شپږمه ورډالۍ كړى و، چې درنيسه يې او په تورتمو كوټو كې يې ساته. كه دې وهلو، ډبولو، دسكنجو او تورتمو كوټو نه ژوندى ووت، نو بېچاره پلار به يې درنه په بيه واخلي. ســــــتا او ســــــتا د جاني پير خــــــواهشات بــــــه انشاالله چې څه ناڅه پوره كاندي.
يــــوه ورځ وروســـــته مـــازيګر و چې، (سادو) زړه ختلى او يــــوقـــسم او تر(1) په درمــــلـــتون راننـــــــوت. په ډېـــره وارخطايې راته وويل:
((مــــــــدير صــــــــاحــــب!
دواخـــــانه را زود بــــستـــه بـــســــاز، زود كو، كه خــــسرم مــنتــظر شـــــما اســــــــت)).
زه پوه شوم چې، اوس به د مـــــشـــــوړې ســــــر څــــه نا څــــه معلوميږي او سردار صاحب به ماته دپروني خوب تعبير په څومره شدومد او په ښه انداز كې كوي.
ما (سادو) ته وويــــــــل:
زما او د سردار خبره خو پرون ختمه شوې وه، هغه ته خو ماهېڅ وظيفه نه وه وركړې نو څنګه يې په تادۍ (1) بيا غوښتى يم. متل دى چې وايې: ((ګرګه زه پريږم كه ګرګه ما پريږدي)) په ما هغه كانه وشوه. دى مې رخصت كړ خو په مخه ښه كې راته وويل:
((خسرم اين كار را في سبيل الله انجام داده!))
ما په سړه سينه درملتون وتاړه او دسردار پسې د (سادو) دوى كور ته په شمېرلوقدمونو روان شوم. كله مې چې (سادو) دوى د كور په وره (2) پښه ولګېده، نو سردار مې اوچته مخې ته را منډه كړه او راته ويې ويل:
((كه مانه ګوفته بوديم پيريكه پرى شو برايم سبت ګل ګلاب داده بود اينه تبريك، تبريك ميګويم!))
كښېناستو سره. سردار بيا خپل دروغ او درم شروع كړل چې، داسې ميدان ښارته لاړم او هغسې په قوماندان صاحب شرم خان باندې را تاو شوم او بيا مې ملاصاحب جلات خان وليد او دلكه خان سره مې چاى وخوړې. د خپل كلاشينكوف په لټه كې دومره وم او كه نه، خو ستا دزوى په لټه كې مړ، مړ وم. خو زوى دې په خير سره پيدا شويدى. نور به خفګان نه كوې. په كور كې به ډاډ وركړې او په ماشومانو به زېرى وكړې.
ښه، ښه سردار صاحب ... خانه!
چې زوى مې پيدا شو نو ووايه چې چېرته دى؟
((والله داسې خاص ځاى يې راته نه دى معلوم،)) چې ځاى يې درته نه دى معلوم، نو سردار صاحب! ته د څه نه ماته وايې چې زوى دې پيدا شويدى؟
(( نــــــــه ورورجــــــــانــــه!
ماپه ميدان ښار كې پته ولګوله او راته معلومه شوه چې، زوى دې د حــــزب اسلامي له ګروپونو سره دى.)) ښــــــــه سردار صاحب!
زوى مې د حزب اسلامي دكوم ګروپ او سر ګروپ سره دى؟
((نه ګروپ درته نه ښايم، ګروپ او سر ګروپ ته يې دسرخطر دى.)) ګورئ د سردار منطق ته. چېرته لكه چې له ماسره پلټنې(1) او پوځونه ووګنې؟(2) چې ګروپ او سرګروپ مې وژل. هغه متل دى چې، (ښځه دې قاضي... شريعت د چا سره كوې.)
((ځاى يې هم درته افشا كولاى نشم، خودومره درته وايم چې زوى دې په ميدان ښار كې دى.)) ښه چې داسې ده نو سردار صاحب زما دې خداى په امان وي. ته هسې ټوكې كوې چې نه مې د زوى ځاى درته معلوم دى او نه يې تښتونكي نو دا هسې كېسې دي.
((نى، نى مدير صاحب!
يك دقيقه باش! ته كښېنه هله سادو جان به مدير صاحب چاى بيار)) نه سردار صاحب مننه چاى نه خورم. زه ځم دواخــــــــانې ته مې يو قلف اچــــــــولى چې، څــــــــوك يې په رڼــــــــا ورځ رانه يــــــــونسي.
((خوب كه اينطورست، ساعت هـشت صبح اين جا، بيايد!))
پـــــــــه در وازه كـــې يې بـــــيا راتـــــــه د ((فــي ســـبيل الله)) كلــــــــيمه واورولــــــــه.
دې مداريانو او خدا ناترسو به ماته د في سبيل الله، عند الله او عندالرسول جملي ډېرې استعمالولې او بيا چې وخت راغى او دې لوبې ته مې د پاى ټكى اېښوده. نه بيا عند الله، او نه عندالرسول او نه في سبيل الله وبيا ټول پيسه اله و.
كورته راغلم. ماته خو دسردار په اول ملاقات كې پته لګېدلې وه چې ډاكتر (كوټه) د پړانګانو په منګولو كې د (كوټه) او (سادو) په دلالۍ ورغلى.
ددغو (كوټه او سادو) سره په ژبه پوهېدل او د دوى سره په لاره تګ څه اسانه او ارزانه كار نه و. ولې چې دوى ته انسان كوم ارزښت نه درلوده. انسان وژنه، انسان ځورونه او تښتونه خو د هغه د چا خبره چې ورته يو وار(1) نسوار هم نه ښكاره كېدل.
په كور كې مې د ډاكتر د مور سره خبره غوټه كړه چې، اوس بايد د (كوټه) سره معامله وكړو، خو دا معلومه نه وه چې، سردار به له موږ څومره باج اخلي، خو زه دې ټكي ته متوجه وم چې، سردار به په خپله خوله باج نه غواړي. باج به رانه په دريــــــــم ګــــــــړي خوله غــــــــواړي.
همداسې هم وشول. له وعدې سره سم زه لا سباد دوى د كور كوڅې، ته نه وم رسيدلى چې، سردارله كوره ووت. البته زه يې لكه د چا په وسيله څارلى وم، د كوڅې په خوله كې يوځاى شوو، سردار صاحب په دې ورځ ښه اوږد څادر اغوستى و، دلاس په اشاره يې په ځان پسې كړم. د ګلاب الدين (شيرزوى) له كوره تېرشوو، په كوڅو، كوڅو كې علي آباد روغــــتون ترشا راتاوشوو. دشهر آراء د برج ترڅنګ د تندورسازى په كوڅه ورسم شوو.
په لاره كې خبرې مبرې سره نه كوو. سردار مې مخكې او زه د هغه په پل، پل ږدم. سردار د سرنه تر پښو په خپل اوږ د څادر كې ځان پېچلى او يوازې دوه سترګې يې ښكاري. پكول يې په غوږونو راښكودى، كميس يې د دود سره سم دوخت په غوښتنه ښه پوره اوږد دى، پرتوګ يې بډو هلى او د سليپر تور بوټان يې په پښو دي. ښځينه باغ ته نژدې دلته د اوبو يو نل دى، ددې نل مخامخ هوټل ته ننوتو، سردار صاحب د ښو او پريمانه كبابو اډر(1) وركړ، ځكه چې د سردار صـــــاحب ســـــــره د سردار د لوژستيك مدير شته اودده په پيسو خو يې هيڅ زړه نه سوزي. هـــــغــه متـــل دى د (پردي غـــــوږ د لمڅي په څــــېر غوڅيږي) نه پوهيږم چې ده څومره ډير كباب وخوړ. دهوټل د تخت په سر خدازده (1) په كومو چورتونو كې تللى وم. خو سترګې مې په سرك نښتې وې. كتل مې چې، د هوټل ددروازې په څنګ كې يو بې نمبر پليټه د تورو شيشو د هغه جيپ موټر په څېر چې ما د حمل په ۶ تاريخ د خپلې كوڅې په جنوبي اړخ كې لېدلى و تر سترګو شو. سمدلاسه ترې څلور پنځه تنه ټوپكوال راښكته شول. له موټر څخه لرې او نژدې و درېدل. يو كس يې چې ترې ډېر بد بوى خاته، زما ترڅنګ كښېناست ږيره يې ښه اوږده او د سنتو په طريقه لاڅه چې په نورو ډېرو طريقو برابره او سمباله وه. دې مسلمان په نژدې يوكال دوو كې مخ او ځان ته اوبه نه وې ښودلې، د سر اوږده ويښته يې د ډېر خيرنوالي نه كوړۍ، كوړۍ وو. د سپږو اوريچو له ډول او شميرنه به يې يو الله خبرو، د سينې د ګردنۍ جيبونه يې په لاسي بمونو ډك وو. د كلاشينكوف شاجورونه يې په يو بل پورې تړلي وو، د سينې او ملا په كتار كې يې نور د روسي كارتوسو ځاى نه وو، د كلاشينكوف له ماشې څخه يې ګوته نه پورته كـــــوله. ګوته يې پرې داسې ښخه كـــــړې وه لـــــكه چـــې دى له مــــــــانه ډېــــــر ډارېده. په داســــې مهال مــــــــا ســـره څه و؟
معلومدار چې هيڅ را سره نه و.
د يوه نيمګړي سلام څخه وروسته يې اول سردار سره په سترګو كې يو څه وويل، بيا يې په ډېر تريو وچولي ددرملتون كليګانې چې د ډاكتر په جيب كې وې او دې داړه مارانو ورڅخه اخستې وې، د نښى په توګه را وغورځولې او ويې ويل:
((نشانيت درست است!))
مــــــــا ورتــــــــه وويــــــل:
هوكې. دوهمه خبره يې راته داسې وكړه:
((معامله ماوتو يكهزار لك است!))
ما ورته سر وخــــــوځاوه.
((اګر يك هزار لك دادي خوب ورنه؟؟؟))
نو ما وويل چې بيا...؟!
ده راتــــــــه وويــــــــل:
((كه... خوب ميفهمي))
بــــــــــــــــاز چــــــــې؟!
ده راتــــــــه مخ كــــــــړ.
((ميكشيمش مــــرده شــــــان در چــــمـــنــدې بـــبــــرك ويــــا پـــيـــش خــــانه تــــان بـــګي!))
ما خپل څادر ته لاس كړل اوپه اوږه مې واچو. دهوټل د تخت نه كوز شوم، په تګ، تګ كې مې په لوړ اواز چې د هوټل ټول خلك هك پك شول، داسې وويل:
((زر، زر يې حلال كړئ، چې درنه مردار نشي!))
سردار راپسې ډېرې چيغې ووهلې ((كه بشين كه بشين)) زه په يو تراټ (1) د هوټل نه ووتم او راساً درملتون ته راغلم. په درملتون كې لا ناست نه وم چې... سردار را ورسېده.
سردار راته وويل: ((كه تو خوب كار نكردي.)) په دې كارونو دې خپل زوى او د زړه ټوټه ضايع كوې. په نصيحت يې راته شروع وكړه، كله به يې راته غرونه غوښې او دريابونه ښوروا كړل او كله به يې دپچې نه راته پيچو مى ساز (2) كړ. حوصله كوه، دا ډېر بد خلك دي ((دوى چې څــــــــوك وژلي هــــــــغه لا تــــــــراوسه مــــــړه دي او نــــــــه دي ژوندى شــــــــوي!))
په رښتيا چې، د (كوټه) خبره دلته منطقي وه. دې داړه مارانو چې په اخرو څو كلونو كې په كابل او يا دهېواد په نورو برخو كې يې څوك وژلي اويا يې تښتولي دي، د هغوى مسووليت په غاړه نه اخلي او وايې چې په دې كې به د خداى پاك رضا وه، د خداى پاك په رضا كې نوموږ خواران څه ويلى شــــــــو.
(كوټه) په خپلو خبرو كې زياته كړه: خيردى زه به دې ننني قوماندان ته سوال او زاري وكړم. ستا بې وزلې به ورته وژړوم، پيسې به پرې يو څه كمې كړم، د دغې معاملې د سرته رسولو لپاره، زه بيګاه ته ستا ميلمه يم. په كور كې به په تفصيل سره وګړيګو. مازيګر شو، د مازيګر نه پسې ماښام اود ماښام په تورتم كې مې سردار كورته را ووست. ښه و ځينې فرشونه مې د سالون نه لرې كړي وو او موټر مې هم له ګراج څخه اېستلى و. سردار (كوټه) زما كورته په راتګ كې ډېر مقصدونه درلودل، چې زما ژوند له نژدې نه وګوري او څومره چې په ماخوله لګولى شي، هغومره مې وينې بايد وڅښي. كله چې سالون ته ننوتو، ده سملاسي ديو چالاكه غـــــله پــــه څېر د كــړكيـــو د پردو شاګانې وكتلې چې، دپردې تر شا څوك پټ نه وي. ما وخندل. سردار ته مې مخ كړ ((مطمن باش!)) اوس دلته هېڅوك نلرم. خپل، خپلوان، وروڼه او عزيزان مې د جګړو له امله د مهاجرت په وطن كې شپې او ورځې سبا كوي. زما د يو پرتوګاښ(1) (يونيكه) نه د اتياوو زلمو د بريتونونه په اصطلاح وينې څاڅي. زماهر زلمى له ډېره خياله كوږ اورميږ وړي. څه وكړم چې اوس مې په كار رانغلل. دحكومت حال خو په خپله ګورئ حكومت د ګلبدين او دوستم د راكټونو له وېرې سرخولاپرېږده چې خپل غوږ هم نشي ګرولى، دحكومت مشران د بې مهاره اوښانو په څېر شپه يې د ډكو په زيرخانو او ورځ يې خدا زده چې چيرته وي؟ د كابل ځمكه پرې سور اور ده. ځاى ورته، نه وركوي، دوى د خپل شهادت نه دومره په ډار كې دي، چې ولس يې په سپين ميدان كې د شهادت راكټونو اوستاسې په څېر داړه مارانو ته پرېښى، اوس نو دكابل ولس ستاسې او دشهادت راكټونو په لاس كې دى، څنګه چې ستاسې د دواړو خوښه وي، همغسې پرې كولاى شئ. لوټ، تاراج، سړيتښتونه، دعامه شتمنيو په غلا وړل، ترور او نورو ډېرو منفي او ناوړو كارونو ته وخت ډېر جوړ او مساعد دى. دانو بالكل ستاسې وخت دى، وطن درته عام او تام وډ (1) دى او په ځنګل كې هغه څوك پاچا دى چې زور لري سردار صاحب!!!.
د سردار صاحب لكۍ زماپه دې خبرو نوره هم ډډه او ببره شوه. نه پوهېږم چې د جګړى په اوږدو كې اوكه ياده د خپلې بدماشۍ په وجه پخوا چې كوم ټپونه يې خوړلي وو، راته ويې ښودل چې دا ټپونه مې په جهاد كې خوړلي. په رښتيا چې ټپونه يې بد ژور اود ډډ پوستكى يې سورى، سورى او چڼ، (2) چڼ وو.
زما په غالب ګومان چې سردار صاحب ته تاراج، لوټ او اختطاف جهاد و، ده په خپلو ننګينو ټپونو بې ځايه او خوشې افتخار كاوه او په خواكې يې د خبرو په مهال ډېر بې شميره د پيژندګلوۍ كارتونه يې له جيب څخه وايستل چې كوم د جمعيت، كوم د حزب اسلامي او كوم د اتحاد ملي. لنډه دا چې، د افغانستان د ټولو تنظيمونو مګردده د وزارت زراعت د ماموريت په كارت كې ليكلي و چې سردار (...) بعد له هغه پوه شوم چې، د(كوټه) اصلي نوم (...) دى سردار يو ناڅاپه رانه پوښتنه وكړه چې: ((ته ولې د خپل زوى پسې خپه نه يې؟!))
مــــــــاورتــــــــه وويــــــــل:
چې خپه شم، څه مې له لاسه پوره دي. خو دومره زه اوس په دې ټكي خوشاله يم چې، ما خپل مدعيان پېژندلي دي، زما زوى اوس څوك نشي وژلى، په دې خبره يې رنګ د كوركمن (1) په څېر زېړ واوښت. ماته يې وويل:
((ته ډېر سخت زړى سړى يې.)) دننه د زړه نه مې يو الله خبر و، چې په ما او زما په كورنۍ څومره ترخې شپې ورځې تېريږي، خودكوټه په مخكې مې هسې ځان خوشاله، خوشاله كاوه.
د يو څه چوپتيا او سوچ څخه وروسته يې ماته مخ كړ: ((مــــــــدير صــــــــاحب!
ډېرو خلكو په دې نژدې شپو ورځو كې زما په غېږ او پښو كې سر اېښودى او ژړلي يې دي. دا د خلكو خلاصول د تښتوونكونه زما حرفه ده. زه اوس په دې هكله خاص مهارت لرم او بيخې حرفوي شوى يم.)) په زړه كې مې تېرشول چې، رښتيا ډېر مظلوم او زما په څېر بې ګوناه پلرونه تا ژړولي دي. د هغو بې دفاع انسانانو سره خو يوازې يوه ژړا وه بل څه ورسره نه و. كه ژړا ورنه اخستل كېداى، نو په والله كه دې پرې اسره كړې واى سرداره! هغه به دې هم ورنه په كوم چل ول اخستې واى.
اى خــــــــدايه!
د خپل زوى غم وژاړم او كه د نورو مظلومانو.
په خــــــــبرو، خبــــــــرو كـې مې ســــل زړونه يــــــــو كــــــــړل او ســــــــردار ته مې وويل:
كــــوم رقــــم چې نن هغه قــــومـــاندان صاحب ماته وښوده، هــغه زمـــاپه وس كې نه دى پـــــوره. ســــردار صـــاحب وويل چې: ((مديره!
دا ډېر بې رحمه او بې دينه خلك دي، چې يو ميخ دې هم په كور كې وي خرڅ يې كړه او زوى دې ورنه خلاص كړه!)) ماورته وويل:
(كه سيخ دسرو دى د ځيګر د منډلو نه دى.)
تاسې اوس لږ څه فكر او سوچ وكړئ چې د سردار صاحب راتګ زما كورته ما سره كاركول او زما هڅول د خپلو نامشروع اعمالو لپاره چې دقمار بازاريې ګرم او د فحشاو نغرى تود وساتل شي، نور خولا هر څه په ځاى پرېږده، حتٰى د كور يو ميخ يې هم په مانه لورېده (1) او را باندې خرڅول يې.
خير خو كرۍ (2) شپه ده زما سره، سر وخوږ اوه، خوله ما