نن مې زړه وهي ټوپونه، بيامې هيلې پارېدلي
خندنې مې دي غوښتنې، چې همابه دام کې نښلي
داحساس خوږه څپه کې، لېوني خوبونه وينم
غرڅنو لېونو سترګو، يې په ما څه کانې کړي
دبېلتون سپېره بېدياکې، ماښامونه تورتمونه
سهارونه مرور دي، رڼاګانې تښتېدلي
ارمانونه په سلګودي، امېدونه وينې ژاړي
دياغي ارمان څپه ده، کنه! ماهرڅه بايللي
چې له نازاومينې ډکه، په خنداخندابه راغله
په هروار مې ده رټلې، دا ما خپله په ځان کړي
ماتوبه به کړه له مينې، مابه ژر توبه کړه ماته
ګنهګاريمه دمينې، ماپه سر خاورې شيندلي
دسهارخوږه نسيمه، داپيغام مې ورته يوسۀ
ببرسرڅيرې ګرېوان دی، د عزيز تڼې شکېدلي
شعرونه