غزل

يو احساس مو زړه کې اوسي، يو ارمان مو زړه کې اوسي

يو ښايستوکى ګلورين غوندې جانان مو زړه کې اوسي

چې پښتون يم نو دا هم راسره ښايي

چې ټپه مې زړه کې اوسي اى قربان مو زړه کې اوسي

موږ د وخت په زړه کې نه راځو ملګرو

کاينات مو زړه کې پايي او زمان مو زړه کې اوسي

څه عجبه امتزاج زمونږ د ذات دى

چې لنډۍ په ژبه وايو نو قراۤن مو زړه کې اوسي

ستا د سپينې خولې په خيال باندې ژوندي يو

ستا د مينې سپين ايمان مو زړه کې اوسي