طنز، د ارزښتونو ننګونه
طنز په لغت کې مسخرې کولو، پېغور ورکولو او ګډون ته وايي. طنز د مخالفو يا متضادو کلمو امتزاج دى؛ لکه: د ګوړې اچار، مربع مرچ، خداى بښلې پښتو ټولنه، د لمر اننګي او نور.
په پورته ترکيبونو کې راټول شوي څيزونه وينو، چې له يو بل سره مانيز تناسب او منطقي تړاو نلري؛ خو طنزي ارزښت لري؛ ځکه له مخالفو څيزونو څخه جوړ دي. په (خداى بښلې پښتو ټولنه) کې د (خداى بښلى) مرکبه کلمه يوازې د انسانانو لپاره کارول کېږي او له (پښتو ټولنې) سره منطقي همغږي نلري. د (لمر اننګي) هم يو نامنطقي ترکيب دى؛ځکه لمر اننګي نلري. په (خداى بښلې پښتو ټولنې) کې تر طنزي اړخ هاخوا د هغه مهال سياسي پېښې پرتې دي، چې ځيرک لوستونکى پرې سم له واره پوهېږي. د لمر اننګي، چې د حافظ تراب په (طلايي مرغانو) کې د يوه شاعر د يوې ټولګې نوم دى، زموږ د شاعرانو بې بندوباري او له شعره بې خرتې ګټنه(استفاده) ښيي. دا لنډۍ هم درواخلئ:
خلک د پير لاسونه نيسي
ما د وړې نجلۍ پښې نيولي دينه
دغه لنډۍ د هغې تصوفې لارې، چې بنسټ يې محى الدين ابن عربي ايښى او د ښځو جمال، خداى ته د رسېدنې تر واړو غوره وسيله ګڼي، ښکارندويي کوي؛ خو دا لنډۍ د طنز يوه ښه بېلګه هم ده؛ ځکه د تضاد صنعت پکې وينو. په دې لنډۍ کې د پير، چې زوړ ته هم وايي او د وړې نجلۍ ترمنځ، همدا راز د لاسونو او پښو ترمنځ تضاد موجود دى. پخپله د طنز د موضوع، چې جدي وي، او د ژبې، چې خندنۍ وي، ترمنځ هم تضاد شته.
طنز سياسي، کولتوري، مذهبي او اقتصادي ارزښتونه ننګوي او ټوکې پرې کوي؛ لکه: په (طلايي مرغان) کې د يوه ګوند د مشر دا وينا؛ ''زه غواړم، د احمد شاه بابا لوى افغانستان، چې له قفقازه تر انګلستانه رسېده، بيا راژوندې کړم'' يا د سعد الله جان برق دا خبره؛ ''...شکسپير اصلا له پنجپير نه تښتېدلى و او پلار يې مېخ پير او نيکه يې بېخ پير نومېده''. په لومړي طنز کې پر سياسي او په دويم کې پر مذهبي ارزښتونه ټوکې وينو. په مذهبي برخه کې د (ملا) او په کولتوري برخه کې د (خان) په اړه ه د غني خان ځينې شعرونه د طنزونو ښې بېلګې دي؛ خو طنز له اخلاقي يا افاقي ارزښتونو سره کار نلري؛ ځکه په دې کار سره بيا د طنز له پېژنده، چې د ټولنې سمون دى، وځي او له ټوکې سره يې توپير له منځه ځي. د طنز په اړه ځينې پوهان وايي، چې طنز ترخه، وژونکې او ژړوونکې خندا ده؛ ځکه طنز تل داسې ګواښنده سکالووې(موضوعات) رااخلي، چې ټولنه له فساد او هر راز ستونزو سره مخ کولاى شي. طنز يوه ناسيده (نامستقيمه) ژبه ده، له دې کبله ورته د حافظ تراب په څېر اکسېرنې ويل غوره دي.
طنز ژانر نه دى: ژانرونه هغه دي، چې له يو بل سره جوليز او جوړښتي (شکلي) توپير ولري او د فورم پر بنسټ له يو بله بېل شوي وي، لکه په شعري ژانرونو کې غزل هغه دى، چې مطلع او مقطع ولري او د هر بيت دويمه مسره يې د قافيي له مخې له مطلعې سره همغږې وي. مثنوي بيا هغه ده، چې هر بيت يې خپله قافيه ولري او مصرع وي. په نثري ژانرونو کې لنډه کيسه د فورم له پلوه له ناول سره دا توپير لري، چې د لنډې کيسې کرکټرونه د ګوتو په شمېر وي، خو د ناول کرکټرونه له شمېره وتي وي، لنډه کيسه محدودې پېښې رانغاړي؛ خو په ناول کې بيا ډېرې پېښې ځاييدلاى شي. نو طنز څرنګه، چې فورم نلري، ژانر نشي ګڼل کېداى. همدا راز طنز د موضوع له اړخه هم نه ويشل کېږي؛ ځکه طنز يوې موضوع ته ځانګړى کېدلاى نشي، بلکې په هره سکالو ليکل کېږي.
طنز نو څه شى دى؟
يوه ادبي پارچه په دوو برخو ويشل کېږي، لومړۍ ته يې موضوعي يا فکري او دويمې ته يې تخنيکي برخه وايي. تخنيکي برخه بيا دوه اړخه لري، چې يو يې چوکات يا جوليز دى، چې په دې کې د ادبي پارچې جوړښت او فورم راځي او ژانر هم له همدې ځايه له يو بل سره توپيرېږي، بل يې تخييلي اړخ دى، چې د ادب بنسټونه(بديعي صنايع او انځورونه) پکې راځي. دغه اړخ ته د ادب روح وايي؛ ځکه که يو شعر دغه برخه ونلري؛ نو شعر ورته نشو ويلاى، يوازې نظم دى. همدا راز که يوه کيسه له دغې برخې برخمنه نه وي، هنري ارزښت نلري. د ادب تخييلي برخې ته سبک هم وايي. له دغه ځايه موږ د يوه ليکوال يا شاعر سبک معلومولاى شو؛ نو جوته شوه، چې طنز ژانر نه دى، بلکې سبک دى.
د طنز او ټوکې توپير:
١- طنز د سمون په موخه ټولنې ته پيغام وړاندې کوي؛ خو ټوکه له دې کبله، چې د ټولنې سمون پکې موخه نه وي او يوازې د خوند لپاره وي، پيغام نلري.
٢- طنز اخلاقي ارزښتونو ته ژمن وي؛ خو ټوکه بيا په هېڅ راز ارزښتونه ډيله نه وي.
٣- طنز مجازي او حقيقي مانا لري؛ خو ټوکه يوازې يوه مانا ښندي.
٤- طنز، چې د توکيو مجازي او حقيقي مانا يې له يوبل سره کلکې اړيکې لري او نه بېلېږي، د متل په څېر د يوې وينا د پخلي لپاره نشي کارول کېداى.
٥-ټوکه، يو نالوستى سړى هم جوړولاى شي؛ خو طنز، چې د ټولنې ژوره ځيرنه غواړي، هر څوک نشي ليکلاى، بلکې هغه سړى، چې له خپلې ټولنې سره پخه پېژندګلوى ولري او د طنز په اۤرونو پوه وي، طنز هستولاى شي.
په پښتو کې د طنز د بنسټ ډبره خوشحال بابا ايښې. د رحمان بابا دا بيت هم د طنز ښه بېلګه بللاى شو:
څه عادل باچا پيدا شو، اورنګزيب د دين غمخور
خپل پلار تړي په عدل، په فتوىٰ وژني خپل ورور
په اوسنۍ دوره کې استاد الفت ښه طنز ليکوال، چې شنډه ديموکراسي او دا لاندې بيت يې د نمونې په توګه وړاندې کېږي:
نن په يوه پسې روان سباپه بل پسې ځي
کله په ږيرې پسې ځي کله اوربل پسې ځي
منان ملګرى هم په دغه دوره کې د يادونې وړ دى.
په پښتونخوا کې سعدالله جان برق او په افغانستان کې استاد شپون او عبدالباري شهرت ننګيال ښه طنزي ژبه لري. همدا راز حافظ تراب، عبدالنافع همت، ننګيار ناشنا او ځينې نور هم د يادونې وړ دي.