يوه خبره، يوه پوښتنه 

زه د ماضي له ګوتو پاتې سکه

تا د کوثر په اوبو ومينځلم

چې د هر چا له نظر پرېوتمه

تا د نظر په اوبو ومينځلم

 

تا ما له شعر راکړ، غزل راکړ

تا د لنډيو په خوند پوهه کړمه

زه په تيارو مين، په مرګ مين وم

تا په رنګونو د ژوند پوهه کړمه

 

زه يو بې حسه، بې ارزښته سړى

تا ماله درد راکړ، احساس راکړ

لکه سپرلى راشي، ډنډرې ګل شي

داسې تا مينه راکړه، لاس راکړ

 

نو دا ژوندون نور ستا په نوم ليکمه

هر يو غزل نو ستا په نوم ليکمه

ماضي مې ستا ده، حال مې هم ستا دى

خو مستقبل نور ستا په نوم ليکمه

 

خو راته وايه، چې اوس هم زما يې؟

که لېونتوب دې اوس تر شا پرېيښى؟

لا د زاړه ژوند په يادونو پا يې؟

که مينتوب دې اوس تر شا پرېيښى؟

اوس دې هم زه يم د خوبونو تعبير؟

که مينه اوس هسې تاثير نکړي؟

زما د نوم په اورېدلو اوس هم

رنګ دې ژېړيږي، زړه دې درز وکړي؟