خير که په ظاهره نه نښان لرو نه شتون لرو
زه جانان په تار د معنويت خو يو تړون لرو

مونږه په يو بل تکيه په ډک محفل کې هم کو
مونږه د نظر په نوم په سترګو کې ځنګون لرو

دا د پاکې ميني د حسين بغاوت رحم دى
ريبو چې د عقل فصل سپين لور د جنون لرو

خداى خو مهربان دى وصال مخي رنګ به هم راکړي
څه که نن تر منځه پوره يو جهان بيلتون لرو

مونږ د عاجزۍ د ښکلا پيغلې په لاسونو کې
لکه شنه غمي جلانه! شنه ځلا ژوندون لرو