لکه ګل لکه سپرلى شولو جانانه
د ښايست د لاس بنګړى شولو جانانه
له يو چا سره ستا داسې التفات خو
د يو چا زړه ته ازغى شولو جانانه
ستړې سترګې مې دي ستا لار کې کرلې
کور ته راشه ماښامى شولو جانانه
چې تا ونيوه د مينې خوږه غېږ کې
دا ډبره اوس زړګى شولو جانانه
موږ د اوربچي په مرګ دومره مين يو
چې هک پک راته مرګى شولو جانانه
يو د وخت ظلم، بل ستا د حيا سوال و
ګنې څو قدمه تلى شولو جانانه
د نظر له ګړنګونو چې ګوزار شو
ستا اجمل ايله سړى شولو جانانه