شعرونه
شپه او شاعر (حكمت سروش)
په شپږم پوړ كې
غزل، حكمت سروش
د مينې زور دى ليونى شومه زه
غزل
څومره هوښيار دى سروش، څومره لېونى دى سروشچا نه يې زړه وړى، او چا ته سپېلنى دى سروشلږ يې د غېږې په اور ګرم كه او ويلې يې كهد بېلتانه سړو وهلى دى يخى دى سروشزما او ستا ياري به څنګه شي ښايسته جانانه خلك خو وايي ته هنداره او لوګى دى سروشد څېرې رنګ دې نن د ده په ليدو بيا بدل شودا شوه ښكاره چې لا تر اوسه دې زړګى دى سروش
غزل
خاورې او ايرې قسمت زما او د هغې قسمتژوند او رنګ د نورو دىزموږ غم او جګړې قسمت نورو ته رڼا راوړيزما شمعې كړې مړې قسمتستا برخه خوښي او خوند زما څو خاطرې قسمت خدايه ځوانيمرګ يې كړېدا زما بې فايدې قسمت
دا زما سندرې ستا شوې
ګرانو لوستونكو! زه هم كله_ كله شعر ليكم خو خداى خبر چې ولې يې ښه نه شم ليكلاى، ما پخوا هم ډېركم شعرونه ليكلي خو له نژدې اتو مياشتو نه چې له كندهاره كابل ته راغلى يم يو بيت مې هم نه دى ليكلى ستاسو په وړاندې زما زړه شاعري ده. غزل زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كېاوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخليد اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړينو د غم راتګ ضرور دى ستا
لاره - اجمل اند
زياتي ستړى يم څه بله چاره ګـــــــــــــــورم لــــــــــــــــــــــه دې ښارنه د وتلو لاره ګورم دوى چيلـــم او مازيګر ته اوزګار نه دي چېرې ځان غوندې يو بل بې كاره ګورم چې يو رود وي، يو څو ونې او بـل زه يم د غـــــــره غاړه كــې يو داسې ګـــاره ګورم لږ وار وكړه كـه بنګ بوټي را پاخــــه شي يو څــــــــو ورځې ور
غزل - جيلاني جلان
څه فکر کوې چې دا به چا پسې راوتى ويبويه دا ساده سړي په تاپسې راوتى وي زه چې ستا ليدو ته راځم دا دې روا حق ګڼمګل چرته پښې کړي چې بورا پسې راوتى وي؟ تا چې پرونى ماښام دربل کړو په معما کې نونن به يې ضرور څوک په مانا پسې راوتى وي کاڼي يې د غره له پښو ووزي خو ښکاريږي نهښايي چې يو څوک د اور رڼا پسې راوتى وي دغه ځو
غزل - يوسف شاه سپيلنى
دا غزل د يو سف شاه سپيلني ده خو موږ ته ډيوې اريوبي رالېږلې ده . چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له
غزل- بلينډه بدرۍ
(صبر چې د ژوند له حوادثو نه خو ساه واخلم)بیا به په ټپو درته په سر ټوله دونیا واخلم وله ، خطا نه شي دغو ډیرې میندې بورې کړېتاته خو لوګی شم ، د پنځ ډزي دې بلا واخلم بیا سهر وختي ېې زمونږ وره کې ګلان ايښي ديپریده چې خوشال وي خیر دی دا ځل به ېې بیا واخلم داسې ترنم مې مناجات ته را زده ک
هر خواته ښکلا غواړم
ډکې هديرې شولېمېنې مو سپېرې شولېهيلې د زړګي ټولېخاورې شوې ايرې شولې زه يم د احمد تورهزه د ملالۍ چيغهزه د غزنوي عزمزه دميرویس خان شمله ولې دومره خوار يمه؟دا په څه ازار يمه؟دا سزا پای نه لريڅومره ګناه ګار يمه؟ دښتې او ډاګونه مېغرونه اوسيندونه مېټول په وينو سره سپېرهکلي او ښارونه مې لو مې شول تنکي ځوانانلوند مې دخورکۍ ګرېواناوښکې د ادې ګورهڅه له وينو ډک داستا
غزل - نصرت الهام
چې يو ځان ورباندې ګران وي د يو ځان ته څه جوړېږي ؟چې يو خپل غم ورسره وي ، د انسان نه څه جوړېږي ؟ چې دا ستړې ، ستړې ورځې دا پيکه ، پيکه حالات وي د ژوندون نه به څه جوړ شي ، د زندان نه څه جوړېږي ؟ دا زما ايمان کامل کې ، دې زما ايمان ته خير کې د کافر نه څه جوړېږي مسلمان نه څه جوړېږي ؟ چې ماشوم دنيا ته راغلم چې ماشوم دنيا کې مړ واى د افسوس نه څه جوړېږي ،
غزل - بلينډه بدرۍ
ته لکه روڼ ستوری د سهار د سفیدې په مخزه لکه ډیوه په یو مزار د هدیرې په مخ ته لکه ارمان دجنګیالي ژڼي په لوی ډګرزه لکه پټ درد د یوې مور د اندیښنې په مخ ته لکه ګلاب په تور اوربل یا د پټکي د ولزه لکه ریدی دیوې شاړې شان میرې په مخ ته لکه بس خوب د کومې ناوې د شهید ژڼيزه لکه تعبیر د ن
غزل: حميده پکتيانۍ
زه لکه ژوند له خونده پاتې يمهلاس راکوه له ژونده پاتې يمه ((مرګ او بېلتون راته جوړه راغليزه يې په منځ کې بنده پاتې يمه)) لکه غمی په سمندر کې نه يملکه سپوږمۍ څرګنده پاتې يمه د بوسو لاندې اوبه تېرې نکړېرقيبه تاته برنده پاتې يمه
هغه ورځ- نظم (اجمل اند)
لږه تم شه! ښايي هغه ورځ به راشي زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي هېڅ بدرنګه به په ښارکې پاتې نه وي او مجنون به موده پس له صحرا راشي هغه ورځ چې د خوماردور به تېرويملنګان به ځای ځاي ناست وي بنګ به ډېر ويسیندبه ستایوې خوږې خندا په څېر ويهلکان به له ربابه راچاپېر وي داسې ورځ چې اندېښنه به لېونتوب ويد هر لفظ مانابه بشپړ مئینتوب وي تر سبا به کنډولې د بنګو ویشيتښتېدلی له ساقي څخه به خوب وي د ادېوان به له ېوې څېرمې
د ماښامونو مين( نظم )
غنم په وږو کې له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هېڅ ګل ونه که انګور په مني کې سيلۍ ووهل کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه و د تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لارې وتړلې د اتڼو يو څڼور زلمي ته
راشه کنه !
راشه کنه ، بيا ېوازې شوی يم انده ! لکه ستا يوازې شوی يم بنګ لرې کنه ، خمار اخيستی يمډکه پياله را ، ېوازې شوی يم شته دلته بلا خلک بلا کېسېزه په کې ولا، ېوازې شوی يم نشته هېڅ د غرونو سړی نه شته دیډېر يمه تنها ، ېوازې شوی يم خدايه ! شړک باران دې دېخوا راولهګل يم د بيديا ېوازې شوي يم
غزل (بلينډه بدرۍ)
یو ستوري ته وم ناسته ټوله شپه په ترنمژړلو مې یو څوک هره شیبه په ترنم چا شوم ټوخله وکړه شومه چوپه لکه بتتصویر ته دې راغلې وم څه ښه په ترنم له سوزه یو ( ملنګ شاعر) بې دریغه زنګیدهيسن ) مې ورته وې څه په مزه په ترنم ځواني د پیکر ټال دانتظار په زاړه ښاخزه زانګم پکې ګرانه همیشه په ترنم ورشو کې ژڼي څک شي تروشې ټنډې شي خوارهچې ستا یو غزل واخلم ښه ډاډه په ترنم ژړیږي کاینات ورس
غزل
د خیال په بام ستوري ته لاره نیسمستا د الهام ستوري ته لاره نیسم ځمه د غره په څوکه غلی کېنمنن د ما ښام ستوري ته لاره نیسم شیندم سرې وینې د شفق په غرونو اچوم دام ستوري ته لاره نیسم وړه خولګۍ ترېنه په زوره اخلمنن یو ګلفام ستوري ته لاره
سولې سندره
ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ سولې ته جنډۍ تړې نذرونه په زيارت کيږدئ ***جوړی کتارونه په هوا کې دسپين غر په لور پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍ ځي تورغر په لور والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور بيا د سولې غږ شئ د
غزل
د ځوانۍ سور،د حٌسن راګ،د ناز له تاله وځيغرور مې خود پسې یاغي شي له مجاله وځي د انتظار شیبې دې دومره ګړندۍ نو مه شهچې مې دوران ورسره لاړ شي تر زواله وځي له اندیښنو ېې رنګ الوتی وي ګودر ته راشيشیبه حیران راته وګوري خو بې سواله وځي په ستورو غږ کړه چې رڼا دې خپلې کلکې نیسي
د ټول افغان د پنځمې کاليزې په وياړ مبارکي.
ګران او په پښتو مين ورور شېرزاد کامه وال صيب سلامونه !د ټول افغان د پينځمې کاليزې مبارکي مې له زړه له تله ومنه الله تعالی د اوږد عمر څښتن کړه، همدارنګه د ټول افغان هغو کارکوونکو ته چې بې له کوم امتياز څخه ټول افغان ليکنې برابروي، خبرونه ورکوي او تل هڅه کوي چې د ټول افغان په خپلو ليکنو او خبرونه تاند وساتي هم مبارکي وايم څښتن تعالی دې دوی ته نور توفيق هم ورکړي چې ټول افغان په خپلو لېکنو او تازه او سمسور وساتي. ټول افغان د پښتو ويب پاڼو له ډلې څخه هغه ويب پاڼه ده چې په
د ننګ په خوشې کېدو ددسپين غر ادبي بنډار د مبارکۍ پيغام
د ننګ په خوشې کېدو د زړه له کومي خوښ يو. د سپين غر ادبي بنډار ((ننګرهار)) دا چې د هېواد تکړه ليکوال، غښتلی سياستپوه، په پارلماني چارو کې د دولت وياند او د امن مجلې مسوول مدير خوشې شو موږ پرې د زړه له کومې خوښ يو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت له درانه ولسمشر څخه د زړه له کومې مننه کوو چې نوموړی يې وباښه او خوشې يې کړ، همدارنګه ښاغلي ننګ ته هم مبارکي وايو چې بېرته خپل کورته راغی. خو يوه يادونه اړينه بولو او هغه دا چې ولسمشر د خپل شخصيت د اعاده کولو په خاطر ننګ ۱۳ ورځې د تورو
ننګ په اسلام،هيواد او پښتو مين ليکوال دی
دا نظاريان او شغله يان ټول د همدې بې واکه پښتنو نه ګټه اخلي او د خپل قوم په مقابل کې يې استعمالوي او دوی هم دغه کار ښه په جرات او خوښۍ سره ترسره کوي. ننګ صيب د هېواد يو له هغو تکړه او بادرکه پښتنو لېکوالو له ډلې څخه دی چې دداسې نظاريان او شغله يانو په زړه ورته ښه نه ځايده، چې بلاخره د همدوی د شومو او کرغېړنو پلانونو ښکار شو. زه وايم چې که زموږ پښتانه ليکوال همداسې چپه خوله پاتې شي او په دې اړه خپل ځان داسې وښايي نو بايد پوه شي چې دا نوبت په دې ټولو راروان دی او بلاخره به ايرانيا