شعرونه


ماشوم ته دمور مينه

ماشوم ته دمور مينه  زما ګل غوندې کمکى  زما زړه زما زړګى  څه سودا چه زه ګالم  تورې شپې صبا کوم  په نغمودې يادوم

10.05.2007 – toorman

ژيړه غوا

ژيړه غوا سترګې مې توريږي بيا ژيړه غوا لنګيږي بيا ماته خوسكۍ راوړي ښكلې ګلالۍ راوړي رابولم به همزولې  دايره به وهي ټولې  دوى ته په اورږه وركړم <

05.04.2007 – toorman

ځمکه خپه کيږي نه

ځمکه خپه کيږي نه ستوري به بيا شمارمه پرې چې شپه پخه شي لا  اوس اسمان ته نه ګورم ځمکه به خپه شي بيا  *** ځمکه په ما ګرانه ده ځمکې په سر کور لرم

05.04.2007 – toorman

ملا چرګك

بيا ملا چرګك راغى ډير تيزاوچټك راغى  لاړو د چنار خواته كيناست د سپيدار خواته بيا د چا سيالي كوي  غاړې د طوطي كوي

26.03.2007 – toorman

سپينې سپينې واورې

تير شو منى تير شو وركې دوړې ، خاورې شوې راغى ژمى راغى سپينې سپينې واورې شوې

24.03.2007 – toorman

د دې ځای پرکليک کولوسره زما دشعرونو ټولګه لوستلی شئ

 يادونه : “ستا ياد زما ملګری” چې  د ۲۰۰۷ کال د فرورۍ په مياشت کې د کتاب په بڼه خپور شوی دی، تاسې یې دلته لوستلی شئ.د دې کتاب نور پاتې شعرونه به  ډیر زر به انفرادي توګه دلته خپاره شي.

12.05.2008 – بشير احمدګواښ

غزل ----------- سردارولي څرك

  مينه دې نه سهي، نفرت خو كوهجانانه! دومره شفقت خو كوههر وختې جنګ، له دې نه څه جوړېږي؟يوه نيمه خبر د محبت خو كوههر وخت به څه، زه درنه خوله غواړمهكله ته هم دا شرارت خو كوهپه خوله، ځه هېېڅ مه وايه، نه يې غواړمخو سترګو سترګو كې، لږ ست خو كوه

12.01.2013 – سردارولي څرک

غزل ----------- سردارولي څرك

  څنګه چې زه دې كړمه سكور سكروټېتا ته دې خپل حسن شي اور سكروټېيوازې زما زړګى دې وران نه كړلوځانله دې وسوځاوه كور سكروټېپه لار چې ځې نو لوپټه كې ګرځههسې نه اور شي درنه خور سكروټېساړه شول، غېږې له در جوخت كړه سردار!لږه ګرمي وركړه د اور سكروټې

12.01.2013 – سردارولي څرک

غزل ----------- سردارولي څرك

  په كابل او پېښور وينه تويېږيپښتونخوا كې سراسر وينه تويېږيڅه قصور دى، څه ګناه د دغه خوار دهد پښتون په څه خبر وينه تويېږيهيڅ يو ځاى ترې په امان كې پاتې نشوپه اواره او په غر وينه تويېږيارامي مو په نصيب نشوه سرداره!دلته شر دى، هلته شر وينه تويېږي

12.01.2013 – سردارولي څرک

غزل ------------ څرك

  نن يې سرتورې راته وكړلې ښېرې يرېږمهسې نه چرته شي رښتيا هم راپسې يرېږم ته دې د خپل ښايست سپرغۍ لږ په قابو كې ساتهنه، چې اشنا! ورځينې اور واخلم، لمبې يرېږم خاونده بيا مې ښار كې وليدل پرېمانه مړيخاونده! بيا به لكه ووړ ماشوم د شپې يرېږم په دې وطن كې د شېخۍ جامه كې څه ونه شولځكه دې شېخه! له تسبو او له خرقې يرېږم پكې مې هرځلې په كاڼو هركلى شوى دىځكه دې ياره! اوس د كلي له كوڅې يرېږم

08.04.2012 – سردارولي څرک

غزل ---- څرك

مه شه لاړ چې مې له ژوند د غم اثر شينه چې ما غوندې بې كوره در په در شيحيا هم راځي په دې هم نه ورګورمنه چې يار مې په خواږه نظر نظر شيپه ځان نه يم خو په دې نه غواړم درشمهسې نه چې درته جوړ جانانه شر شيدا، چې نه وي، ښه تكړه وي، شين زمرى ويپه راتلو سره يې زړه زما اوتر شيدى په تا باندې اباد دى كه ترې لاړېخوار زړګى به مې هم هغه وخت كنډر شيزه مقطع كې ځكه ذكر د نوم نه كړمنه چې يار مې د زړګي له درد خبر شي

20.02.2012 – سردارولي څرک

غزل

زړګى مې چوي راشهستا غم مې خوري راشهغمونه يوسه رانهراوړه خوښي راشهده بې له تا مې د زړهخونه خالي راشهكړه په راتلو رقيبانټول لېوني راشهځان سره سم كلي تهراوړه سپرلي راشهد كلي لوى او واړهدې يادوي راشهدغه سردار لېونىدرپسې مري راشه

18.02.2012 – سردارولي څرک

غزل - - - - - محمد ولي حيران كامه وال

دا خو منمه چې ا نسان ښکلی دیچې مې خوښ کړی په ایمان ښکلی دییا به زما په سترګو ښه لګیږيیا خو په ټولو کې جانان ښکلی دیزما د زړه په وچه للمه اشناستا د رڼو اوښکو باران ښکلی دیجانانه! تا سره فیشن خوند کويزما شلیدلی ګریوان ښکلی دیدومره ښایسته زما په سترګو لګیلکه په ستورو چې اسمان ښکلی دیما ایئنه کی ځان ليدلى یاره!داستا نظردی چی (حیران)ښکلی دی

20.12.2010 – سردارولي څرک

غزل ---------- سردارولي څرك

  له مشرانو نه راپاتې دا متل دىچې د چا په ږيره خس وي هغه غل دى ځينو زړو كې  ګل د مينې نه ټوكېږيځينو ځينو جزيرو كې تل كنګل دىزه خو ښه درباندې پوه يمه رقيبه!چې سبو كې واښه كړې، نو دا دې چل دىد مجنون او د فرهاد حوصله غواړيبلا سخت دى، بلا ګران د عشق مزل دىلږ شراب د شونډو وركړه جنتي شېموده وشوله سردار وهلى جل دى

28.09.2010 – سردارولي څرک

ټپيزې ______ څرک

  زور دې لاړ اوبه اوبه شه اور دې پورې په کاله شه اړ دې موږ غوندې واړه شه چې مو زړه درباندې ښه شه بوشه! جوړه زامن دېې مړه شه پيلوټ دې ومره چې سپين غر بمباروينه   ×××××××× لكه ماشوم هسې ژړېږي بغير له تا كله صبرېږي

15.05.2010 – سردارولي څرک

غزلې.......... څرك

خوله مې خوږه كړه راشهماته توبه كړه راشه ژوند كې يوځل خو ياره!وعده پوره كړه راشه رقيبان واړه اشنالمبه لمبه كړه راشه زړه مې ښه كېږي په تاځان راښكاره كړه راشه ته يې تكميل يې اشناسردار پوره كړه راشه     په زړګي مې څه نرى شانې درد راشيچې جانان راځنې كله هم جدا شي خداى خبر كه مې بيا دغه خوب رښتيا شيلېونۍ په ژوندانه كه بيا زما شيهره شپه زه پدې هڅه په دې هاند يمچې مې سترګې سره ورشي خو سبا شي<

05.02.2009 – سردارولي څرک

غزلې.......... څرك

ټپې، ټپې دي، سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان خوږې دي دغه ستا د شرابي سترګو کانې ديراپسې چې اوس د ټولو خلکو خولې دي دا چې سوى، سوى بوى مې له خولې خېژيدا مې بلې په زړګي باندې لمبې دي نور خو خداى شته ښکلي ډېر راباندې ګران ديخو بدېږي مې په دې چې بې وعدې دي زه سردار يې په لومړي نظر نشه کړمسترګې ستا څه د زړو ميو پيالې دي١٣٨٥لوى اختر لومړۍ ورځ       څومره سوز دى په دې غږ کې څومره ساز

05.02.2009 – سردارولي څرک

غزلې.......... څرك

څله راګورې څه کول غواړې تهجوړ په نظر مې قتلول غواړې ته نور دې هم ظلم ته زور ورکړه اشناکه مې پاګل، پاګل کول غواړې ته دا چې په بله رانه مخ اړوېدا مې زړګى ازارول غواړې ته داسې چې ګورې، جوړې څرک جانانه!له کلي کوره ورکول غواړې ته       راله دې زړه،  راله زړګى راکړهکه نه وي زړه کې راله ځى راکړه خوښه دې خپله خو بس ماله يارهپه دغه دواړو کې يو شى راکړه که لږ نشه شمه او درد مې هېر شي<

05.02.2009 – سردارولي څرک

غزلې ........................... څرك

ستا ليدو باندې مې خولې نه توري تښتيلكه ووړ ماشوم خبرو كې بندېږملكه واوره چې د لمر په تاو ويليږيداسې زه دې بلتانه كې ويلې كېږم دا منمه چې مې نشوې، خو جانانه!دا منې به چې په نوم دې زه يادېږم هيڅ حاجت مو د پوښتنې نشته ياره!څنګ چې زه يم داسې ته يې ښه پوهېږم لكه خوار مزدور د اوړي په ګرمۍ كېداسې زه په خپلو اوښكو كې لمبېږم دغه هسې تصنوع ده، اصل ندىدا چې ياره د دنيا مخكې خندېږم ۱۳۸۶ كب۱۲ مه    &nbs

04.03.2008 – سردارولي څرک

ازاد شعر

ستا نو څه خيال دىته نو څه فكر كوې؟چې ما دې ژوند كې ياره!د هېرېدولو كوښښ چرې هم ندى كړى؟نه، داسې نه ده كنهما يو ځلې نه بلا بلا كړى دىخو ته په خدى باندې باور وكړه چېد هېرېدولو توان دې په ماكې نشته ياره!په ماكې نشته ياره!۱۳۸۶ ليندۍ ۱۰

01.01.2008 – سردارولي څرک

غزل

د تېرو شپو مې سحر داسې نه وپيكه به و خو مګر داسې نه و دا چا بدرنګ ورباندې كوډي كړيدلبر خو داسې دلبر داسې نه و بلا مستي وه بلا شور و پكېغلى خاموش مازيګر داسې نه و ښار كې به هم جونې اوبو له راځيخو دا بمبه ده ګودر داسې نه و دا خو په موږ باندې ودان شو كنهګنې پخوا پېښور داسې نه و۶،۱۲،۲۰۰

01.01.2008 – سردارولي څرک

غزل

لېونى كېږمه دلداره راشهمړ شومه مړ له انتظاره راشه بغير له تا مې پكې ساه ډوبېږيكلي ته يو ځلې خو ياره راشه درنه به هېره شي ښكلا د كابليو ځل، خو ته تر ننګرهاره راشه مونږه دې هم كړى بلا انتظارزمونږ چم ته هم بهار راشه۲۸،۱۱،۲۰۰۷

01.01.2008 – سردارولي څرک

غزل

چې مين شو لېونى شوسردار اوس ايله سړى شو ته يې نه شوې، خو دى خپلهله خپل ځان ځنې پردى شو اوس له خلكو لرې ګرځي اوس د غرونو غرڅنى شو ستا غمونو په دې حال كړو ستا غمو كې لېونى شو۱۳۸۶لړم۱۰  

01.01.2008 – سردارولي څرک

غزلې

  تيره شپه زه په شوګير باندې كرۍ كړمخداى اخته زه په دې  څه ډول خوارۍ كړم بيا زه خير كه عمر تېر په ملنګۍ كړمخو چې ښكل دې يو ځل سرې شونډې غوټۍ كړم هسې نه چې قد قامت زما بدرنګ دى محبت كې روستو پاتې غريبۍ كړم دا خو ستا له غمه څيرې ګرېوان ګرځمهسې نه چې دا كارونه له مستۍ كړم *** ټپې، ټپې دي سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان

14.06.2007 – سردارولي څرک

غزلې

  چې نه انكار كړي، نه انكار غلى دىداڅه خبره ده سركار غلى دى په دې مالت خدايګو څه  غم تېر شوىګودر خاموشه دى، چينار غلى دى ښايي مرګي خلاص كړو د ژوند له شرهژړا يي نه خېژي بيمار غلى دى څركه! ناره د اناالحق پورته كړهبلا موده وشوه چې دار غلى دى                    *** منمه اور به په شېبه لګېږي خو په وژو يې زمانه لګېږي لكه

14.06.2007 – سردارولي څرک

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more