02.05.2007
- toorman
د يو شي پيدا كول څه ډول لوبه ده ؟
كوچنيان ، ميندې او پلرونه سره راټوليږي ، يو تن له خونې څخه د باندې استوي او دوى په خپلو كې يو شى خوښوي .
بيا د باندې وتلى كس بيرته خونې ته رابولي او ورڅخه غواړي چې د دوى خوښ كړى شى وروښيي ز
د خونې څخه وتلى كس دخونې له كسانو څخه د خوښ كړي شي په اړه پوښتنې كوي ، مثلآ :
_ ساكښ دى ؟
_ هو
_حيوان دى ؟
_ نه
_خوړل كيږي ؟
_ هو
_په حبوباتوكې راځي ؟
_ نه
_ رنګ يې شين دى ؟
_ هو
_ بينډۍ دي
_ نه
_ پالك دي
_ هو
د دې لوبې د كولو لباره د پوښتنو شمير او وخت دو...
13.06.2007
- toorman
د سرو زرو تاج و نه و يو پاچا و ، د زوى نوم يې شيرشاه و ، شيرشاه داسې ښكاري و چې مرغۍ به يې په هوا ويشتله . يو ورځ شيرشاه د زركو دښكار لپاره ځنګل ته ولاړ ، ځنګل ډير لوى و ،دومره لوى چې نه يې سر معلوم و نه يې بر.
خلكو به ويل چې په دې ځنګل كې د وحشي ځناورو غږونه اوريدل كيږي او ورغلي كسان بيرته نه دي راستانه شوي . د پاچا زوى شيرشاه هم يوه اوونۍ لادركه شو ، آوازه وه چې وحشي ځناورو داړلى . پاچا او ميرمنه يې ډير خپه وو ، د پاچا ميرمنې خيراتونه په ځان ومنل ، چې كه شيرشاه په خير راشي د دربار...