د سرو زرو تاج و نه و يو پاچا و ، د زوى نوم يې شيرشاه و ، شيرشاه داسې ښكاري و چې مرغۍ به يې په هوا ويشتله . يو ورځ شيرشاه د زركو دښكار لپاره ځنګل ته ولاړ ، ځنګل ډير لوى و ،دومره لوى چې نه يې سر معلوم و نه يې بر.
خلكو به ويل چې په دې ځنګل كې د وحشي ځناورو غږونه اوريدل كيږي او ورغلي كسان بيرته نه دي راستانه شوي . د پاچا زوى شيرشاه هم يوه اوونۍ لادركه شو ، آوازه وه چې وحشي ځناورو داړلى . پاچا او ميرمنه يې ډير خپه وو ، د پاچا ميرمنې خيراتونه په ځان ومنل ، چې كه شيرشاه په خير راشي د دربار هر نوكر ته به يو يو پسه او د سپينوزرو دوه دوه سكې وركوي . خو د شيرشاه درك معلوم نه شو .
لس ورځې ورسته چا خبر راوړو چې د ځنګل نه په جاري شوې وياله كې يې يو ټپي ځوان موندلې ، چې جامه يې د شاهي كورنۍ په شان ارغواني رنګ لري . پاچا آمر وكړو چې ځوان دې فورآ دربار ته راوړل شي. څو شيبې لا نه وې تيرې چې ټپي ځوان دربار ته راوړل شو ، او دا ځوان بل څوك نه و د پاچا زوى شيرشاه و. د شيرشاه د دوا لپاره د ښار مشهور ډاكتران راوغوښتل شول ، د پاچا ښځې د وژمنې سره سم د دربار هر نوكر ته يو يو پسه او د سپينو زرو دوه دوه سكې وركړې او د ښار ملايانو ته يې آمر وكړ چې د شيرشاه د روغتيا لپاره دې په جمعتونو كې د قران كريم ختمونه وكړي. د شيرشاه په دارو، درملو پوره شل ورځې ولګيدې ، شيرشاه روغ شو ، موريې شكرونه ويستل او په دربار كې د خوشالۍ ډولونه وغږول شول . پاچا هم ډير خوشاله و، خو يوې خبرې ته به ډير ځوريدو. هغه دا چې د ځنګله د وحشي ځناورو سره په جګړه كې د شاهزاده شيرشاه د سرو زرو تاج ورك شوى و.
د پاچا وزيرانو پاچا ته وويل چې يوه ډله عسكر به د شهزاده شيرشاه د تاج د پيدا كولو لپاره ځنګله ته وليږي ، خو پاچا و نه منله او ويل يې چې دى به په خپله ځي . وزيرانو د پاچا په خبره كې خبره نه شوه كولاى ، ښځې يې ډيرې زارۍ ورته وكړى چې ګوندي ستا برخليك به هم د شهزاده په څير شي ، خو د پاچا خبره خبره وه او سبا سهار وختي يې خپل شل ډزى ټوپك په غاړه كړو ، ايكې يواځې په خپل سپين اس سپور د ځنګل په لورى يې هۍ كړل .