يادونه : “ستا ياد زما ملګری” چې د ۲۰۰۷ کال د فرورۍ په مياشت کې د کتاب په بڼه خپور شوی دی، تاسې یې دلته لوستلی شئ.د دې کتاب نور پاتې شعرونه به ډیر زر به انفرادي توګه دلته خپاره شي.
تاسې کولی شئ دا کتاب په لانديني لينک کې ولولئ
http://larawbar.com/data/library/poem/b.gwash_sta_yaad_zma_mulgari/b.gwash_sta_yaad_zma_mulgari.htm
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ډالۍ : خداى بښلې خوږې مور ته، چې د تګ سره يې ټولو خوښيو کډه کړې. مننه د پژواک خبري آژانس د سيمه ايزو خبرونو د سموونکي (ايډيټر) جاويداحمد هميم چې که هلې ځلې او هڅونه يې نه واى نو خداى خبر که دا کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شوى واى. له ځوان شاعر راحت ګل زيارمل څخه چې د کتاب په دننۍ اوډنه کې يې برخه واخيسته، د ملګري شاعر عطامحمد هيله من او د خواږه غږ لرونکي شاعر عبدالله سهار څخه چې په ورين تندي يې د دې کتاب د چاپ چارې پرمخ يوړې، د زړه له کومې مننه کوم. همدارنګه له زلمي انځورګر، ګران حشمت حيات څخه ډېره بښنه غواړم چې په بيا بيا جوړکړى د دې کتاب د پښتۍ انځور يې رانه ورک شو،دهغه له ډېر زغم او زيار څخه ځانګړې مننه کوم. بشير ګواښ...!؟ بشير ګواښ د ١٩٨٢ کال دفرورۍ په څلورمه نېټه د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په خويزو(خواجه زى) کلي کې دوکيل صېب حاجي روح الامين بشير په علمي کورنۍ کې زيږيدلى دى. هغه، چې کورنى نوم يې بابک دى، د خپل مور پلار په نهه اولادونو کې پنځم تن دى. بشير ګواښ د شاعرانه فطرت د درلودلو او په خپل کورني غني کتابتون کې د مطالعې له کبله له لومړي سره د ادب او ليکلو سره مينه پيدا کړې وه او دغه مينه به يې په ښوونځي کې د مشاعرو او ادبي ناستو د جوړولو او اوډلو په ترڅ کې په زبات رسوله. که څه هم بشير غوښتل چې خپلې لوړې زده کړې په ژورناليزم او ياهم ادبياتو کې پوره کړي خو د وخت د غوښتنې سره سم يې د غاښونو طب ولوست. نوموړي د خبر او ادب سره اړيکې ماتې نه کړي او د زده کړې پر مهال يې د مشرق مجله چلوله او د سولې او جنګ راپور ورکوونکې نړيوالې ادارې سره يې خبريالي هم کوله. د زده کړو له پوره کولو وروسته هم په ژورناليزم کې پاتې شو. نوموړى که څه هم هيڅکله د رنځيدلو غاښونو درد ته درمل نه شوخو د ژورناليزم په ډګر کې يې د خداى ورکړې وړتيا له برکته د پژواک خبري آژانس او څانګې مجلې له لارې ډېرې ستونزې او ريښتينولۍ راوسپړلي. بشير ګواښ نه يوازې سپين سترګى او زړور ژورناليست دى بلکې يو ډېر خوږ طنز، لنډه کيسه او ناول ليکونکى هم دى. شاعري يې بله هغه وړتيا ده چې خپل دردونه پکې زمونږ مخې ته ږدي، پخپله هم ورته ژاړي او نور هم ژړوي. د هغه ټوله شاعري د هغه شاوخوا چاپيريال انځوروي.که څه هم بشير هر وخت موسکى او خندان ښکاري خو د مور مرګ او ځينو نورو ناوړه دودونو چې هغه څومره کړولى او دردمن کړى دى، د هغه په شاعرۍ کې يې ليدلى شو، ښايي همدغه درد يې زړه دومره نازکه کړى دى چې په نه خبره مروريږي، ژاړي او غصه کيږي خو هيڅکله کينه په زړه کې نه ساتي. نوموړى چې د تېرو پنځوو کلونو په شان اوس هم د ژورناليست په توګه دنده ترسره کوي، د ((ستا ياد، زما ملګرى)) سربېره يې څو نورو هنري کتابونه هم چاپ ته سترګې پرلاره دي. د بشير د ښو ډېرو برياليتوبونو په هيله جاويد هميم کابل، افغانستان ««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««« اسدالله غضنفر ( په شګوکې چينه پروګرام ) ٢١ اپريل ٢٠٠٦ واقعي شاعران ترډېره حده له کتابونو نه ،بلکې له خپل ژوند اوچاپېريال الهام اخلي.د ښاغلي بشيرګواښ په قابوټولوشعرونوکې د ده خپلې تجربې ، د ده د خپل ژونداو چاپېريال عکسونه وينو. ژوند ته چې څومره کاميابۍ مانا ورکوي ،ناکامي يې هم ورکولى شي ،بشيرګواښ ته چې د مور مړينې کوم درد وربخښلى دى،له هغه درده، ده هنر جوړ کړى. ((ډيوې بلې کړم)) همدغه هنر دى. عزت الله ځواب- ننګرهار زه د ګواښ د پخوانۍ شاعرۍ سره هم اشنا يم او اوسنۍ مې هم په يو ځل وليده، د ګواښ په پخوانيو غزلو يو ( سيورى ) خور و او د مينې د لمبو تپ ته يې لاسونه تاوده شوي ؤ؛ خو اوس پکې د مور د مينې او عاطفې خواږه او د هغې د بېلتون درد ډېر زورور دى، چې په ګواښ يې رڼا ورځ توره شپه کړې. لږ خو څه و وايه خپه يې، ولې چپ غوندې يې دا رڼا ورځ به په مسا شپه شي چې خبرې نه کړې. ثنا ونود سِنګ، نوى ډهلي، هند که غواړۍداسې يو البم وگورۍ چې په يوځاى پکې د غم،درد،خفګان، ناهيلۍ،زغم،مينې اوخوښۍ انځورونه په ډيرهنري توګه ايښودل شوې او ځاى پرځاى شوې وي، د بشير (ستا ياد ، زما ملګرى) وګورئ. دا همدغسې يو البم دى. زه بشير ته د هغه د دغه نيم بيت په اورولو سره زيرى ورکوم چې: ((ستا د غزل هره مصرعه په زړه کې لاره کوي)) نذير احمد نذير، کابل دګواښ په شعرونو مې رخه راځي، کاشکې زما واى او ((ډيوې بلې کړم)) نظم چې مورته يې ليکلى دى، ما ژړوي. که همدا يو نظم يې تر ما رارسيدلى واى، هم ما به ويل چې ګواښ زما د خوښې شاعر دى. نو دده په خپله خبره: يو هنرمند د شپې کوي د چا د هجر کيسې هرې سندرې ته يې نام خدا، وايمه زه ملالۍ خلجي، کابل د خپلو ګرانو د جدايئ، د بې وفايئ، د ټولنې د بې انصافۍ،د افغانانو بدبختۍ، يا د دوستانو يادونه او هم داسې نور حالات ديو چا د سپيڅلي شاعر جوړيدو سبب کيدای سي خو نه د شاعر جوړيدو. هر څوک شاعر نه وي خوزما په نظر هر پښتون، شاعر او هره پښتنه، شاعره ده، هغه صرف و يو څه ځلا ته اړه لري . په دې وجه زما په خيال بشيريو طبيعي شاعر دی او دده دژوند د حالاتو له وجې بشيرپه ډېره ساده او اسانه ژبه نژدې هره هغه موضوع په پام کې نيولې ده چې يو حساس څوک يی فکر کولای سي. د هغه شاعري يوازې د ځوانانو نه ده ولې چې هغه ډېر ژورفکرکړی او په ښه توګه يې خپل فکر په خپلو شعرونو کی انځور کړى دى. ډاکټرمنقادالرحمن رودوال،کابل _ ( په شګوکې چينه پروګرام ) ٢١ اپريل ٢٠٠٦ دبشيرګواښ شعرونه رواني لري. دى هېڅ درانده کليمات نه کاروي او په شعرکې ېي نه لري. که لري يې ډېرکم يې لري. بل شى چې د ده په شعرکې دى هغه د متضادو کليمو تړون دى. زه دې په خپل يادپسې تړلى يم ته دژوندله قېد ازاده شوې يې د بشيرګواښ په شعرونوکې عيني انځورونه هم ډېر زيات دي اوکمال ېي په دې کې دى چې دغه ټول انځورونه د ټولنې سره تړلي دي . ولي محمد کنډيوال _جلالکوټ که رښتيا ووايم او ښه په ډاګه يې ووايم نو ډاکټر بشيراحمد گواښ او شاعري يې يو له بل سره هېڅ اړخ نه لګوي،او دا ځکه چې ، د ډاکټر ګواښ د شعر ژبه دومره روانه ده چې د لوستونکي د عقل غاښونو ته هېڅ ضرر نه رسوي خو، پخپله بشيراحمد ګواښ بيا د همدې غاښونو ويستلو ډاکټر دى. عطامحمد((هيله من)) ، جلالکوټ که څه هم ګواښ دا ډېر کلونه د يو کليوال ژوند پر ځاى ښه ښاري ژوند لري او دغه ښاري ژوند لږ، ډېر دده پر ژبه تاثيرکړى مګر دده د قلم ژبه اوس هم هماغه ساده او روانه کليواله ژبه ده . دى د هماغه کليوال ژوند چاپيريال په خپل شعرکې را اخلي چې دده وينا ته يې خوند اورنګ وربښلى دى. يوه بله ځانګړنه چې د بشير شاعري يې لري هغه د لوړ خيال او ښه فکر تر څنګ په شعر کې د نويو او ښکلو ترکيبونو کارول دي.د بشيرد ((کېنسر))په نامه شعر ولولئ، د درد،مينې،خيال،عاطفې اوخلوص يوه ځانګړې تابلو تشکيلوي. انارکلي هنريار، کابل کله چې د بشير ګواښ په شان شعرونه لولم او يا هم د نورو هيوادوالو شعرونه مې له نظره تېريږي، زړه مې غواړي چې کاش زه هم شاعره واى، خو پوهيږم چې له دې وړتيا څخه بې برخې يم. دا د خداى يوه ځانگړې ورکړه ده چې خپلو ځانګړو بندګانو ته يې په نصيب کړي. زمونږ د ځوان شاعر بشير ګواښ شاعري او وړتيا د ستايلوده. کله مې چې د هغه شعرونه ولوستل، ډېر لوړ وو، هغه د اغيزمن کار په توګه خپل شعرونه خپلې ارواښادې مور ته ډالۍ کړى.د بشير ګواښ څخه چې د ټولنې زياتې بدبختۍ يې په شعر کې رانغاړلي دي، هيله لرم چې دغه هڅې ته دوام ورکړي. ډاکټر بشيراحمد پرهر، جلالکوټ شعرديو قوي مستنطق په څېر د شاعر د باطن ټولې خبرې راسپړي خو ځينې شاعران په دغه خبرو او مسئلو څه نا څه پرده غوړوي او اصلي موخه ترې د لږ سوچ وروسته ترلاسه کېږي خو د بشير گواښ شاعري انسان سوچ کولو ته نه اړ کوي بلکې د زړه ډېرې خبرې داسې بيانوي چې هرسړى پرې پوهېږي عتيق الله ناز ،کونړ بشيرګواښ يوداسې شاعر دى چې مينه کوي خو د مينې لپاره دکور،کلي ، مالت له رواجونواو د پلار، نيکه له نوم څخه نه شي تېرېدلى ، هغه ځينې وخت دومره زړور شي چې د مينې د بقا لپاره خپل ژوند قربانولى شي خوځينې وخت دومره ډارن شي چې کلونه ،کلونه دکلي تش په نامه رواجونوڅخه ځان نه شي خلاصولي. دبشيرګواښ شاعري په واقعيتونو ولاړه ده. هغه داسې مسايل رانغاړي چې زمونږ په ورځني ژوندکې له موږ سره مل روان دي اوهمدغه لامل دى چې شعر يې په زړونو ننوځي. ژوند د ناخوالواو کړاوونو لومړى نوم دى. هره يوه لحظه يې د مرگ په شان درانده غمونه د ځان سره لري اوکه په دغه ستونزمن يون کې مرګ يا کوم ورته زورور در څخه ډېر خوږ ملګرى واخلي بياخو انسان داسې زرې زرې شي چې راټوليدل يې عمرونه اخلي. ما د ژوند د ناخوالو څخه د پټيدلو لپاره ډېرو شيانو ته پنا ويوړه. د خپل زړه درد ته د شا کولولپاره د خلکو منځته ننوتم، د ټوکو ټکالو په کولو او اورېدلو سره مې کوښښ وکړ چې په وجود کې پټ درد مې ښکاره نه شي او خپله څېره راته ونه ښايي خو نه پوهيږم ولې هر ځل ناکامه پاتې شوم.د سکون په لټه مې ځان له خلکو هم ګوښه کړ خو درد لکه د بدن د پوستکي راسره وو او تراوسه يې لا يوازې کړى نه يم. خير....! کله مې چې د خپل ځان په لټه پسې چيغې کړې او چې له ښه ډېر لټون وروسته مې هم نه دى موندلى نو د ماشوم په څېر مې پښې پر زمکه ټکولي او ښې ډېرې کړيکې مې وهلې دي.... همدغه کړيکې په دې کتاب ګوټي کې راغونډې دي. کله چې کوم مهربانه راته لاس راکړى او زما اوښکې يې پرې ايښي دي چې پر اوږه يې وبهيږي...همدغه خلوص مې په تورو کې رانغښتى دى. کله هم چې د چا په زنگون د خوب ارمان مې ارمان پاتې شوى.... کله هم چې د ماښام تيارو ته يوازې شوى يم... کله هم چې د کلي دسيند پر غاړه مې څوک ياد کړې دي... کله مې هم چې د ښار په گڼه گوڼه کې يوازيتوب احساس کړى دى... کله هم چې دردر له حده زيات شوى دى... کله هم چې يارانو پرېښى يم، له دې نړۍ ناهيلى شوى يم اود شور څخه د پټيدلو لپاره مې ديوې ناشوني هيلې د پوره کېدلو په موخه د مور په غېږ کې پنا غوښتې ده......،په زړه کې مې يو څه تېرشوې دي اوپر کاغذ مې ليکلي دي، همدغه د زړه خبرې، دادى ستاسې پر وړاندې دي. زه په دې باور يم چې شعر دلوستلو، اورولو او پوهيدلو خبرې نه دي بلکې د حس کولو دى. هيله ده چې تاسې هم ((ستا ياد ، زما ملګرى)) د لوستلو پرځاى ، حس کړئ. مينه او مننه ، ستاسې بشير ګواښ ( بابک) بوسټن، امريکا «««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««« õõõ ژوند ختميدونکى، ژوند ته پاى موجود دى õõ ماشوم خيال به مې تڼاکې پښې راشي õõõ زه ځان کې دېره يمه، زه په زړه کې اوسمه õõõ يو هنرمندد شپې کوي دچا دهجر کيسې :د زړه خبرې
له دې معلومه شوه چې خداى موجود دى
زما د مور د ياد له نوره ډک دى
زما سينه کې داسې ځاى موجود دى
په (خونخوارو لارو) ځمه نه ويريږم
ستا ياد زما ملګرى دى، مورجانې
تا چې پرېښودمه لاړې،دغه غم
له هغه وخته راغلى دى مورجانې
ستا لټون پسې وتلى دى، مورجانې
اوس د خلکو مخ کې تا پسې نه ژاړي
اوس دا ستا بشير غټ شوى دى، مورجانې
زه بلا يوازې يم، زه په زه کې اوسمه
خاورې يم د حسن، د ښکلا کوڅو کې خور يمه
بيا هم بختور يمه، ديار په پله کې اوسمه
ستا د زړه درزا کې انعکاس د مينې وينمه
ځان په کې بيا بيا اورمه، داسې غره کې اوسمه
اوښکه يم د سترګو په درشل باندې ولاړه يم
زه لکه سوالګر ماشوم، تل په زړه کې اوسمه
هرې سندرې ته يې، نام خدا، وايمه زه
منم يولفظ يې هم زما، پر گټه نه دى خو بس
بيا هم خبرې ته يې، نام خدا وايمه زه
دپير کيسه کې نه يم، نه يمه قايل دزيارت
خو منجورې ته يې، نام خدا،وايمه زه
دگواښ له غم نه هم بلا غمونه زړه کې ساتي
ځکه ملگرې ته يې، نام خدا، وايمه زه