يو څوک په خوب کې راشي راته غاړه راکوي
تحفه کې راله زړه او مينه دواړه راکوي
ترې غواړم به باران شېبې دوصل ښکلى يار
قبول به زما سوال شي خداى به واړه راکوي
له سر نه تر پښو پورې سرود شمه سرور شم
چې خوله راته جانان دسيند په غاړه راکوي
اشنا رانه زړه اخلي خو پريږدي راته غمونه
بدل کې دابادې راله شاړه راکوي
منمه نابلد يم دسپوږمۍ سره ملگرو
خو ښکلى مخ ديار يې راله ژباړه راکوي
يادښت :
دوستانو! هيله ده چې (مور) ویبلاګ ته په راتګ سره په دې بلاګ کې لږ نور هم تم شئ او که وخت لرئ پکې ټولې خپرې شوي ليکنې، شعرونو او انځورونه وګورئ او خپل نظر ورکړئ .
مننه
بشير ګواښ