يادښت:دپژواک خبري اژانس دا دردوونکی خبر محترم ورور فريد تنها په مور بلاګ کې د تبصرو په برخه کې اچولی وو. زه يې د لوستونکو د معلوماتو لپاره دلته خپر وم.
مننه - بشير ګواښ
. د غويي ٢٣مه ، پژواک خبري اژانس
په پروان کې تېره ورځ يو تن له دې امله چې اولادونو ته يې د نفقې د پيدا کولو توان نه درلود، خپل دوه زامن يوې بلې کورنۍ ته ورکړل.
د بشير احمد په نوم ياد شوى پلار چې د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د آشابې د کلي اوسېدونکى دى وايي: (( تېره ورځ مې د پروان د بګرام ولسوالۍ د قلعه نو په جامع جومات کې د خپلې بې وسۍ اعلان وکړ او وروسته د عبدالرزاق په نوم يو تن حاضر شو چې دوه زامن مې واخلي او سر پرستي يې وکړي. ))
هغه وويل چې بګرام ته له خلکو څخه د کمک غوښتلو په موخه تللى و او له عبدالرزاق سره يې تر دې مخکې پېژندګلوي نه لرله .د ده په وينا، د نصير احمد په نوم ١٢ کلن او د جان احمد په نوم ١٣ کلن زوى يې له هماغه جومات څخه عبدالرزاق خپل کور ته بوتلل .
دى وايي چې ددې ماشومانو مور چې دا مهال د ناروغۍ له امله د پروان په روغتون کې بستر ده د دوى اقتصادي ستونزو ته په کتو دده له دې اقدام سره مخالفت نه کوي خو د خپلو اولادونو د بېلتون له امله سخته ژاړي. د ده په وينا، دا اسانه خبره نه ده خو فقر او اقتصادي ستونزو دى او د ژوند ملګرې يې دې ته اړ کړل چې خپل ګرانه اولادونه بل چا ته ورکړي.
هغه چې د ١٢ اولادونو پلار دى او سواد نلري ، وايي : (( مزدوري کوم ، په مزدورۍ چې هغه هم کله وي او کله نه سخته ده چې ١٤ کسيز فاميل ته ډوډۍ پيدا کړم، اوس خوشاله يم چې دا دوه اولادونه مې وژغورل شول . ))
نوموړى وايي په اولادونو کې يې مشره لور ده چې ١٥ کاله عمر لري .
عبدالرزاق چې د بګرام د قلعه نو اوسېدونکى دى وايي: (( کله چې دې سړي په جومات کې اعلان وکړ ، سخت زړه مې پرې وسوځېد او دې کار ته تيار شوم چې دهغه دوه زامن له ځان سره بوزم او سرپرستي يې وکړم. ))
نوموړي د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس نصيراحمد او جان احمد له دوى کره دي او هغوى يې خوشاله ساتلي دي. دى وايي چې دخپل اولاد په څېر به ددې ماشومانو سمه پالنه او سرپرستي کوي او له دې کار څخه يې موخه يوازې د الله جل جلاله خوښي او رضا ده .
د سيمې يوتن اوسېدونکى محمدملک چې عبدالرزاق ته د يادو شويو دوو ماشومانو د ورکړې پر مهال په جومات کې و ، وويل : (( دا ډېر سخت کار دى چې څوک خپل اولادونه چا ته ورکوي خو فقر او مجبوريت سړى داسې کارونو ته اړ اېستلى شي. ))
د هغه په وينا، کېداى شي په هېواد کې ډېر کسان له داسې ستونزو سره مخ وي .
د تېر کال په سلواغې مياشت کې د کندوز په ولايت کې هم يوې ښځې چې مېړه يې ناروغ و او داهم په پښو شله وه خپله څلور مياشتنۍ لور د سختو اقتصادي ستونزو او سختې يخنۍ له امله په ٥٠٠ افغانۍ و پلورله .