په مزارشریف کې د روضی مبارکې په شاوخوا سیمی کې یو په زړه پوری کاروبار روان دی. که چیرته يوڅوک وغواړی فال يی ولیدل شي او یا راتلونکې یې روښانه شي، نو فال لیدونکی اویا د یارۍ ټینګوونکي مرستې ته لیوال دي.
په دې ډ لې کې یو شمیرملایان شامل دي، چې د مذهبی لاروچارو له لارې خپله درملنه کوي. یوشمیرنور يې ادعا کوي، چې د درملنی په دودیزو لاروچاروپوهیږي او د پلرونواو نیکونو څخه ورته دا کار پاتې دی. يوه بله ډله يي د ورغوو یا فال د لیدلو له لارې د خلکود بخت وړاندوینه کوي. د مینانو، رواني سلاکارانو او نورو درمل کوونکوو د کوچنۍ ډلې لپاره پروانه کوي، ستونزه ډیره لویه وي یا ډیره کوچنۍ، چې د مزارشریف په مشهورې سیمې کې یې د یوې مړي ډوډۍ د پیداکولو لپاره راټول شوي اود خلکو اندیښنی کموي.
د عبداللطیف په نوم ۲۸ کلن یومشتري وويل: ”له دریوکلونوراهسي په یوې نجلۍ مین شوی یم. زه له هغې سره د زړه له کومي مینه لرم، خود هغې نه خوښیږم. یوه میاشت دمخه مې دلته له یوملاڅخه تعویذ اخیستی دی.
تعویذ د کاغذ یوه ټوټه ده، چې یوڅو آیتونه یا یوڅوشمیرې اویا یوڅونجومي نښې ورباندې کښل شوې وي. مشتري هغه تعویذ په درې رنګه ټوټوکې تاووي. بیا يې په لاس باندې تړي یا يې د عبداللطیف په څیر مینان يه یوځانګړي ځای کې ښخوي.عبداللطیف وویل: ”ما تعویذ د هغې نجلۍ د کور تر دروازی لاندې ښخ کړ. هر ځلې چې پرې پښه ږدي نومینه به يې راسره زیاتیږي. په یوې یا دوې میاشتو کې به ورسره واده وکړم.”
که کاريی وشو، خو، ښه. هغه د سحر په دې تعویذ باندې نژدې دیرش زره افغانۍ لګولي دي، چې په دې توګه ښايی د واده لپاره نورو پیسو ته اړتیا پیدا کړي.
په افغانستان کې د تعویذ لیکلو دود څوسوه کلونه مخینه لري. یوشمیرخلک وایي، چې دا کار د لوی الکساندرله زمانې پیل شوی دی، چې له ځان سره يې سیمې ته له میلاد دمخه څلور پیړۍ زاړه بهرني دودونه راوړل.په افغانستان کې د زیاتو جګرو په بهیرکې د تعویذ او دم او دوا کاروبار وغوړید. هغه د طالبانو پرمهال له یوې لنډې مودې ځنډ وروسته یو ځل بیا رامنځته شو. آن د لوړو زده کړو والا خلک په فالبینانو باندې خپل فالونه ګوري.
د حضرت علي کرم الله وجهه د مبارکې روضې متولیان له دې عقیدوسره په ټنیګه مخالف دي او کله ناکله هڅه کوي ترڅو د فالبینانو دا ډلې د روضې له ګاونډ څخه وشړي. د سږکال په پیل کې دا کار وشو او هغوی له هغه ځایه څخه وشړل شول، خوددې رپوټ لیکوال وایي، چې هغوی اوس بیرته راغلې دي.د روضې مبارکې شاوخواته، چې یو لوی جومات په کې واقع او پراخه سیمه يې نیولي ده، فالبینان او دمګري تر ونولاندې ناست دي. هغوی په غالیوناست، بالښتونه يی خواوشا ته ایښی او زیات شمیرکتابونه او د خپل کار وسایل يی په مخ کې پراته دي. هغوی په دې توګه د مشتریانو پام ځانته را اړوي.
یوشمیر يي د لاسونو د ورغوو (فال لیدلو) او نورو جادویي حیواناتو عکسونه په مخ کې ايښی دي. نور يې بیا لوحې لري او په تختو باندې یې د خپل هنر او مهارت نومونه لیکلي دي، لکه: “خپل عایدات زیات کړۍ.” (جادو رد کړۍ) اویا (د ناروغۍ درملنه وکړۍ). ددې ترڅنګ یوشمیر نور يي د ګرځنده لوډسپیکرونو له لارې نارې سورې وهي او د نور فالبینانو د کم ښوولولپاره یو تر بله سیالي کوي.
د ملا ایوب نظر، شاوخوا ته ډیرخلک ولاړدي. د هغه اته کلن زوی يې ترڅنګ ناست دی او لوډسپیکر يې په لاس کې نیولی دی.دري څلویښت کلن ملانظرخپل نیمایي عمر د تعویذونو په لیکلو تیرکړی دی. هغه آی ډبلیوپی آرته وویل: ”خلک ډیرې اړتیاوې او ډیرې ستونزې لري. له دې امله يې دا کاروبار پیل کړی دی. زه غواړم خپلوخلکو ته خدمت وکړم.” نظر په ساخت لیکلو کې خورا مهارت لري او دا کار په بیلابیلو لارو کوي. ځینې يې په اوبو کې حلیږی او وروسته يې ناروغ څښي. یوشمیر يې سوځول کیږي او لوګی یې تنفس کیږي. د بد نظر تعویذونه هم لیکي او خلک یې په غاړو کې اچوي.
هغه په ډاډ وویل: ”خلک زما په کار باورلري. ماچې کومو خلکوته تعویذونه ورکړي، سل په سلوکې یې ورسره مرسته کړې.”
هغه وویل، هغه شمیرخلکو، چې بیلابیل درمل خوړلي اوګټه یي ورته نه ده کړې، ما ته راځي.هغه وویل: ”زه آن د ډیرو سختو ناروغیو درملنه کولای شم. عادي ناروغیو ته یو ساخت بس دی. ما د داسې ناروغانودرملنه کړې، چې د هندوستان ترټولو ښو روغتونو ته تللي او درمل یې نه دي شوي.”
یودیرش کلن سید کاتب په مخ باندې غټه دانه راختلې او هغه ته د درملنې لپاره راغلی دی.هغه آی ډبليوپی آرته وويل: ”زه جلدي ناروغي لرم. زه ډاکترانو ته تللی یم، خو مرسته یې راسره ونه کړای شوه. ماله ملاڅخه یو ساخت واخیست او اوس ښه شوی یم. له یوې اوونۍ راهیسې مې په درملوپیل کړی دی. زه ساخت په اوبوکې اچوم اوپرې لامبم. یوبل ساخت یې هم راکړی چې په کورکې مې ښخ کړی دی.
نظرد خپل کارپه وړاندې له شلوڅخه ترپنځوسووافغانیو پورې اخلي. هغه وویل: ”ځینې کارونه زیات وخت نیسی. له دی امله ګران لويږي.”
ښځې او نجونې په ځانګرې توګه د تعویذونو اوساختونو لیوال دي او له ملانظرڅخه د راتاوو شوو خلکو په ډلې کې زیاتره ښځې دي. شپږدیرش کلنه زلیخا له خپلی کوچنۍ خورسره هغه ته راغلې، چې واده وکړي. زلیخا خپلې خور ته ګوته ونیوه او ویی ویل: ”د هغې بخت تړل شوی دی.” زلیخا د ملاپه مرستې ډاډمنه وه ، ویې ویل: ”زموږ یو ګاونډۍ جلۍ دلته راغلې وه او یوساخت یی اخیستی و. وروسته ژر واده شوه. زما د خور بخت به هم پرانستیل شې.”هغې د خپل یوکلن زوی لپاره یو تعويذ واخیست، چې تل کوکارې وهي او نه ويده کيږي.
شمسيه یوه بله زړه ښځه ده او په بوقره کې ملا ته راغلې. هغې ته ډېر سخت ډار پيدا شوی دی. هغې وویل: ”زه ټوله شپه ډارېږم. د ورځې له هر شي څخه ډارېږم او نژدې دی چې عقل مې له لاسه ورکړم.” یو ګاونډي هغې ته د ملا پته ورکړې او اوس دلته په ډېره هیله راغلې ده. هغې وویل: ”بل به چېرته لاړه شم. دلته د یو تعویذ لپاره راغلې یم او که خدای کول هغه به راسره مرسته وکړای شي.”
نظر ته خپل مسلک او دنده ګرانه ده. هغه غواړي دا کار خپلې کورنۍ ته ولیږدوي. هغه وویل: ”زه به هیڅکله دا کار پرې نږدم. هغه به خپلو زامنو ته ورسوم.”
د روضې مبارکې خوا وشا کې زیات شمېر تعویذ لیکونکي او د دم او دوا ورکولو خلک راغونډ شوي دي. حنیف، چې له ملانظر څخه وړاندې ناست دی د خلکو ورغوي او فالونه ګوري او خلکو ته د خپل کار د علمي بنسټ په اړه خبرې کوي.هغه وویل: ”موږ ورغوي اندازه کوو. هغه د ریاضیاتو له مخې په دقیقه توګه سر ته رسیږي. د هر چا بخت د هغوی په ورغوي کې کښل شوی دی. هیڅکله دوه لاسونه یو راز نه وي. موږ خلکو ته د هغوی بخت وایو او په دې توګه هغوی له ستونزو څخه ځانونه خلاصولای شي.”
حنیف د فال په لیدو له خلکو څخه سل افغانۍ اخلي، چې د ځایي بازار له مخې یو څه ګران دي. هغه په ټینګار وویل: ”هغوی زما د لارښوونو له مخې په سلګونه زره افغانۍ موندلای شي. هغوی آن له مرګ څخه ځانونه ژغورلای شي.”
یو ځوان چې حنیف ورته فال او ورغوی لېدلی و، د حنیف د خبرو پخلی وکړ. نوموړی ۲۱ کلن ځوان، حیات الله وويل: ”زه د دروغو ویلو ته اړتیا نه لرم. هغه څه چې هغه زما د تېر ژوند په هکله وویل، هغه رښتیا و. هیله من یم زما د راتلونکي ژوند په هکله به د هغه وینا هم سمه وخیژی. هغه ماته وویل، چې ژوند مې دوه ځلې له (خَطر) څخه بچ شوی دی. دا بیخي سمه وه اوس هغه راته وویل، چې زه به د خپلې خوښې له نجلۍ سره واده وکړم. هیله ده د هغه خبره رښتيا وخیژي.”
دا د ملایانو د دم او دوا ورکوونکو تر منځ د سیالۍ ښه لاره ده، چې د روضې مبارکې خواوشا ته راټول شوي دي. شاه محمد چې د توتانو د ونې تر یوې لويې څانګې لاندې ناست دی او رنګارنګ کتابونه او قلمونه يې په مخ کې ایښی دي، وایي: ”زه د ناروغیو د درملنې لپاره د قرآن له ایتونو څخه کار اخلم. دا روا کار دی او شرعي جواز لري. دا نور ټول ناسم دي.”دري پنځوس کلن شاه محمد د خپلې درملنې لپاره رنګارنګ لارې چارې کاروي. هغه وویل: ”د مینې په اړوند آیتونه باید په سره رنګ باندې ولیکل شي. د پیسو هغه په تور رنګ، زده کړه په آبي رنګ او د ناروغۍ درملنې هغه باید په شین رنګ ولیکل شي.”
د درملنې اغېزمنتوب د ناروغ په عقېدې پورې اړه لري.شاه محمد وویل: ”موږ خپل کار کوو. که څوک په موږ سمه عقېده ولري او په قرآن شک ونه کړي، نو خدای (ج) له هغه سره مرسته وکړي.”نصرالله د حضرت علي کرم الله وجهه روضې ته له هغه مهال وروسته راغلی دی، چې پوه شو، د کولمو تومور لري. هغه وویل: ”زه هند ته لاړم. هلته یي څه مرسته راسره ونه کړای شوه. له دریو میاشتو راهیسي مې تعویذ اخیستی او اوس له یوې ورځې نه بلې ته ښه کیږم.”
دیني عالمان د غیب ویلو او په دې راز درملنې باندې باور نه لري. یو دیني عالم، مولوي محمد قاسم وویل، ددې مفکورو خاوندان د انسان له کمزورتیا ګټه پورته کوي. په عین وخت کې هغه وویل، که چېرته قرآني ایتونه په سم ډول وکارول شي نو د ناروغۍ په منځه وړلو کې مرسته کولای شي. هغه وویل: ”که موږ قرآني آیتونه د ناروغتیا د کمولو لپاره په صداقت او رښتینولۍ وکاروو، نه د پیسو د غولولو لپاره، نو ښه ده. قرآن د ټولو ناروغیو درمل دی.”خو مولوي قاسم په ټینګار وویل، دا کار باید هغه چاته پریښودل شي، چې پرې پوهیږی. هغه وویل: ”د تعویذ لیکل باید هغه څوک وکړي، چې متقي، پرهیزګار او په اسلامي اصولو پوه وي. نور عملونه، لکه د یوچا د بخت اړول، له شیطاني ارواګانو څخه ځان خلاصول او نورې داسې عقیدې رښتیا نه دي. که څوک په دې باندې عقیده ولري، نو په اسلام باندې نه پوهیږی او د خلکو له ناپوهۍ او کمزورتیا ګټه اخلي.”
د طب د مسلک یو شمېر خاوندان د دم او دوا په اړه مثبت او منفي احساس لري. دوکتور نور علم شېرزي آې ډبلیو پي آر ته وویل، سره له دې چې زیاتو ناروغانو ته دم او دوا دومره ګټه نه رسوي، خو بیا هم یو څه رواني مرسته ورسره کولای شي. هغه آې ډبلیو پي آر ته وویل: ”ذهني ګډوډي به زیانو پرمختللو هېوادونو کې په بېلابېلو میتودونو او لارو چارو، لکه دیالوګ، ډله ییز ورکشاپونه، سلا مشورو او سایکوتیراپۍ له لارې درمل کیږي. له بده مرغه په افغانستان کې ددغه درملنې امکانات نه شته. که کله څوک په رواني ناروغۍ اخته شي، نو تعویذ ته پنا وړي. له زیات دم او دوا وروسته ښایي یوملا د هغه د رواني ناروغیو درملنه وکړای شي. دا کار د سایکوتیراپۍ یو ډول دی.”
هغه خلک چې پخه عقیده لري، له فالبین پرته نور څوک نه مني. د ذلیخا په نوم یوې بلې ښځې چې خپل څلور زامن هره میاشت د دم لپاره ملا ته روالي، په دې کار ټینګار کوي. هغې وویل: ”تعویذونه له نسخو ښه دي. ډاکټران نسخې لیکي. هغه هیڅ ګټه نه لري. یو زوی مې تل ژړل. هغه مې څو څو ځلې ډاکټر ته یوړ. له هغه وروسته مې ورته تعویذ وکړ. اوس بیخي ښه شوی دی.”هغې په پای کې وویل: ”که مثبته نتیجه تر لاسه کړو، پروا نه کوي. که ډاکټر وي یا بل څوک. څوک چې نه پوهیږي هرڅه فکر چې کوي، کوي دې.”