ژيړه غوا

سترګې مې توريږي بيا

ژيړه غوا لنګيږي بيا

ماته خوسكۍ راوړي

ښكلې ګلالۍ راوړي

رابولم به همزولې

 دايره به وهي ټولې

 دوى ته په اورږه وركړم

 ښه تازه ، خواږه وركړم