شپږمه برخه:
درېيم څپرکى
د کابل د خپلواکۍ جشن
نن د جشن ورځ وه ، چې راغلي دعوتونه وو
مونږ ته يې راوړي څه چهاپ شوي کارډونه وو
ښکته د کړکۍ نه چې مې تلي نظرونه وو
لاندې په بازار کې راوتلي څه پوځونه وو
ر اغلله لار ۍ د وتو غږ راته رښتين وکه
نن مو د هوټل نه بهر سېر تر ماسپښين وکه
کېناستو لارۍ کې د چمن په لور روان شولو
لار لکه د ناوې وه سنګار ورته حيران شولو
مونږ په هغه وخت کې چې مخلوق ته نګران شولو
مونږ وې چې راپېښ جوړې د حشر په ميدان شولو
هلته مېلمنو لره ولاړې وې خېمې د خوند
هر شى تماشه و يو خوا بل خوا تماشې د خوند
يو خواته خېمې نظر راښکونکې سپين سپېڅلې وې
يا د استبداد په زړه پولۍ وې راختلې وې
بل خوا ته سرک د شاه سورلۍ چې پرې راغلې وې
مونږه د خېمې نه په ښه شان سره لېدلې وې
هېڅ نه شو ويلاى د کوربه په شکريه کې مونږ
ځاى يې کړلو ټول د شهزادګانو په خېمه کې مونږ
مخکې تېرېدل زمونږ ټولي ټولي پوځونه وو
کله به جنګي لارۍ وې، کله به ټېکونه وو
هم وکښلې تورې برېښېدونکې سنګينونه وو
بيا راغلې څه توپې چې تر غاړو يې ګلونه وو
ما ووى رښتين ته دا يې څنګه راويستلي دي؟
وې چې دا په جنګ د استقلال کې دړېدلي دي
دا دي هغه توپې چې په 'ټل' يې زړه تش کړى دى
هم يې په 'ډکه' کې فيرنګى په مخه کړى دى
اوس يې چې ګوله وه د افغان د فصل زړى دى
قام د پښتانه د دوى په زور غښتلى پړى دى
راغى شاه ظاهر بيا په مونږ کې په لوى شان سره
څه يې افسران هم کېنولي وو له ځان سره
فرش د خلقو سترګو په سرک کړلو سپرلۍ ته جوړ
زړونه کړل احساس د قوميت د خوشحالۍ ته جوړ
واړه نظرونه په جلب کې شو سيالۍ ته جوړ
وخت په تېرېدو کاوه ستم وه پامالۍ ته جوړ
چيېر يو خوابل خوا شو لاسونه خلکو ټک وهل
زړه د دښمنانو د حسد په بټ کې پړک وهل
خوښ د پښتون خداى زده چې تهذيب د فرنګ ولې دى؟
خداى زده چې د مړې شمې له پاسه پتنګ ولې دى؟
جنګ دى د بقا خو په پردۍ توره ننګ ولې دى؟
شته دى خپله توره خو راغلى پرې زنګ ولې دى؟
مونږ مسلمانان يو په تکبير مو زړونه ښاد پکار
شاه ته د اسلام مخاطبه په 'زنده باد' پکار
مونږه چې تهذيب هم د اسلام هم د پښتون لرو
حيف دى، چې بيا مونږ د مغربي تهذيب جنون لرو
مونږ د اسلامي تهذيب چې ځان ته پوهنتون لرو
مونږ همه جهان لره طاقت د زړه راښکون لرو
مونږ بغېر له سوټه او بوټ له هېټه پايدلاى شو
هم د ږيرې برېتو سره وړاندې لار کولاى شو
نه به کموي د پښتونوالې جامه شان زمونږ
نه په ترقۍ کې د بنديز کېږي ګومان زمونږ
نشته ږيره شته خو وي موچۍ په زنخدان زمونږ
برېت نشته که وي د پوزې لاندې دوه مچان زمونږ
حيف چې ږيره برېت د ترقۍ د لارۍ سد ګڼو
حيف دى، چې اسلام ښه ګڼي او مونږ يې بد ګڼو
رنګ د امتياز د يو او بل نه په هر قام کې وي
ځکه غيريت د هر انسان په هر يو نام کې وي
فرق د مختلفو زبانو په هر يو قام کې وي
فرق په رنګ د ګلو کې په خاصو کې په عام کې وي
خپل رنګ چې بدل که هغه ولې به خجل نه شي
مار وګوره لرې کاندې پوست رنګ يې بدل نشي
راغى په دې وخت کې يو افسر په مونږ ګذر وکړو
تېر شو په همه وو بيا په ما يې کلکه نظر وکرو
لاس يې زما مټ ته کړلو بيا يې شورو شر وکړو
سترګو يې باران له ډېره قهره د شرر وکړو
وى قبايلي او په خېمه د شهزادګانو کې
کار د عامي څه دى په دې غونډه د خاصانو کې
ګرم نه و افسر ځکه پګړۍ چې وه په سر زما
وه خو د خليق هم خو په څټ کې و څادر زما
کوټ و خو افسوس چې بې پتلونه وې دبر زما
برېت و خو افسوس نه و په ډول د مچ وزر زما
خلاص يې له هغه کړم په رښتين د رب کرم وشه
دى چې تخييل يې هم همداسې جام د جم وشه
بيا مو حاضري د شاه نادر په هديره وکړه
هلته مو د لوى شهيد په حق کې فاتحه وکړه
روح وته يې ما په تصور مخاطبه وکړه
څه مخاطبه وه ورته ما يوه ګيله وکړه
روح دې يو سبب دى نن سباد پښتنو د ژوند
ولې دې رګونه پرېوتلي د پښتو د ژوند؟
نور بيا....