زموږ ادب بې اولسه دى
ادب هم د اقتصاد، سياست او... غوندې د ټولنې په سمون او پرمختګ کې لاس لري او ځينې ادبپوهان يې په اړه وايي؛ ''ادب د بشري ژوند هېنداره ده. د ادب موخه د ټولنې سم سمکى دى''؛ که خبره همدا وي؛ نو بيا پښتو ادب پښتانه اولس ته ولې لاره نه ده کړې؟ په دې ليکنه کې پرهمدې موضوع غږېږو. زموږ خبرې او موضوع يوازې پر ليکلي پښتو ادب څرخي؛ ځکه د پښتو اولسي ادب او پښتنو ترمنځ دومره واټن نشته، چې نغوته ورته وشي.
نن سبا الحمد لله پښتو ادب مخ په لوړه دى او په هر ځاى کې ادبي غونډې او ټولنې جوړېږي؛ خو ايا له دغو ادبي هلوځلو سره اولسي ملاتړ هم مل دى؟ د يوه ځيرک او لوستي سړي ځواب ښايي ''نه'' وي؛ ځکه زموږ د اولس ډېرى وګړي نالوستي دي او ليکلى ادب يا نشي لوستى يا يې نه لولي او چې نه يې لولي؛ نو ښکاره ده، چې خبر به هم ترې نه وي او چې خبر ترې نه وي؛ نو د ادب د سمون او لارښوونې ونډه او اغېزه به هم کمه وي. پر دې سربېره موږ ځينې لوستي ښاغلي هم لرو، چې پښتو نشي لوستى او پلمه يې دا وي، چې زده کړې يې ټولې په اوردو، انګليسي يا پاړسو کړې، د دوى په وينا له پښتو سره ناواقفه دي. خير دا خو د سياستونو جبر دى، چې پښتانه يې له خپل تاريخ، ژبې او ادبه لېرې ساتلي او اوردو، انګليسي يا پارسي ته يې اړ کړي. د سياست يادونه وشوه، زموږ سياستونه هم خپل نه دي او سياست لا څه، چې د سياست، بلکې د پرمختګ، ادب او... بنسټ، اقتصاد هم زموږ خپل نه دى. زموږ اقتصادي شتمنۍ د نورو په ولکه کې دي او ګټې يې هم د نورو جيبونو ته ځي. زموږ سياست او اقتصاد نه يوازې دا چې زموږ نه دي، بلکې زموږ ضد دي. زموږ او زموږ د ژبې د ورکاوي لپاره ترې کار اخيستل کېږي او له دې لارې پښتانه له خپلې ژبې، ادب او تاريخ څخه لېرې ساتل کېږي.
زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما يې چې وي پلار، نيکه وژلي
زموږ واکمن سياستونه نه يوازې دا چې د پښتو د پرمختګ لپاره کار نه کوي، بلکې له ځورونې نيولې تر وژنې پورې د هغو پښتنو مخه هم نيسي، چې د پښتو حق غواړي.
دا څو خبرې مې ځکه وکړې، چې اقتصاد او سياست له ادب سره ډېرې ژورې اړيکې لري او که دا دواړه نه وي؛ نو زموږ ژبه دربار ته ننوتى نشي، نه مو ادب اولس ته لاره پيدا کولاى شي او نه نور د پښتو زده کړې ته اړ ايستى شو. موږ ته ښايي، چې سياسي او اقتصادي خپلواکي ولرو او په ګډه د راروانو ناورينونو مخه ونيسو. په دې توګه زموږ ادب هم پرمختګ کولاى شي، ځکه اولس به پسې ولاړ وي.
تر کومه ځايه، چې د ټولنې د سمون خبره ده؛ نو دا د ادب داسې يو تعريف دى، چې موږ پرې پخپله هم باور نلرو، ځکه زموږ ليکلى ادب اولس نه دى خپل کړى، زموږ انقلابي شاعرۍ او ليکنو پښتانه سکونډلي هومره نه دي. دا د ادب نيمګړتيا نه ده، دا د ناپوهۍ له لاسه موږ داسې در په در کډه په سر يو. د همدغې ناخبرۍ او ناپوهۍ له کبله موږ، د درېيمې نړۍ خلک د ادب د سمون خبره د سياسي لوبغاړو شعار بولو او هېڅ راز باور پرې نلرو، دا لاڅه، چې د مطبوعاتو او تبليغاتو په مټ د واک ترلاسى هم دروغ ګڼو. ادب که انقلابونه راوستي؛ نو په هغو هېوادونو کې، چې وګړي يې د کوتک او ټوپک پرځاى د ستونزو هوارى په خبرو کې ويني او د وينا په نزاکت پوهېږي. په داسې هېوادونو کې ادب لوى رول لوبوي، خلک د اديب په خوله عمل کوي، يوازې د خوند اخيستنې لپاره يې نه اوري، خو موږ پرته له دې چې يو ښه بيت ته ((واه واه)) ووايو، نورهېڅ نه کوو. موږ لا تراوسه له ادب نه د خوند مانا اخلو او په ټولينيزو ناخوالو يې ورګډ نه ګڼو. په اروپا کې پر ټولنه باندې تر ټولو اغېزمن څيز ادب ګاڼه شي. په انګلستان کې د لارډ بايرن مشهور نظم (چايلډ هير پلګر ميج)، چې چاپ شو؛ نو خلکو دومره خوښ کړ، چې په پنځو اونيو کې اووه ځل چاپ شو. د دې نظم په يوه ځاى کې فرانسې، روسيې او انګلستان ته پېغورنې ورکړل شوې وې، چې ولې يونان، چې د اروپايي فرهنګ او تمدن سرچينه ده، د ترکانو له مرييتوبه نه ژغوري. دې نظم په اروپا کې د يونان په پلوۍ او د ترکانو پرضد خلک دومره راوپارول،چې يونانيانو بغاوت وکړ او د اروپا ګډې جنګي بېړۍ ورسره مرسته وکړه او پر ١٨٧٢زيږدي يونان له ترکيې خپلواکي واخيسته. همدا لامل و،چې اروپايانو به د لارډبايرن انځورونه له ځان سره ساتل او وياړ به برې کاوه. دا لا څه، چې د هغه په څېر پوښاک به يې اغوسته او کوښښ به يې کاوه، چې د هغه په څېر شعر ووايي، د هغه غوندې وخاندي او ټولې ښې او بدې خواوې يې خپلې کړي. په اروپا کې د هنري اغېز داسې ډېرې بېلګې شته؛ خو په اسيا کې داسې کومه لويه او څرګنده بېلګه نه ليدل کېږي.
زموږ په پنځوس ميلونه نفوس کې يوازې څو کسان دي، چې پښتو ادب لولي، غونډې جوړوي او په غونډو کې ګډون کوي، تر دې ها خوا هېڅ نشت، که نه پښتانه به له دومره ټولنيزو بهرنيو او کورنيو ستونزو او ننګونو سره مخ نه وو. په نوره نړۍ کې ټول خلک، که هغه ډاکټر وي، که انجينر، که..... ادبي پنځونې لولي او د خوند ترڅنګ ترې پند هم اخلي؛ خو زموږ اولس بيا دومره لوستى نه دى، چې ادب وګوري او ځان پرې پوه کړي. پښتانه په يويشتمه پيړۍ کې هم شاعر ته ډم وايي او خپل بچي په ادبي غونډو کې له ګډونه ايساروي، ځکه ويرېږي، چې شاعر نشي.
موږ د ادب او اولس د تړښت لپاره سولې ته هم اړ يو، ځکه په ټولنه کې چې امن نه وي، پوهه هم نه وي او چې پوهه نه وي، نه ادب، نه ټولنه او نه ټولنيز شعور وده کولاى شي. له بده مرغه، پښتانه همدا اوس له دې ستونزې سره مخ دي. پښتني سيمې د نړۍ ناامنه او وروسته پاتې سيمې دي.
پښتو يوازې په ويلو نه کېږي، بلکې پښتو، پښتو غواړي. د پښتو د پرمختيا او پراختيا لارې بايد وپلټل شي، چې له نورو ژبو سره سيالي وکړاى شي. دغه سيالي که په نړيواله کچه نه وي، په سيمه ايزه کچه خو دې وي. موږ که خپله پښتو د نړيوالو ژبو په کتار کې ودرولاى نشو؛ نو له ګاونډو ژبو سره خو يې ښايي د سيالۍ جوګه کړو. دا هر څه د افرادو سرښندنې او د اولس ملاتړ غواړي؛ خو زموږ اولس خو له دې هرڅه ناخبره دى.
که غواړئ، چې ادب مو له اولسي خپلوۍ او ملاتړه برخمن شي؛ نو د دغو ربړو د هواري غمه وخورئ. په کليو او بانډو کې ادبي غونډې جوړې کړئ او خپل مشران او کشران دغو غونډو ته راوبلئ او له ټولو هغو ګواښونو يې خبر کړئ، چې پښتنو، پښتو ژبې او ادب ته په څو دي.