پنځمه برخه:

                                           په اسلام کې دڅښتن تصور

اسلام(د څښتن خوښې ته غاړه ايښودل) هم سامي مذهب دى، چې د پيروانو شمېر يې تر دولس سوو ميليونو اوړي. د مسلمانانو په عقيده، قرآن کريم د الله''ج'' کلام دى، چې پر محمد''ص'' باندې نازل شوى. اسلام وايي، چې الله''ج'' د بشر د پوهاوي، د څښتن له وحدانيت او په آخرت کې له کېدوني حساب څخه د هغوى د خبرتيا لپاره په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل پيغمبران رالېږلي.

اسلام د انبياوو په توګه پر تېرو پيغمبرانو؛ لکه، ادم، نوح، ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، موسىٰ، داود، يحيىٰ، عيسىٰ او...، باندې ايمان او د هغوى درناوى د عقيدې جز ګرځولى.

١- د څښتن تر ټولو غوره پېژند(تعريف):

د اسلام تر ټولو غوره پېژند د قرآن کريم په ١١٢سورة، اخلاص کې راغلى:

'' ورته ووايه، چې الله''ج'' يو دى، الله''ج'' هېچا ته اړ نه دى، (بلکې) ټول هغه ته اړ دي، نه له هغه څوک زوکړي دي او نه هغه له چا زيږېدلى او نه بېلګه لري''   (قرآن، ٤:١٢-١)

په دغه سورة کې ''الصمد'' څو ماناوې لري، چې بېخي دقيقه ژباړه يې ستونزمن کار دى؛ خو چې تر نورو يوڅه ورنږدې او دلته موخنه ده، هغه ''له هرې خوا بشپړ ذات'' مانا ده. دا ځانګړنه يواځې په الله''ج'' پورې اړوندېدلاى شي؛ ځکه نور ټول څيزونه مهالني او اړمن دي، يواځې الله''ج'' له هرې خوا بشپړ دى او هېچاته اړ نه دى.

٢- اخلاص سورة، د الهى پوهې محک:

د قرآن يوسل دولسم سورة، اخلاص ته د ديني علم محک وايي، ځکه د دې سورة په مټ د الهى ځانګړنو دروغژن مدعيان ځيرل کېږي او د دروغژنو خدايانو آره څېره بربنډوي.

٣- د انسان ډوله خدايانو په اړه د اسلام نظر:

هند ته د خدايانو هېواد ويل کېږي؛ ځکه په هند کې انسان ډوله خدايانو! ډېر دي. ''بابى'' او '' سادهوسنت''، چې ښايسته ډېر پيروان لري، د دې ځاى د پېژندګلوى لويې نښې دي؛ خو اسلام چې د توحيد دين دى، داسې خدايان په کلکه غندي. د  اسلام په رڼا کې پر همداسې يوه انسان ډوله خداى! غږېږو:

په هند کې د خپرو ''روحاني اصلاحپالو'' له ډلې يو هم اوشورجنيش و، چې پر ١٩٨١ کال امريکا ته لاړ او هلته يې د ''جنيش پوره'' په نوم يو ښارګوټى جوړ کړ. تر يوڅه وخت وروسته د خپلو ناسمو کړنو له کبله ونيول شو او بېرته له امريکا نه هند ته وشړل شو. هند ته په راتګ يې په پونا کې يو ښوونيز مرکز(آشرم) جوړ کړ، چې اوس د همده په نوم يادېږي. اوشورجينش پر ١٩٩٠کال وفات شو. د نوموړي پلويان وايي، چې رجينش له آره (انسان ډوله) ''خداى'' و. په پونا کې يې د رجينش پر مړستون (هندوان مړستون جوړوي؟، ژباړن) ليکلي: '' اوشو، چې نه کله زيږېدلى و او نه مړ شوى، (بلکى) د ١٩٣١ کال د دسمبر له ١١مې څخه د ١٩٩٠کال د جنورۍ تر ١٩مې پورې پر ځمکه باندې د ياتر(؟) لپاره راغلى و''.

د اوشو مينوالو دا هير کړي، چې د دوى ''ښاغلى خداى''، چې د ځمکې د ياترا (ژغورنې؟) لپاره راغلى و، نورو هېوادو ته د تګ لپاره وېزې ته اړ و او دا لاڅه چې يوويشتو هېوادو ورته د وېزې له ورکړې نټه هم کړې وه.

راځئ، چې رجنيش ''بګوان'' ته اوس د اخلاص سورة له زاويې وګورو:

الف- لومړى آړ( شرط) دا دى، چې الله''ج'' يو دى؛ نو ايا رجنيش هم يواځنى سړى دى؟، چې د خدايى دعوه يې کړې، که نه په هند کې دا پېښې عامې دي. د رجنيش پلويان د دې له پاسه هم وايي، چې نه همغه ''يو'' و.

ب- په اخلاص سورة کې د الله''ج'' بله ځانګړنه(صفت) '' بې نيازي او همېشوالى '' دى؛ نو ايا رجنيش چاته اړتيا نه درلود؟ 

رجنيش، چې پر ١٩٩٠کال مړ کېده، د ساه لنډۍ، شکرې او ملا درد په څېر په مرګونو ناروغيو اخته و او تور يې لګاوه، چې په امريکايي زندانونو کې ورو اغېزمن زهر ورکړل شوي؛ نو تاسې پخپله فکر وکړئ، چې خبره تر زهرو رسېدلې وه، خو ''ښاغلي خداى'' هېڅ غبرګون نه و ښوولى. پر دې بنسټ ويلاى شو، چۤې رجنيش نه بې نيازه وه او نه ابدي.

ج- په اخلاص سورة کې د الله''ج'' راغلى درېيم صفت دا دى، چې '' نه ترې څوک زوکړي دي او نه له چا زيږېدلى''؛ خو رجنيش بيا داسې نه دى. رجنيش لکه ټولو ته، چې څرګنده ده، د هند په جبل پور کې وزيږېد، مور وپلار يې لرل، چې وروسته يې بيا د ده لاسنيوى وکړ او پر ١٠٨١کال امريکا ته لاړ. هلته يې د رجنيش پوره په نوم ښارګوټى جوړ کړ، له امريکا څخه تر شړلو وروسته بېرته هند ته راغى. د هند په پونا کې يې خپل ښوونيز مرکز پرانيست او پر ١٩٩٠کال مړ شو. رجنيش ته د يوويشتو هېوادو لخوا د وېزې په نه ورکړه، د هغه پلويان ښه خبر دي؛ خو دا يې هېر کړي، چې د خدايانو مخه توني(مکاني) قيود نه شي نيولاى او نه هغوى وېزو ته اړتيا لري.

د يونان آرچ بشپ وايي، چې ''که رجنيش شړل شوى نه واى؛ نو خلکو يې کور سېځه''.

د- د الله''ج'' څلورم صفت دا دى، چې ''...هغه ته ورته هېڅوک نشته''. د خداى خيالي انځور جوړونه يا يو چا ته خداى ويل ځکه بې لارېتوب دى، چې د خداى انځور کښنه يا په انساني سترګو د هغه ليدنه د انسان د وس کار نه دى او نه انساني فکر، هغه(الله''ج'') درک کولاى شي؛ نو څرګنده شوه، چې رجنيش په درواغو د خدايى دعوه کړې، ځکه رجنيش، چې له عکسونو يې دنيا ډکه ده، انسان و او د انسانانو په څېر يې دوه سترګې، دوه غوږونه، يوه پوزه او يوه خوله درلوده.