غزل

لکه بهر ته پښتنې چې له کورو نه وځي

داسې شوخي دې د سرو شونډو له سرونه وځي

زمونږ د چم په سړيتوب چې به بلا روږدې ده

درنه خبره په قسم د چا له خولو نه وځي

واعظه! بس که نور مې هسې ماغزه مه خوږوه

د کم نېتۍ مرض بېخي له پښتنو نه وځي

زمونږه دغه لېونتوب به چې کوم حد ته رسي

لېونۍ مينه چې د ښکلو مو له زړو نه وځي

زړه مې ''اورنګ'' دى هرې يوې ته د وخت غاړه ږدوي

''خوشحال'' ضمير مې لا هغسې له پښتو نه وځي

بلا ''لوونه'' دې پرې ښکليه د شنو زړونو وکړل

ستوى دى هغسې لا د سترګو له بڼو نه وځي

دغسې ستا هره خبره په زړګي کې ساتم

لکه ياداشت د زمانې له زمانو نه وځي