درېيمه برخه:
يانې زموږ ترمنځ ګډه خبره پر يوه څښتن ايمان لرل دي. راځئ اوس د هندويزم او اسلام ترمنځ ګډ ټکي وپلټو او جاج يې واخلو:
ب- بګوت ګيتا: ګيتا، چې د هندي عقايدو تر ټولو معتبر کتاب دى، وايي: ''هغه خلک د ارباب الانواعو پر وړاندې سرونه ټيټوي او له خپلې خوښې سره سمه لمانځنه کوي، چې پر عقل يې د مادي او دنياوي غوښتنو پردې غوړېدلې وي''. (بګوت ګيتا، اووم څپرکى، ٢٠مه وينا)
د بګوت ګيتا په دغه اشلوک( وينا) کې ماده پاليو ته نغوته ده، چې حقيقي څښتن يې پرېښى او په خپل لاس د جوړ کړيو ارباب الانواعو او الهو لمانځنه کوي.
ج- اوپنشد: دا هم د هندوانو مقدس کتاب دى، چې دلته يې څو ويناوې راخيستل کېږي:
١- ''ايکم الويديتم ( هغه يواځې دى، شريک نلري)'' (چندوګيا اوپنشد، ١:١٦)
٢- ''نه تپسيا کسوج جنيتا نه سدهيپا ( هغه نه مور وپلار لري او نه کوم څښتن)''
[سويتا سويتر اوپنشد، ٩:٦(دويمه برخه، ٢٦٣مخ)]
٣- ''نه تيسا پر اتمااستي ( هغه ته ورته هېڅوک نشته)'' ( سويتا سويترا اوپنشد،
(٤:١٩)
٤- ''ناينم اردهوم نه ترينکم نه مدهيى نه پري جګر بهت نه تسي پريتما استي يسيانامه ماهد ياسا ( د هغه چا په څېر، چې د لويى او دبدبى څښتن دى، هېڅوک نشته)''
( د ايس رادها کرشنن منځنى اوپنشد، ٧٣٦،٧٣٧مخونه)
د اوپنشد د پورتنيو ويناوو (اشلوکونو) او د قرآن کريم د لاندينيو آيتونو ترمنځ ورته والى او همغږي وينو:
'' هېڅوک له هغه سره سيالي نشي کولاى'' ( قرآ، ٤:١١٢)
'' د هغه په څېر څوک نشته'' (قرآن، ١٢:١١)
د اوپنشد له لاندنيو ويناوو څخه څرګندېږي، چې انسان هېڅکله د الله''ج'' د آرې څېرې تصور نشي کولاى.
''نه سمدرسى تتهاتي روپم اسيا، نه ککسوسه پسياتي کس کينم، هرداهرد ستهم منسايا اينم، اويم ويدر امرتس تى بهاونتي ( د هغه څېره څرګنده نه ده، هغه څوک په سترګو نشي کتلاى او چې څوک يې د زړه او عقل په زور ګوري، د هغوى په زړه کې اوسي)''
( سويتا سويترا اوپنشد، ٢٠،٤)
قرآن کريم په دې اړه وايي: '' کاته هغه نشي ليدلاى؛ خو هغه کاته درک کولاى شي او (خداى) ډېر باريک وين او په هرڅه پوه دى''. (قرآن، ١٠٣:٦)
د- ويدونه: ويدونه په هندي مذهب کې تر ټولو زيات تقدس لري او څلور هغه پکې ډېر منلي دي.
١- يجرويدا: د يجرويدا لاندې ويناوې وګورئ:
''ناتسيا پريتما استي ( هغه کومه ځانګړې څېره نلري)''
( يجرويدا، ٣:٣٢)
بل ځاى وايي:
الف- ''هغه ځکه زموږ د لماځنې وړ دى، چې چا ټاکلى نه دى''.
'' هغه کومه ټاکلې څېره نلري، هغه د ډېر لوى شان وشوکت څښتن دى، د لمر غوندې ټول روښانه څېزونه په هغه کې دننه اوسېږي، زه ورته لاسونه لپه کوم، چې له خپل غذابه مې وژغوري، هغه ځکه زموږ د لمانځنې وړ دى، چې چا ټاکلى نه دى( تر ځان پورته ټاکونکى نلري)''. ( د ديوي چند ايم اى يجرويدا، ٣٧٧ مخ)
ب- ''هغه جسم نلري، پاک دى''
'' هغه د ځلانده څېرې څښتن دى، هغه جسم نلري، بې توره دى، پاک دى او د شيطان زور پرې نه رسېږي، هغه لروين او حکيم او مينه ناک دى، هغه د ځان خالق دى او چې څنګه يې خوښه وي، هغه شان کوي، هغه به تل ژوندى وي'' ( يجرويدا، ٨:٤٠)
( د رالف آيى ايچ ګرفت يجرويدا سميهتا، ٥٣٨مخ)
ج- ''د طبعي او پخپله جوړو کړيو څيزونو لمانځونکي به په تيارو کې غرق وي''
'' هغه خلک، چې د طبيعي څيزونو، لکه؛ باد، اوبو او اور لمانځنه کوي، هغه(خداى) يې تيارو ته وراچوي. هغه خلک، چې د جوړ کړيو لاسي څيزونو، لکه؛ ميز، چوکۍ، بت او نورو عبادت کوي، هغه يې په تيارو کې غرقوي''.( يجرويدا،٩:٤٠)
د- د يجرويدا دعا:
'' موږ ته سم لار وښيه او له هغه ګناه مو پاک کړه، چې موږ بې لارې کوي او پر ورانه لار مو روانوي''
( يجرويدا، ١٦:٤٠)
٢- اترب ويدا: د اترب ويدا دا ويناوې وګورئ.
الف- ''ديوماهااوسي ( پالونکى، رښتيا هم ډېر لوى دى) (اترب ويدا، ٣:٢٠٥٨)
'' يقينا سريا ته ډېر لوى يې، رښتيا هم ادتيا ته لوى يې، څرنګه چې ته د شان او شوکت څښتن يې؛ نو ستا شان وشوکت د ستاينې وړ دى، اى پالونکيه، ته رښتيا هم د لوى شان والا يې''. ( وليم مايټ وټني، اترب ويدا، دويم ټوک،٩١٠م مخ)
د قرآن کريم په رعد سورة کې همدغه پېغام په دې بڼه راغلى:
'' هغه (تر ټولو) لوى او (تر ټولو) لوړ'' ( قرآن، ٩:١٣)
٣- ريګويدا: تر ټولو ويدونو لرغونى دى، چې هندوان ورته ډېره عقيده لري. د ريګويدا له مخې: ''پالونکى خداى په څو نومونو رابلل کېږي'' (ريګويدا، ٤٦:١٦٤،١)
الف- په ريګويدا کې دڅښتن تر ٣٣و زيات صفتونه بيان شوي، چې ډېرى يې د ريګويدا د دويم کتاب په لومړي بهجن( څپرکي) کې ځاى شوي.
په ريګويدا کې د څښتن تر ټولو ښه صفت ''براهما'' دى، چې د دويم څپرکي( شب) په درېيمه وينا( اشلوک) کې راغلى. ''براهما'' په عربي کې ''خالق'' ته وايي. مسلمانان د څښتن دا صفت، چې د ''پيداکوونکي'' مانا ښندي، په سرسترګو مني او هېڅکله له ''براهما'' يا ''خالق'' نه نټه نه کوي؛ خو د هندوانو پرخلاف د ''براهما'' له جوړې کړې څېرې څخه، چې څلور سرونه يې وي، سخت بېزاره دي. يجرويدا هم د انسان په څېره د مطلق ذات له وړاندې کولو سره همغږى نه دى: ''ناتسيا پريتما استي ( هغه کومه ځانګړې څېره نلري)'' ( يجرويدا، ٣:٣٢)
د ريګويدا د دويم کتاب د لومړي بجهن( څپرکي) په درېيم اشلوک( وينا) کې څښتن ته ''وشنو'' ويل شوى، چې د ''پالونکي'' او ''رازق'' مانا لري او په عربي کې ورته رب وايي. مسلمانان په دې اړه، چې حقيقي څښتن دې د ''رب''، ''پالونکي'' يا ''وشنو'' په نوم ياد شي، مخالفت نه ښيي؛ خو د څښتن په نوم د ''وشنو'' له جوړې شوې څېرې څخه، کرکه لري. په دغه څېره کې وشنو څلور لاسونه لري، د چپ اړخ په يو لاس کې يې ځلېدونکى لوښى او د ښي اړخ په يوه لاس کې يې (سنک؟) دى او پر يوه مارغه ناست دى يا په ځينو انځورونو کې د مارانو پر کټ پروت دى. لکه له مخه مو، چې وويل، د څښتن داسې تصور د يجرويدا د څلوېښتم څپرکي له نولسمې وينا سره په ټکر کې دى.
ب- د ريګويدا يوه وينا( اشلوک):
'' ماچدن يدوي شنساتا ( زما ملګرو بې له هغه، چې په اسمان کې دى، د بل چا لمانځنه مه کوئ)'' ( ريګويدا، اتم ټوک، ١:١)
( د سوامي سيتا پرکاش سروستي او سيتاکم ودهيالنکر رګويد سمهتي، نهم ټوک، ٢،١مخونه)
ج- د ريګويدا پېغام:
''ځيرک خلک خپل عقل وفکر لوى حقيقت( خداى) ته، چې په هرځاى کې دى، ځير ساتي، هغه لوى دى، هغه په ټولو هغو چارو، چې ترسره کوي يې، پوه دى، بېشکه چې اسماني خالق د ډېرې دبدبې څښتن دى'' ( ريګويدا، ٨١،١٥؛ د سوامي سيتا پرکاش سروستي او سيتاکم ودهيالنکر رګ ويد سمهتي، شپږم ټوک، ١٨٠٣، ١٨٠٢مخونه)
د- د هندو ويدانت برهما سترا:
'' ويدانت، ويدي فلسفه، هندي فلسفي نظام، چې په بنسټيزه توګه د انسان د ځاني روح يانې آتما او برهما( د دنيا روح يا تر ټولو لوى روح) پرماتما د اړيکو پراوپنشدي آرونو ولاړ دى''.
'' ايکم برهم ديوتيانستى کنچن ( خداى يواځې يو دى، دوه نه دي، بېخي نه، بېخي نه، لږ هم نه،)''.
په دې توګه پوه شو، چې د هندوانو مقدس کتابونه د څښتن د تصور په اړه څه وايي.
په سک مذهب کې د څښتن تصور
سک مذهب نه په سامي مذهبونو کې راځي، نه په آريايي، نه په ويدک او نه په لويو مذهبونو کې شمېرل کېږي، بلکې د هندومت يوه ښاخ يې ګڼلاى شو، چې د ١٥مې پېړۍ په وروستيو کې يې بابا ګرونانک د بنسټ ډبره کېښوده. سک مذهب د پاکستان او شمالي هند په سيمه پنجاب( پانچ پانيون يانې د سيندونو هېواد) کې رامنځته شو. ګرونانک په يوه کهشتري( په هندي نظام کې د جګړېزو خدمتونو ترسره کوونکې) کورنۍ کې سترګې وغړولې او سره له دې، چې هندو و؛ خو له اسلام او مسلمانانو سره يې ډېره مينه درلوده او ډېر ترې اغېزمن و.
١- سک او د سک مذهب پېژند:
د سک ويى له سسيا څخه راوتى، چې د پيرو مانا لري. په سک مت کې د دوى په وينا، لس پېغمبران (لارښود) تېر شوي، چې لومړنى يې ګرونانک او وروستى يې ګروګوبند سنګ و. د سک مت مقدس کتاب ګروګرنت نومېږي، چې ګرنت صاحب هم ورته وايي.
٢- د سکانو پنځه نښې:
هر سک اړ دى، چې د خپل مذهب د ښکارندويى لپاره پنځه نښې ولري:
الف- کيس: د سر وېښتو ته، چې سکان يې نه خرييي او اوږد يې پرېږدي، کيس وايي.
ب- ږمنځ: چې سر او ږيره پرې سکان ږمنځوي.
ج- کړۍ ( بنګړى): د سکانو په مړوند کې هغه کړۍ، چې له دهات(؟) جوړه وي او د ځواک او صبر نښه ګاڼه شي.
د- کرپان: يوه کوچنۍ توره ده، چې سکان يې د ځان ساتنې په موخه په ملا پورې تړي.
ه- کچا: تر زنګنونو اوږد انډروير(بنين؟)، چې سکان غوښن او روغ ساتي.
٣- مل منتر، د سک مذهب بنسټ:
په سک مذهب کې د څښتن تر ټولو غوره تصور ''مل منتر'' دى، چې د ګروګرنت په پيل کې راغلى. د ګروګرنت لومړى کتاب جاپوجي داسې پيليږي:
''پالونکى يو دى، هغه رښتينى او پيدا کوونکى دى، نه (له چا) ويرېږي، نه (له چا) کرکه لري، نه فنا کېږي، نه چا زيږولى، تلپاتې، لوى او مهربان دى''.
د سک مت بنسټ پر توحيد ايښودل شوى او له خپلو پيروانو غواړي، چې په کلکه د يوه څښتن لمانځنه وکړي. د خپلې ادعا د لاپياوړتيا لپاره به په سک مذهب کې د څښتن ځينې صفتونه راواخلو:
کرتا: پيدا کوونکى
صاحب: څښتن
اکال: نه فنا کېدونکى(تلپاتې، همېشنى)
ست نامه: پاک نومى
پروردګار: پالونکى، روزونکى
رحيم: رحم کوونکى
کريم: مهربان
همدا راز په سک مذهب کې څښتن ته ''واه ګروه'' هم وايي، چې د ''يواځني رښتيني خداى'' مانا ښندي.
سکان پر توحيد ايمان لري او د هندوانو د آواګون( په بله څېره د روح بيا پيدا کېدل) او بت لمانځنې ګروهه په کلکه ردوي.
٤- د ګرونانک پر لارښوونو د محمدي سنتو اغېز:
د ګرونانک پر لارښوونو د محمدي سنتو ژور اغېز پروت دى، تردې، چې څو څپرکي يې له محمدي سنتو راخيستل شوي.
د ګرونانک لاندې وينا ته وګورئ، چې له اسلامي لارښوونو سره سمون لري:
''خلک، خداى د کړاوونو پر ورځ يادوي، په خوښيو کې يې نه يادوي او که په خوښيو کې يې ياد کړي؛ نو بده ورځ به ونه ويني''
پورته وينا له لاندې آيت سره پرتله کړئ:
''انسان چې په ستونزو کې راايسار شي؛ څښتن ته مخه کړي؛ خو چې الله''ج'' يې د خپل نعمت په برکت له کړاوونو رابهر کړي، نو بيا هغه سختۍ هېرې کړي''
(قرآن، ٨:٣٩)