دويمه برخه:
د پيل خبرې
د بېلابېلو مذهبونو او نظامونو شتون زموږ کولتور ته يوه بېلندويه ځانګړنه وربښلې. انسان تل هڅه کړې، چې د خپل پيدايښت ترشا له سرپټو موخو پرده پورته کړي او ځان وپېژني. نامتو مورخ آرنلډ ټاين بي، چې بشري تاريخ يې لوستى او لس ټوکه کتاب يې پرې ليکلى، وايي؛ چې مذهب د بشري ټولنو د جوړښت زړى دى. په خپله يوه ليکنه کې، چې د ١٩٥٤کال د اکتوبر پر ٢٤مه په '' ده آبزرور'' کې خپره شوې، وايي: '' زه دې پايلې ته رسېدلى يم، چې د ژوند کيلي د مذهب پر لاس ده''.
آکسفورډ وييپانګه، مذهب څه داسې راپېژني: پر نظام چلوونکي مافوق الانسان ځواک باندې ايمان لرل، په تېره پر څښتن يا رب النوعه، چې د معبود په سترګه ورته کتل کېږي.
د لويو مذهبونو ورته والى په دې کې دى، چې ټول د يوه لوړ اسماني ځواک چې پر هرڅه برلاسى او خبر دى، پر لمانځنه ټينګار کوي او پيروان يې باور لري، چې د دوى خداى د ټولو خداى دى.
د مارکسيزم، فرايډيزم په څېر نامذهبي ګروهو، چې د مذهب د له بېخه ايستو هڅه يې کړې، هم د وخت پ تېرېدو سره په اړونده ټولنه کې د مذهبي عقايدو بڼه خپله کړې او د مذهب هومره ارزښت يې ترلاسه کړى، چې ښه بېلګه يې کمونيزم دى. د کمونيزم د خپراوي لپاره د همغه احساس او جذبې له مخې، چې د يوه مذهب لپاره ترې کار اخيستل کيږي، کار وشو؛ نو په دې توګه ويلاى شو، چې مذهب د بشري ژوند او ټولنو بنسټ جوړوي. په قرآن کريم کې راځي: ''(پيغمره!) اهل کتابو ته ووايه، چې راځئ پر داسې يوه خبره سره راټول شو، چې زموږ او ستاسې ترمنځ ګډه ده او هغه دا، چې له الله''ج'' پرته به د بل چا بندګي نه کوو، نه به له هغه سره څوک شريک ګڼو او نه به بل چاته خداى وايو. که ويې نه منله؛ نو په ډاګه ورته ووايه، چې زموږ پر مسلمانۍ( د يوه څښتن عبادت ته غاړه ايښودل) ګواه اوسئ''.
( قرآن، ٦٤:٣)
د بېلابېلو مذهبونو مطالعې ماته ډېر څه راکړي او زما باور يې په دې، چې د هر انسان په روح کې د الله''ج'' د شتون څه ناڅه احساس شته، نور هم پياوړى کړى. دا هم بايد ووايم، چې په فطري توګه ټول انسانان، څښتن مني.
د نړيوالو مذهبونو وېش
د نړۍ مذهبونه پر دوو لويو برخو وېشل کېږي، چې يوې ته يې سامي(١) او بلې ته يې ناسامي ويل کېږي.
الف- سامي مذهبونه: د سامي مذهب بنسټ ساميانو ايښى. د تورات له مخې ساميان د نوح''ع'' د زوى سام له پښته دي او سامي مذهبونه هغه دي، چې په يهودو، عربو، آشوريانو او لرغونو سوريايانو کې رامنځته شوي. په لويو سامي مذهبونو کې يهوديت، عيسايت او اسلام راځي، چې دې ټولو ته بيا الهي دينونه وايي؛ ځکه ټول د څښتن لخوا رالېږل شوي او موخه يې د پېغمبرانو په مټ د بشر پوهاوى او لارښوونه ده.
ب- ناسامي مذهبونه: چې په آريايي او ناآريايي وېشل کېږي.
١- آريايي مذهبونه: دا مذهبونه په آريايانو، يانې هغو ځواکمنو اولسونو کې دود وو، چې هندو- اروپايي ژبې يې ويلې او له ميلاد ترمخه په (٢٠٠٠-١٥٠٠) کلو کې له خپل ټاټوبي کډه شول او د ايران او شمالي هند لېرې سيمو ته ورسېدل. آريايي مذهبونه بيا پر ويدک او ناويدک څانګو وېشل کېږي. له ويدک څخه موخه هندومت يا برهمني مذهب دى او په ناويدک کې بيا بدمت، جين مت او سک مذهب راځي. آريايي مذهبونه، الهى نه دي، يانې د څښتن لخوا نه دي راغلي؛ خو بيا هم اورلمانځنونکي وايي، چې د دوى مذهب، چې يو آريايي ناويدک مذهب دى او له هندومت سره هېڅ راز تړاو نلري، الهى دى.
٢- ناآريايي مذهبونه: د چين کنفيوشينزم او تاو او د جاپان شنتو مذهب په ناآريايي مذهبونو ورګډېږي. په ډېرى ناآريايي مذهبونو کې د څښتن تصور نشته؛ نو له دې کبله ورته د مذهبونو پرځاى د اخلاقي نظام ويل غوره دي.
په يوه مذهب کې
د څښتن تر ټولو غوره پېژند
په يوه مذهب کې د څښتن تصور، د نوموړي مذهب د پېروانو په کړدود( طرز العمل) کې نشي پلټل کېداى؛ ځکه ډېرى وخت پېروان له خپل مذهب سره اشنا نه وي، نو په يوه مذهب کې د څښتن د تصور موندنې لپاره د دغه مذهب مقدس کتابونه پلټل پکار دي.
راځئ، چې اوس په بېلابېلو مذهبونو کې د څښتن تصور وڅېړو:
په هندومت کې د څښتن تصور
په آريايي مذهبونو کې تر ټولو مشهور مذهب هندومت دى. هندو، چې د سند درې هاخوا اولسونو ته ويل کېږي، له آره د پاړسو ويى(کلمه) دى؛ خو په دوديزه مانا د هندي مذهب، چې بنسټ يې پر ويدا، اوپنشد( د هندي مذهب لارښوونې، چې د مقدسو ويدونو درېيمه برخه جوړوي او په اخلاقي نظام او علم الوجود پورې اړه لري) او بګوت ګيتا ايښودل شوى، د پېروانو لپاره کارول کېږي.
الف- په هندي مذهب کې د معبود عمومي تصور: هندي مذهب په ټوليزه توګه پر شرکي عقايدو ولاړ دى، چې هندوان هم د بېلابېلو ارباب الانواعو او الهو د لمانځنې په ترڅ کې دا خبره مني او نټه ترې نه کوي؛ خو توپير يواځې دومره دى، چې ځينې هندوان يواځې پردريو او ځينې نور بيا پر ٣٣٠ميلونو خدايانو ايمان لري. لوستي هندوان، چې په خپل مذهب کې ژوره مطالعه لري، بيا له خپلو همذهبو غواړي چې د يوه خداى لمانځنه وکړي.
د څښتن په اړه د مسلمانانو او هندوانو په عقايدو کې تر ټولو لوى توپير د هندوانو خلقتپالنه(Pantheism) ده. د دې عقيدې له مخې هندوان هر څيز، که هغه خوځنده وي او که جامد، مقدس بولي او ونې، لمر، سپوږمۍ، ځناور او آن انسان د څښتن د تصور څرګندوى ګڼي. په ټوليزه توګه هندوان، تر سپکو ځناورو پورې د هر شي لمانځنه د خپلې ګروهې جز بولي.
اسلام بيا د هندويزم پرخلاف خپل پېروان د يوه څښتن لمانځنې ته رابولي او دا ورته وايي، چې خپل شاوخوا څيزونه د څښتن مخلوق وګڼي او د خالق د څرګندويو (مظهرونو) په نوم دې يې عبادت نه کوي. مسلمانان په دې باور دي، چې دا ټول کاينات( لکه؛ سپوږمۍ، لمر، ونې...) د الله تعالىٰ دي، يانې هغه يې څښتن دى. په دې توګه ويلاى شو، چې د مسلمانانو او هندوانو په عقايدو کې بنسټيز توپير يو ''تولوييکي'' رامنځته کړى، يانې مسلمانان وايي، چې: (( هر څيز د خداى دى)) او هندوان بيا په دې عقيده دي، چې: (( هر څيز خداى دى)). په قرآن کې راځي: ''(پيغمره!) اهل کتابو ته ووايه، چې راځئ پر داسې يوه خبره سره راټول شو، چې زموږ او ستاسې ترمنځ ګډه ده او هغه دا، چې له الله''ج'' پرته به د بل چا بندګي نه کوو، نه به له هغه سره څوک شريک ګڼو''. ( قرآن، ٦٤:٣)
يانې زموږ ترمنځ ګډه خبره پر يوه څښتن ايمان لرل دي. راځئ اوس د هندويزم او اسلام ترمنځ ګډ ټکي وپلټو او جاج يې واخلو: