کره کتنه، کره کتنې ته اړه ده؟
ژوند، هنر او کره کتنه داسې خپلوان دي، چې پرېکون يې ناشونى دى، چېرته چې ژوند دى، هلته هنر دى او چېرته چې هنر دى، هلته کره کتنه ده. خبره پر دې ځاى پاى ته نه رسېږي. کره کتنه يوازې تر هنره نشي محدودېدلاى. نقد پخپله له ژوند سره هم نېغې اړيکې ساتي. تاسې په خپل چاپيريال کې داسې خلک په ګوته کولاى شئ؟ چې د چا له ژوند سره دلچسپي ونلري. ځواب مو ښايي (نه) وي، ځکه له يو بل سره اړيکې لرل او په چارو کې يې لاسوهنه، د ټولينز ژوند بنسټ او د انساني فطرت خاصه ده، دا هرڅه له ژوند سره تړلي دي، چې ژوند وي؛ نو ستاينې او غندنې به خامخا وي؛ خو ستاينې او غندنې کله د رغونې او کله د تخريب لپاره وي. همغه شان چې غندنې سړى ځپى، بېځايه ستاينې يې هم اسفل السافلين ته رسولاى شي. پرخلاف يې پرځاي نيوکه او ستاينه سړى له بې لارۍ ژغورلاى شي. کېداى شي، يو نقاد د يوې هنري پنځونې ښېګڼې درک نکړاى شي او يوازې د نيمګړتياوو يا بد ګړو په بيان يې بسنه وکړي. په داسې حالاتو کې کره کتونکي ته بد رد ويل پکار نه دي، د کره کتونکي نيت ځيرل بويه.
د کره کونې او کره کتنې خوى هر څوک لري، پخپله ليکوال يا شاعرهم دا کوښښ کوي، چې د خاميو مخه ونيسي او تېروتنې تکرار نکړي، خو چې همدا خامۍ د بل له خولې واوري؛ نو بيا يې په تندي دولس بجې شي.
لکه له مخه چې وويل شو، چې که د نقاد نيت معلوم شي او بيا پرې د مسلمان يا کافر ټاپه ولګول شي؛ نو د ورانوونکو کره کتونکو مخه نيول کېداى شي؛ خو دا نيت مادي خاصيت لري؟ چې وتلل شي يا يې حجم معلوم کړى شي. ډېر داسې کره کتونکي شته، چې په اکر يې څوک نه پوهېږي او نه يې له خولې تخريب يا تعمير بوى ځي. بله خبره دا ده، چې دا کار به پخپله ليکوال يا شاعر کوي که بل څوک؟ که پنځونکي يا لوستونکي ته يې سپارئ؛ نو دوى ښايي، تر کره کتونکي پوه وي، داسې خو بيا د کره کتونکي هيڅ اړتيا نشته او کره کتونکى هم، چې ويل کېږي، چې تر پنځونکي او لوستونکي پوه وي، له خپل چوکاټه وځي. همدا راز لوستونکى هم له پنځونې خوند اخيستلاى نشي، بس د کره کتونکي په خبرو پسې به څلي رڼوي او رواوې نارواوې به يې پلټي. کره کتونکى يوازې د هنر په سمون او د هنرمن په لارښوونه کې لاس نه کوي، بلکې د لوستونکو د لارښوونې، اغېزمنتيا(تاثر) او د هغوى لپاره د پنځونې د هر اړخيزې شننې او د ګټه يا زيان رسوونکو خواو د بېلونې پـړه هم پر غاړه لرى. په دې توګه هنري کره کتنه پر هنر سربېره له بشري ژوند سره هم سيده او ناسيده اړيکې لري، کره کتونکى د لوستونکي پر احساساتو هم لوبې کولاى شي؛ خو چې دا لوبې د لوستونکي او له دې لارې د ټولنې د رغونې لپاره دي، که د وراني لپاره، يوه بېله خبره او بيا هم د کره کتونکي نيت ته پاتې کېږي.
د کره کتونکي د لارښوونې او څارنې لپاره داسې چاته اړتيا ده، چې تر کره کتونکي پوه وي او ښايي هغه دويم کره کتونکى وي، چې د لومړي کره کتونکي خبرې وځيري او بيا يې رغونکې يا ويجاړونکې وبولي؛ خو د دې ترڅنګ له لومړي کره کتونکي، هنرمن او پنځونې سره د دويم کره کتونکي روابط او تړاو هم پلټل غواړي، چې په دې سره خبره درېيم، څلورم، پنځم....کره کتونکي ته رسېږي، چې پر وړاندې يې د لايتناهي نښه ايښودل غوره دي.
د دې ليکنې ځينې لوستونکي ښايي دې پايلې ته رسيدلي و، چې که له کره کتونکي څخه نيت وايستل شي او يو بې پرې شى ترې جوړ ؛ نو هر څه به سم شي؛ خو دا مو په ياد وي، چې بې وزرو مرغه الوتلاى نشي. پاتې شوه ناپيليوت؛ نو دا ناشونى کار ځکه دى، چې د هنرمن په څېر کره کتونکى هم انسان دى. پنځونکى له ټولنې څخه د اغېزې په حالت کې يو څه ليکي او کره کتونکى بيا له پنځونې څخه اغېزمنېږي؛ نو يو څه وايي. هغه خلک، چې له کره کتونکي نه د بې پرېتوب غوښتنه کوي، په اصل کې له ده نه د ده شخصيت، چې د نوموړي د مذهبي، کولتوري او سياسي ارزښتونو هېنداره ده، تروړي. تاسې فکر وکړئ، چې داسې يو سړى، چې مذهب، سياسي مفکوره او د ولسپالنې احساس ترې اخيستل شوي وي؛ د هنر، چې د همدغو څيزونو غونډ دى، په کره کونه کې به اغېزمن وي؟ کره کتونکى که هنر له دغو خپل کړو لارو ونه څاري؛ نو کرکتنه کولاى شي. د کره کتنې او څېړنې بنسټيز توپير همدا دى، چې څېړنه د نورو پوهنو په څېر ناپېيلې ده؛ خو کره کتنه په همدې هنر باله شي يا هنر ته نږدې ده، چې ناپېيلې نه ده. همدا لامل دى، چې کره کتنه د څېړنې په څېر ټاکلي او کوټلي اۤرونه نلري او څېړنه هم د کره کتنې پرخلاف له اټکل او مفروضو پاکه ده.
د دې ستونزې يوازنى حل دا دى، چې کره کتونکي د شخصي کينې او مينې پرځاى د خپلې دندې سپېڅلتيا ته پام وکړي او دغه د امر باالمعروف او نهى عن المنکر کار په سمه توګه ترسره کړي، ځکه دا يوازې د پنځونکي نه، بلکې د پوره ټولنې لارښوونکي دي.
ليکوالو او شاعرانو ته نه ښايي، چې د يو څو تش په نامه کره کتونکو له کبله ټول کره کتونکي بد وبولي، ځکه که کره کتنه نه واى، هنرمن نه يوازې دا چې د خپلې پنځونې له بدو اړخونو نشو خبرېدلاى، ښېګڼې يې هم درک کولاى نشوې. کره کتنه ده، چې موږ د ادب له ارزښته او د شهکارونو له ښايستونو خبروي.