میاشت شوه رابره
اختر به راشي
کلی لا لرې
لاره ده ډېره
کوڅې اوږدې دي
دروازې ډیرې
بخمل مې راوړ
تور اوچکان دی
شام لندن دی
سپینه خوشبو ده
شنه ارګندي ده
خال زري شته
ګز په څلویښت ساده تافته ده
***
ستړی ستومانه
خړو کوڅو کې
سر په نارو یم
په دروازو کې
میاشت شوه رابره
اختر به راشي
یو بوډا ناست دی
د جومات خوا ته
لارې ته ګوري
خاورو کې باسي
په یو لرګي نري خطونه
درې ورځې پاتې
چې زوی یې راشي
دروازې ډیرې
کوڅې اوږدې دي
***
چیټ بخمل دروند دی
ګز لګومه
دروازه خلاصه
یو سور پړوني
یو تک سپین لاس دی
شین بخمل غواړي
د ګڼ لپاره
وایي لالا مې
چورمې راوړي
میاشت شوه رابره
اختر به راشي
***
کونډه لګیا ده
لاس په پخڅه کې
چې غاړې ورکړي
یو بل تنور ته
تنور په سل روپۍ خرڅیږي
واړه نورګل ته
یو ګز ټوټه ده
نوره په کار ده
میاشت شوه رابره
اختر به شي
***
بوډۍ لګیا ده
ستنه په لاس کې
واړه لمسي ته
پایڅه پیوند کړي
خړې کوڅې دي
کلاوې ډیرې
یو زلمی غلی
د دیوال شاته
پټ پټ روان دی
بوخڅۍ په لاس کې
یو څه نکریزې
څه پتاسې دي
یوه هینداره
یوه رجړومه
یو لونګین دی
څلور پاولي دي
د ویالې خوا ته
یو لاس رااوږد شو
یو شین څادر و
یو سپین دسمال و
دواړه په سنډو
دي خامک شوي
بوخڅۍ یې ورکړه
څادر یې واخیست
دسمال یې ورو ورو
پر شونډو ښکل کړ
یو پټ دیدن د مینې وشو
میاشت شوه رابره
اختر به راشي
کلی لا لرې
کوڅې اوږدې دي
خدایه بخمل
اوچکان خلاص کړې
پنډ مې کړې سپک له کتانونو
د ارګندي ګزونه لنډ شه
شامي لندن اوږونه ورک شه
کور مې یادیږي
جانان په تمه
زړه مې درزیږي
میاشت شوه رابره
اختر به راشي
په ټوکو ټوکو
”نه یې پاولې شته
نه د غاړې تاویزونه“