آریوب
ډول
اتڼ
ګوربت راتاو شي
د وزرو سیوری
پر هسکو غرونو خور کړي
یو تور پړونی د تنور پر غاړه
یوه شکرۍ له پاستو ډکه ایښې
آریوب
څیړۍ پر هسکه څوکه
ګوربت راتاو شي
د وزرو سیوری
پر هسکو غرونو خور کړي
یو زلمی چنګ بریتونه
په شړشم غوړې څنې
تر سترګو تاوې تورې تورې حلقې
له هر یو ګام سره یې خرپ د ګردنۍ پورته شي
تر واسکټ لاندې د کوژدې ګل سیب
لکه په سپینو واورو لیکه سره د وینو کرښه
آریوب
ډول
غزا
گوربت راتاو شي
د وزرو سیوری
پر هسکو غرونو خور کړي
یو پولادي ښامار تر غرونو هاخوا
په غړغړو راشي
دیخوا ځاځی ماشوم له خپلو کتابونو سره وسوزیږي
یو زلمی چنګ بریتونه
د خپل ټوپک پر ماشه ګوته کیږدي
د پولادي ښامار له غاړې سره
یو لُنګ راوغورځیږي شرم جوړ کړي
زلمی تر چنګو بریتو لاندې مسک شي
نن به یو څوک
له پاستو ډکه شکرۍ
تر مورچې راوړي
یو دیدن به وشي
چېرته به لرې یوبل ګړز پورته شي
ګوربت به تاو راتاو شي
څېړۍ به اور واخلي او وبه سوزي
آریوب
ډول
وینې
څو څاڅکي وینه
پر کتاب شیندلې
یو تور پړونی
او یوه له پاستو ډکه شکرۍ
یو ګل سیب دسمال تر ملا
یو څو ځونډي په جیب کې
د غرو بچي مینه همداسي کوي.
۲۵- ثور- ۱۳۸۶
يادونه: پورتنى شعر د هغه جګړې په تاثر ليكل شوى چې څه موده وړاندې په ځاځيو كې رامنځ ته شوې وه.