بیا په شیبو شیبو باران وریږي
او زما د ګاډي پر ښیښه اتڼ د څاڅکو جوړ دی
ته زما شا ته پر څوکۍ ناسته یې
زه د ښیښې تر شا سړک نه وینم
په عقبي هنداره ستا په ښکلو سترګو کې ورک
زه په هنداره کې دا ستا د څیرې سیند وړی یم
باران وریږي، څاڅکي لا هم پر ښیښه نڅیږي
او ستا خوږې موسکا هندارې کې ګلونه کړي
اې!
دا خو راورسیدو
بس په دې بل سړک به ته کوزه شي
خو ګرانې هیله کوم
که ته کوزیږې خپل تصویر دې پریږده
پریږده موسکا دې په هنداره کې همداسې ګل وي
پریږده چې ټوله لاره
همداسې ستا خوږه موسکا ووینم
غواړم چې ټوله لاره
ټول ژوندون
      او
ټوله هستي
زما په هنداره کې ته ناسته
ته موسکۍ پاتې شې.
۲۵ لړم، ۱۳۸۵