د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې


له كابله تر جلال كوټه!

  دا د هغه ستړ سفر كيسه ده چې د ايتلافي ځواكونو له لاسه مو د كابل جلال اباد د دريو ساعتو مزل په نږدې لسو ساعتو كې وكړ. د 1386 لمريز كال د زمري 11مه وه، زه له كابله د دفتري كار پاى ته رسېدو سره سم خپل سيميز دفتر ته چې په جلال اباد كې دى روان شوم. نږدې اته بجې به وې چې كابل كې د پلچرخي تلاشۍ ته څېرمه د جلال اباد هډې ته ورسېدم، هډه كې د معمول په خلاف نن د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه وه ا

29.08.2007 سردارولي څرک

د حامد غورځنګ پېژندنه

ماخو د يار په سپكو سپورو شاعري كوله حامد غورځنګ د محمد بصير حميدي ځوۍ دۍ چې نن نه پوره ۱۹ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمريز  كې  زوکړى دى نوموړى دمګړۍ ته د جلال اباد په شاه مردخان مېنه کې اوسي.دى ۷ کلن وو چې د ښوونځي ور يې وټکولو او په ۱۳۸۵ لمريز کال له مياعمر عالي لېسې بريالى را وواته.شاعري يي که څه هم لکه د پښتون کهول په خټه کې آغګلې وه خو په ۱۳۸۲ لمريز کال يې د کاغذ مخ د شعر په نوم تور کړ.دى د خپلې شاعرۍ لامل د يو شمېر شاعرانو د شعرونو

17.07.2007 سردارولي څرک

د عبدالله سهار پېژندنه

ډير مې يا ديږې دزړه ښاره ،جلال اباده عبد الله سهار له نن نه  اوه ويشت ٢٧ کاله د مخه د ننګرهار ولايت د کږې ولسوالۍ د کوز بيار په سيمه کې د استاد سيد عمر  په کاله کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.نوموړي لومړنۍ زده کړې د هجرت په چاپېريال (پېښور) کې تر سره کړي دي او پر ۱۳۸۰ لمريز کال د ننګرهار د عالي لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى چې د ه

17.07.2007 سردارولي څرک

د ګهيځ پېژندنه

واخله لونګ مړ شې ته حيات الله ګهيځ له نن نه ۲۸ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په روغانو كې د ارواښاد عبدالهادي په كاله كې وزېږېد.لوموړنۍ زده كړې يې د پېښور په حضرت بابا ښوونځي كې چې سربندته نېږدې دى كړي او وروسته بيا هېواد ته راستون شو او په ۱۳۷۹ لمريز كال يې د دولسم ټولګي برى ليك د خپلې سيمې له حصارك مزينې لېسې نه تر لاسه كړ. چې د همدې كال د كانكور له لارې د كرنې پوهنځي ته بريالى شو او پر ۱۳۸۳ لمريز يې پاى ته ورسولو. ګهيځ د لېسې او پوه

17.07.2007 سردارولي څرک

د ريچرډ وړاندوينه ...

د ناټو ځواکونو د پخواني قومندان ډيويډ ريچرډ وړاندوينه عملي جامه اغوندي نوموړي په تېر اكتوبر كې ويلي وو كه د ملكي وګړيو په ژوند كې ښه والى رانه شي نو ښايي په سلو كې اويا افغانان له طالبانو سره يو ځاى شي چې روانو حالاتو ته په پام يې  وړاندوينه  پر ځاى برېښي.  په دې وروستيو مياشتو کې چې تاوتريخوالى ډير شوى، نو په لړ كې يې بهرني ځواکونه د ملکي خلکو پر وژلو پړ

14.07.2007 سردارولي څرک

د لال جومات مرستيال مشر...

 عبدالرشيد غازي څنګه مولانا شو؟ د لال جومات بنسټ ايښودونكى مولانا عبدالله عبدالله د سويلي پنجاب د راجن پور په كلي كې زوكړى دى. دى د كورنۍ لخوا د خادم العلوم مدرسه كې شامل شو چرته چې ده لومړني ديني تعليمات تر سره كړل.او له هغې وروسته د سيمي په مشهورې مدرسې قاسم العلوم چې مشري يې مذهبي او سياسي شخصيت مولانا مفتي محمود كوله او په ملتان كې ده شامل شو. له دې مدرسې نه تر فراغت وروسته د نورو زده كړو لپاره كراچۍ ښار  بنورى مدرسې ته لاړ له كومې چې

14.07.2007 سردارولي څرک

د خير الله خيال پېژندنه

دا ښكلى اكثر زما په واك كې دى. خيرالله خيال له نن نه ۲۸ كاله وړاندې د غبرګولي په ۱۹مه د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه كې د حاجي زربادشاه په كاله كې سترګې وغړولې. نوموړى له اره د شېرزادو ولسوالۍ د كوديخېلو اوسېدونكى دى.خيال لومړنۍ زده كړې په پېښور كې د حضرت زبير بن عوام، متوسطه زده كړې په سيدجمال الدين او د ثانوي زدكړو برى ليك يې په ۱۳۷۶ لمريز كال له ابن سينا لېسې نه تر لاسه كړ او بيا د كانكور له لارې د ننګرهار طب ته بريالى شو چې په ۱۳۸۵

14.07.2007 سردارولي څرک

د تېلو په اړه راپور

د تېلو بيې ولې په لوړېدو دي؟ د تېرو څو مياشتو په بهير كې د تېلو بيې په افغانستان، په تېره په ننګرهار كې ډېرې لوړې شوي، لامل يې د تېلو ځينې سوداګر افغانستان ته د تېلو راواردېدو د مركزي سيسټم نشتوالي او ځينې نور يې په نړيوال بازار كې د تېلو د بيوو لوړېدل بولي. ګل ولي چې له پينځو كالو راهيسې په جلال اباد كې ريكشا چلوي وايي: ((تېل ورځ په ورځ په جګېدو دي، مونږ ته له مبلاينو سره يو ليټر پترول په 47 كلدارې تمامېږي، كله

24.06.2007 سردارولي څرک

ايا ګلاب د كوكنارو وړ بديل كېداى شي؟

آيا ګلاب د كوكنارو بديل كېدى شي؟د كوكنارو پر كر له قانوني بنديز وروسته د ننګرهار په ځينو سيمو كې كروندګر په خپله خوښه د ګلابو كرلو ته ځكه غاړه ږدي كوم چې د دوى له نظره له غنمو او جوارو ډېره ګټه لري. كوكنار د ننګرهار د اقتصاد اصلي توكى جوړاوه خو په دې وروستيو كلونو كې د چارواكو لخوا غير قانوني اعلان شول. په لرو پروتو سيمو كې اوس هم وګړي په پټه كوكنار كري خو كه د حكومتي چارواكو وس پرې بر شي، كرونده يې ور ويجاړوي. بزګران هر مهال پدې ټكي ډېر ټينګار كوي

23.06.2007 سردارولي څرک

جنګي فلمونه

  ((زما د جنګ والا فلمونه ډېر خوښېږي،ځكه زه غواړم ورنه جنګ او كراټې زده كړم.)) په سينمايي فلمونو كې جنګي مسايل نېغ په نېغه د ځوانانو په روان تاثير كوي، جګړه ايزو حالاتو ته يې هڅوي او د دې پرځاى چې د هېواد په بيا رغونه فكر وكړي په بيا ورانونه يې كوي. دماشومانو او تنكيو ځوانانو په روان باندې چاپيريال جوت اغېز ښندي چې. فرهنګي چارې د دغه چاپېريال يوه برخه جوړوي، چې په كې ټولنې، ښوونيز مركزونه سينما اونو

23.06.2007 سردارولي څرک

د ځوان شينواري پېژندنه

  جنۍ! راكه زړه مې دا لا زلمى نه دى ميوند ځوان شينوارى په ۱۳۶۸ لمريز كې د ننګرهار ولايت د هسكې مېنې په نرۍ اوبو كې د خوشال شينواري په كور كې دنيا ته راغى، دى  اوس  اتلس كلن دى او د جلال اباد په څلوېښت ميتره كې اوسېږي.ميوند شپږ كلن وو چې د ښوونځي په وره ور ننوتو، درې كاله يې سر په سر د سويې ازموينه وركړه او په ۱۳۸۶ لمريز كې له مياعمر لېسې بريالى راوواته.دى لا په لسم ټولګي كې و، چې د شعر ښاپېرۍ له لاسه ونيو، نوموړي

16.06.2007 سردارولي څرک

غزلې

  تيره شپه زه په شوګير باندې كرۍ كړمخداى اخته زه په دې  څه ډول خوارۍ كړم بيا زه خير كه عمر تېر په ملنګۍ كړمخو چې ښكل دې يو ځل سرې شونډې غوټۍ كړم هسې نه چې قد قامت زما بدرنګ دى محبت كې روستو پاتې غريبۍ كړم دا خو ستا له غمه څيرې ګرېوان ګرځمهسې نه چې دا كارونه له مستۍ كړم *** ټپې، ټپې دي سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان

14.06.2007 سردارولي څرک

غزلې

  چې نه انكار كړي، نه انكار غلى دىداڅه خبره ده سركار غلى دى په دې مالت خدايګو څه  غم تېر شوىګودر خاموشه دى، چينار غلى دى ښايي مرګي خلاص كړو د ژوند له شرهژړا يي نه خېژي بيمار غلى دى څركه! ناره د اناالحق پورته كړهبلا موده وشوه چې دار غلى دى                    *** منمه اور به په شېبه لګېږي خو په وژو يې زمانه لګېږي لكه

14.06.2007 سردارولي څرک

د نقيب الله شباب پېژندنه

نقيب الله شباب له نن نه نږدې ۳۰ كاله وړاندې د كږې ولسوالۍ په ډاګ كلي د غلام سخي په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.دى لا تنكى زلمى وو چې پېښور ته كډه شو او په كبابيانو كې يې واړول او هماغلته يې په صديق اكبر لېسه كې زده كړې وكړې او په ۱۳۷۸ لمريز كال ترې بريالى را وواته.شباب غوښتل چې لوړې زده كړې هم تر سره كړي خو د وخت غوښتنو دى اړ كړ چې د زده كړې پر ځاى كسب ته مخه كړي او له دې لارې كورنۍ ته يو څه نفقه برابره كړي چې دمګړۍ ته دى د موټرو د انجن تكړه مستري دى. دى نهه كاله كېږ

28.05.2007 سردارولي څرک

د زيرك فهيم پېژندنه

خاونده! چا ته ترېنه نېغه شمله وتړمهزموږ زلمي وجود لري وجود كې سر نه لري زيرك فهيم  له ننه 23 كاله وړاندې د جلال اباد په څلورمه ناحيه كې د سيد محمد په كاله كې سترګې وغړولې، نوموړى له آره د كونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونكى دى او اوس د جلال اباد ښار د مجبور اباد په سيمه كې شپې سبا كويلومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د نصرت په لېسه كې چې هغه مهال منځنى ښوونځى و ترسره كړي او په 1382 لمريز كال ننګرهار لېسې نه فارغ شوى دى او د1384  كال له كانكور ازموينې وروسته د تخار پو

28.05.2007 سردارولي څرک

د بختيار ساحل پېژندنه

  دا ځل د كلي لېونو باندې جرګه كومه احمد بختيا ر ساحل له ننه ۲۰ كاله وړاندې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه كې د محمد حكيم په كاله كې سترګې وغړولې. نوموړى له آره  د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د بر بيار اوسېدونكى دى.اوه كلن و چې په مياعمر لېسه كې يې زده كړه پيل كړه  او په ۱۳۸۵لمريزكال ترې بريالى راووت او د همدې كال د كانكور ازموينې ل

28.05.2007 سردارولي څرک

ام المؤمنين حضرت سودۀ ژوند ليک

د سكران رضى الله عنه خوب رښتيا شو ام المؤمنين حضرت سودۀ رضى الله عنها د سرور كائنات په نكاح كې تر راتلو وړاندې خوب ليدلى و چې له اسمانه پرې سپوږمۍ راوغورځېږي.  مېړه يې ورته د دې خوب تعبير داسې كړى و چې د رسول الله مېرمن به شي.  حضرت سوده رضى الله عنها يو څه توند خويه وه، خو د دې ترڅنګ خوش طبعه هم وه چې په ځينو وختونو كې به پيغمبر ((ص)) پرې خوشالېده، ابن سعد وايي چې حضرت سوده رضى الله عنها  به كله كله په قصدي ډو

26.05.2007 سردارولي څرک

د حضرت اسامه بن زيد رض ژوند ليک

د زهد او تقوا سمبول ابو محمد اسامه بن زيد هغه صحابي دى چې پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ډېر ګران و، د هغه پلار، حضرت زيد بن حارثه، ته يې زوى ويلي و او د هغه مور، ام ايمن،  رسول الله په كوچنيوالي كې په خپله غېږه كې پاللى و. د رسول الله صلى الله عليه وسلم له اسامه بن زيد رض سره دومره مينه وه چې تر ديارلس كلنۍ پورې به په ازادانه ډول نبوي حرم ته داخلېده، يوه ورځ په نبوي حرم كې دى له پيغمبر صلى الله عليه وسلم او بي بي عايشې رضى الله عنها سره ناست و.

26.05.2007 سردارولي څرک

د حضرت بلال رض ژوند ليک

((ابوبكر زموږ سردار دى او زموږ سردار بلال يې ازاد كړ.)) ((ما له نبي كريم صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې له ايمان نه وروسته بهترين عمل جهاد كول دي، ماته اجازه راكړه چې پاتې عمر مې په جهاد كې تېر كړم.)) د جاهليت په دوره كې  د بلال غوندې بېكسه خلكو او غلامانو لپاره نه يوازې د لويو شخصيتونو په كتار كې ځاى نه و، بلكې د انسانيت په سترګه هم ورته نه كتل كېدل.  خو، د اسلام ريښتوني مساواتو ته وګورئ چې ابو بكر صديق  او بلال رضى الله عنهما

26.05.2007 سردارولي څرک

ژوندمو پر اسلام وپسولئ

 د دغې پاڼې درو ليدونکيو!که چېرې تاسې هم له دغه ډول پوښتنو سره مخ کېږى  او غواړى چې ځواب يې تر لاسه کړ‌ى، نو خپلې پوښتنې د څرک په پته را واستوئ ژوند مو پر اسلام وپسولئ لومړۍ پوښتنه: که يو تن د غسل پر مهال اودس و نه کړي لمونځ يې کېږي، که نه؟ ځواب: له غسل څخه مخکې ا

26.05.2007 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more