د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې


د بې کيفيته او غير مجاز درملو په اړه ريپورټ

مېټامېزول يا نولجين يا ډېپېرون د دې له كبله چې د وينې په حجرو ناوړه اغېز ښندي له ډېرې مودې راهيسې د نړۍ د درملو له كتابونو څخه ويستل شوي ، دې درمل نه يوازې خپل دوايي ارزښت له لاسه وركړى دى بلكې په انساني بدن باندې د بدو اغېزو له كبله يې استعمال منعه شوى دى.كاولين او پکټين نه هضمېدونکي کيمياوي مادې دي چې دواړه په ګډه په لويو كولمو كې د باكترياوو، توكسينونو او مايعاتو د جذب سبب ګرځي او له دې كبله غايطه مواد كلكوي او د سارا ته تلو شمېر  راكموي. په

26.05.2007 سردارولي څرک

مياعلي صاحب په اړه انځوريز ريپورټ

والله كه روغ شي په مياعلي لېونىپه ميا علي بابا زيارت كې د لېونيو درملنې لپاره تور مرچ او وچه ډوډۍ وركول كېږي او د شپې په يخو خونو كې ساتل كېږي. دا لېونى چې تاسو يې ګورئ، دا يې ورور له شمالي څخه راوړى، دا يې درېيمه چهله ده چې دلته يې تېروي، خو تر اوسه يې بيا څوك پوښتنې ته نه دي راغلي، يوازې مياشت دوو كې يې ورور په ټېليفون ا حوال واخلي. نوموړى چې په دواړو پښو شل دى، شپه او ورځ د مياعلي صاحب  د قبر ترڅنګ كوټه كې چې پخوا جومات و او اوس په يوه تشه كنډواله  بد

26.05.2007 سردارولي څرک

دا زما د ژوند کيسه ده

                                         څه بايلل دي څه ګټل ديزندګي تلل او راتلل ديد دې دوه شېبو ژوندون نهيوه نوره غلا ك

26.05.2007 سردارولي څرک

قيس شګيوال

غښتلى باډي بلډرقيس شګيوال تر دې دمه د باډي بلډېنګ په نهو سياليو كې ګډون كړى چې په پنځو هغو كې لومړى راغلى. رفيع الله چې د سپورت په نړۍ كې په قيس شګيوال شهرت لري له ننه ۲۶ كاله دمخه يې په پچير اګام ولسوالۍ كې د عبد الجليل  په كاله كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دى له اره د ښېوې ولسوالۍ د شګې د شېخانو كلي اوسېدونكى دى.تر يوولسم ټو

26.05.2007 سردارولي څرک

خالدبن وليد رضى الله عنه

((زه به خامخا داسې كسان در ولېږم چې هغوى له مرګ سره داسې مينه لري، لكه تاسې يې چې له ژوند سره لرئ.)) خالد بن وليد رضى الله عنه د اسلامي لښكر هغه ستر سرلښكر و چې د حق په لار كې يې بې ساري سرښندنې كړي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته د سيف الله لقب وركړى چې مېړانه يې تر دې دمه د مسلمانانو په زړونو كې ژوندۍ ده. حضرت خالد رض هغه شخصيت دى چې رسول الله ورته د سيف الله (د الله توره) لقب وركړى  نوموړى د قريشو د قبيلې د بنو محزوم له كورنۍ څخه و

26.04.2007 سردارولي څرک

حضرت خديجه رضى الله عنها

 ((د دنيا له ښځو څخه دوه ښځې غوره دي، يوه مريم بنت عمران او بله خديجه بنت خويلد)) بي بي خديجه د حضرت محمد صلى الله عليه والسلام لومړنۍ ماندينه او په اسلام لومړۍ مشرفه شوې ښځه ده چې خپل شته يې د حق د لارې په دعوت او د كونډو، يتيمانو او بېوزلو په لاس نيوي لګولي. حضرت خديجه بنت خويلد له عام الفيل نه پنځلس كاله دمخه په مكه كې زېږېدلې، اصلي نوم يې خديجه او لقب يې طاهره او پلار يې خويلد بن اسد بن عبدالعزى بن قصى و چې په څلورم پښت كې يې د نسب لړۍ

26.04.2007 سردارولي څرک

بى بى عايشه رضى الله عنها

حضرت عايشه رضى الله تعالى عنها تر بعثت څلور كاله وروسته د شوال په مياشت كې زېږېدلې. ابوبكر الصديق يې پلار او مور يې ام رومان بنت عامر وه چې دواړه له لويو صحابه كرامو څخه وو.نوموړې له ماشومتوبه ډېره ذهينه او هوښياره وه او دومره قوي حافظه يې لرله چې د وړوكوالي ټولې خبرې يې په ياد وې. حضرت عايشه د حضرت معاويه رض د حكومت تر اتلسم كال پورې ژوندۍ وه. په پاى كې د (۵۸) كال د رمضان په مياشت كې ناروغه شوه او دهمدې كال او همدې مياشتې په اوه لسمه نې

26.04.2007 سردارولي څرک

حضرت ابو عبيده بن الجراح رضى الله عنه

امين سالار د اسلامي تاريخ سرښندونكى سرلښكر چې آن د نبي كريم ص له رحلته وروسته هم ډېرې جګړې د ده تر لارښوونې لاندې پرمختللي، ابو عبيده بن الجراح رض دى. د حضرت ابو عبيده بن الجراح اصلي نوم عامر بن عبدالله بن الجراح و چې د قريشو د بنو فهد كورنۍ ته منسوب و. هغه وخت د حضرت صديق اكبر رض په دعوت په اسلام مشرف شوى و چې لا رسول الله ص دار ارقم ته نه و داخل شوى. دى د بدر غزا ګډونوال، د عشره مبشره و يو تن او په هغو كسانو كې هم شام

26.04.2007 سردارولي څرک

د حضرت خٌبيب رض ژوند ته كتنه

((اى خدايه! ما ستا د رسول پيغام خلکو ته ورسوه، ته زما خبر هغه ته ورسوه.)) دا حق پالونکيو له ډلې څخه ده هغه صحابى دعا وه چې کفارو په چل ول تر لاسه کړى وو او له ډير زحمت وروسته يې په داسې حال کې په دار وزړولو چې د هغه په خوله د توحيد کليمه زمزمه کېدله.په څوارلسم هجرى کال کې د بنو لحيان مشر سفيان بن خالد د مسلمانانو پر خلاف يوه دسيسه جوړه کړه، هغه داسې چې د عضل او قارې اوه کسان يې دپيسو په بدل کې وګمارل چې د اسلام په جامه کې مدينې منورې ته لاړ شي

26.04.2007 سردارولي څرک

ايتلافي ځواكونه خپل سري عمليات كوي

كه د پوليسو او امريكايي ځواكونو لخوا خپل سري عمليات او يا د خلكو كورونو ته په غلا اوښتل همداسې دوام وكړي نو د رحيم خټګر په وينا د دوى غوندې ځورېدلي خلك به له طالبانو سره يوځاى شي.رحيم د طالبانو د نيول شوي وياند ډاكټر حنيف (عبدالحق حقيق ) د تره زوى او اوښى دى چې د ده دنيول كېدو په يوه ناكامه هڅه كې د خپلې ښځې سره د افغان او ايتلافي ځواكونو لخوا  و ويشتل شو چې تر دې دمه دواړه له ټپونو په كور پراته دي.دى وايي چې له دوى سره ظلم شوى، ځكه د ده په وينا په توره شپه يې په كور ور وا وښتل،

26.04.2007 سردارولي څرک

د مومندرې د پېښې په اړه راپور

د مومندرې د پېښې عاملين بايد محكمه شي ولسي شور چې د خلكو له استازيو جوړه ده د مومندرې د پېښې په اړه چې د ۱۳۸۵ لمريز كال د كب په ۱۳ مه رامنځ ته شوه څه كړي؟دغه پېښه د تورخم جلال اباد په لويه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند د سپين پل په سيمه كې د يو ځانمرګي بريد وروسته رامنځته شوه، خو د عيني شاهدانو په وينا امريکايي ځواکونو له بريد وروسته د لارې په اوږدو كې په بېلا بېلو ځايونو كې پر عامو لارويانو، موټرو او کورونو ډزې وكړې.په دغه پېښه كې د مړيو د شمېر

26.04.2007 سردارولي څرک

منګل سره مركه

  پاينده محمد منګل د هېواد له تكړه سندرغاړو څخه يو دى چې د ژوند ډېر كلونه يې هېواد والو ته په سندرو ويلو او د هغوى د محفلو د ګرمولو لپاره تېر كړي، نوموړى له اره د لغمان ولايت د ګومين اوسېدونكى دى او دده په وينا(( دا چې په کوم کال پيدا شوى يم څه خاصه پته راته نشته خو اوس د پنځوسو كولو يم ))دى له هغه وخت نه چې لا ماشوم وو او په جومات كې يې سبق وايه له سندرو ويلو او

26.04.2007 سردارولي څرک

په يوه ورځ له دولس سوو زيات كونړيان...

نږدې درې لسيزې وړاندې ۱۳۵۸ لمريز كال د وري په ۳۱مه د كونړ ولايت مركز، اسعد اباد، ته څېرمه كلي، كېراړه، كې له دولس سوو زياتو عامو وګړو ژوند پدې پلمه واخيستل شو چې ګوندې دوى د حكومت له مخالفينو سره لاس لري. په دې اړه د كيراړې يو تن اوسېدونكى ډاكټر ثنا الحق چې د كورنۍ څلوېښت تنه يې پدې پ

08.04.2007 سردارولي څرک

ولې دولت په هېواد كې ...

ولې دولت په هېواد كې د بهرنيو اسعارو د چلښت مخنيوى نه كوي؟ له ډېرې مودې راهيسې دولت په دې هڅو كې دې چې په هېواد كې د بهرنيو اسعارو مخنيوى وكړي او افغانۍ په چلښت كې راولي خو تر دې دمه نه دي توانېدلي چې دغه چاره سر ته ورسوي. دا چې لاملونه يې څه دي په اړه يې د روان كتاب پلورني څښتن محمد حسن وايي: ((زه خپله كتابونه په افغانيو خرڅوم، خو دا چې ولې په ټول بازار كې دا كار نه كېږي، زما په نظره ځكه دا كار نه كېږي چې واړه دوكانداران دلته وي او كه خپله يې له پاكس

08.04.2007 سردارولي څرک

د كوكنارو پر كر بنديز ...

۲۰۰۶/۱۱/۱۰ د كوكنارو پر كر بنديز نا امني رامنځته كوي او بزګردكوكنارو پر بديل نا خوښه دي د ننګرهار حكومتي اداره لا په دې نه ده بريالۍ شوې چې بزګرانو ته د كوكنارو وړ بديل ور په ګوته كړي. د ننګرهار په يو شمېر سيمو كې يو ځل بيا بزګرانو د كوكنارو كرل له دې امله پيل كړل چې دولت ورسره په كړو ژمنو كې پاتې راغى. ننګرهار چې نيږدې (97820) هكتاره كرنيزه زمكه لري او يو له هغو سيمو څخه دى چې دوه كاله وړاندې پكې د كوكنارو فيصدي د پخوا په پرتله په سلو كې پينځو ته

08.04.2007 سردارولي څرک

په ننګرهار كې سپورتي بهير

  په ننګرهار كې سپورت كونكي نه تشويق كېږي خوشال حضرتي چې له ديارلس كالو راهيسې د بوكس ورزش كوي په دې اړه وايي: د ننګرهار خلك غريب خلك دي، ځكه ډيرى خلك سپورت ته زړه نه ښه كوي او نه خلك هغه كسان چې سپورت كوي تشويقوي، ځكه دوى په دې عقيده دي چې ورزش كاران چې دغه وخت په سپورت لګوي ولې خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ نه ګټي.خودى بيا يو شمېر كورنۍ او خلك ستايي چې ورزش كاران تشويقوي ترڅو خپل ورزش پر مخ يوسي  چې د ده كورنۍ يو ل

08.04.2007 سردارولي څرک

ببولالې څار ... ---------- ( فرهاد دريا)

  فرهاد دريا سربېره پردې چې ختيځواله او لويديځواله موسيقي يې له بېلابېلو استادو زده كړې، خو افغاني ولسي موسيقي ته يې د خپلو هلو ځلو او تجربو په ځواك يوه ځانګړې اروا ورپوكړې.نامتو سندرغاړى فرهاد دريا په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد يو له مخکښو سندرغاړو او کمپوزرانو څخه دى چې په پښتو، دري، هزارګي، ازبکي او اردو ژبو يې په لسګونو سندرې ويلي دي.نوموړي په كندوز كې د قطغن د نايب الحمكه  شېرخان ناشر د ز

08.04.2007 سردارولي څرک

د پښتو فلمونو تانده څېره، معشوق شاداب

  معشوق شاداب له نن نه اته ويشت كاله دمخه د لغمان ولايت د ده زيارت په كلي كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دوى له آره د غزني دي او نيكونه يې لغمان ته راكډه شوي دي. اوس د جلال اباد ښار په اوله ناحيه كې ( د ډولكي بابا زيارت تر شا) شپې سباكوي اته كاله وړاندې د چكنورۍ له لېسې څخه فارغ شوى خو له يو شمېر اقتصادي ستونزو له كبله ترې نيږدې دا اته كاله لوړې زده كړې پاتې شوي خو اوس  پلان لري چې په نيږدې راتلونكي كې خپلې زده كړې سرته ورسوي.د طالبانو د پ

08.04.2007 سردارولي څرک

ګل جان صادق سره مركه

((زه له خپل هنره ښه خاطره لرم او راضي يم، ځكه زما د ژوند ټول ضرورتونه له همدې لارې پوره كېږي او زه چې اوس څه يم د همدې هنر په بركت يم)) ګل جان صادق ۳۸ كاله وړاندې د ننګرهار ولا

08.04.2007 سردارولي څرک

د سرحدي ځواك پېژندنه

سرحدي ځواك له نن نه (۲۱) كاله وړاندې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه كې د مدير نور رحمان په كاله كې سترګې وغړولې، نوموړى له آره د كونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونكى دى.لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د نصرت په لېسه كې چې هغه مهال منځنى ښوونځى و ترسره كړي او په ۱۳۸۳لمريز كال د مياعمر۱ لېسې نه په ښو نومرو فارغ شوى دى او د همدې كال د كانكور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د كرنې پوهنځي ته بريالى شوچې اوس د همدې پوهنځي د دريم كال زده كړى دى. ځواك له ۱۳۸۰ كال  راهيسې ش

08.04.2007 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more