د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې


د وروستي ديدن ناول پينځمه برخه... څرك

دى کلي ته نږدې ورغى او درېدو، تر ډېره يې د خپل کلي تماشه کوله، د کلي د لوې لارې پر سر د پيپل ونه اوس هم لا هماغسې غلې ولاړه وه، چې سيوري ته به يې مسافر او د دې کلي اوسېدونکي دمه کېدل. له ونې څخه د بې شمېره مرغانو اوازنه پورته کېدل، ده ګومان کاوه لکه دا مرغان يې چې دوستان وي او د ده هرکلى کوي، د هوا څپو به چې کله د ده بدن ښکلاوه، نو لکه د مرهم به پرې لګېدې، له خوښۍ نه يې ښه په تېزه، تېزه ساه واخيسته، تا به ويل چې ټوله هوا خپلې سينې ته ننباسي.کله چې دى کلي ته ننوتو، هلته د ژوندانه ټولې نښې وې،

05.02.2009 سردارولي څرک

د وروستي ديدن ناول څلورمه برخه... څرك

مظفرخان به هره مياشت يو ليک خپل زوى ته د کلي په ادرس استاوه، خو ده ته کله هم د خط ځواب په لاس ورنه رغى، ده به ډېرى وخت دا سوچ کاوه چې خداى خبر هغه خط يې تر زوى ور ورسېد که نه؟په ملتان زندان کې د مظفرخان دا دويم کال پيلېدونکى و، خو تر اوسه يې هيڅوک ليدو ته رانغلل.د ده له غمونو تلاوالا زړه به تل خپل زوى او تر هغه زيات لمسى ياداوه، کوم يې چې تر اوسه ليدلى هم نه و، تر اوسه يې کوم تصوير هم نه و ليدلى، نه پوهېده چې چاته تللى؟ د چا نښې به پکې وي، دا يو داسې تند احساس او د تنهايى

05.02.2009 سردارولي څرک

د ورستي ديدن ناول3برخه

همداسې وشو، د بلقيس روغتيا چې لا له وړاندې سمه نه وه، نوره هم پسې خرابه شوه، تر دې چې د كټ او د پوزي يې كړه.تر يو څه مودې پورې خو يې د كلي حكيم درملنه كوله، خو چې د بلقيس صحت ښه نه شو، نو اميرخان هغه د ښار يو غټ ډاكټر ته يوړه، هغه يې يو شمېر ټېسټونه وكړه چې د ټېستونو د پايلې نه وروسته ډاكټر اميرخان ته وويل چې دوى په راتګ كې ډېر ځنډ كړى: ((د دې د ځيګر سرطان دى چې كابو وخت يې كېږي، دا له يو څو مياشتو سوا ژوندۍ نه پاتې كېږي.))د ډاكټر خبرو اميرخان ته سخت زيان ورساوه، پلار يې په زندان كې پ

09.09.2008 سردارولي څرک

د شهزادګۍ ناول لسمه او يوولسمه برخه....څرک

لسمه برخه كله چې دروازې بندې شوې او زموږ غلام وريېښمينه پرده راخوره كړه، نو لولا د پردې شاته په پټو سترګو كېناسته، د دې شونډې خوزېدې، موږ ليدل چې پر دې يو ډول حالت راتلو، داسې ښكارېده لكه سره چې پكې ساه نه وي، څو ځله يې لاس پر خپل تندي راتېر كړ او بيا يې په زمكه لاس راتېركړ، له دې وروسته لكه د مرغه دواړه لاسونه داسې وخوځول تا په ويل الوځي.د ټولو سترګې د همدې چاغې او لنډۍ ښځې خوا ته وې چې څېرې او جامو نه تياره يوه پېرۍ ښكارېده، پرته له دې چې موږ ته وګوري بيك يې پرا

09.09.2008 سردارولي څرک

د شهزادګۍ ناول نهمه برخه

نهمه برخه يوه ورځ د سلطان د مور پر وړاندې حاضرې شو-  د دې په مخكې له قيمتي ډبرو او سرو زرو نه په جوړو شويو لوخو كې ډول ډول خواړه ايښي و.دوباره چې موږ كله ورغلو نو و مو كتل چې ماحول بكل بدل دى، هماغسې يې بالخت ته تكيه وهلې وه او داسې په زور زور يې خندا كوله چې د بل چا مجال هم نه و.يو ځل چې بيا هم موږ ورغلو ،ګورو چې زموږ خونو كې عجيب عجيب خوشبويانې وهل شوې وې، په محل سراى كې د لوړ كيفت عطرو كارخانه هم وه.د سلطان د مور په كوټه بې اندازې ښكلې قالين غوړېدلې وه، يو لوري ته

09.09.2008 سردارولي څرک

د شهزادګۍ ناول اتمه برخه.... څرك

دا خدمتګاره د خپلې بادارې په اشاره راوړاندې شوه او له ماڅخه يې پوښتنې پيل كړې:- نوم دې څه دى؟- څو كلنه يې؟- د پلار نوم دې څه دى؟- د كومې قبيلې يې؟- كور كې دې څه كول؟- څو ورونه او خويندې لرې؟- مور دې ژوندۍ ده كه مړه؟دا هغه سوالونه و چې دې ګورجۍ خدمتګارې له ما وكړل، له دومره مودې وروسته چې كله ما په لومړي ځل پخپلې مورنۍ ژبه خبرې واورېدې، نو دومره خوښه شوم چې اظهار يې نشم كولاى.د دې خدمتګارې له خولې څخه مې چې پخپلې ګرانې ژبې(ګورجۍ) خبرې واورېدې، بې اختياره مې

21.04.2008 سردارولي څرک

ناظم................... ګهيځ

دنارنج ګل ډګروال بېرته خوردضابط شو..!د نارنج ګل ناظمان دې سږنى (١٣٨٧) کال  تور و نوموي، په دې مانا چې د ځينو بربنډو لفظونو بيه پکې ٥٠٠٠ زرو ته راښکته شوه، ځينې پکې له ډګروالۍ نه لاندې خوردضابطۍ ته راولوېده او يوه نيم چې دا سوړ بازار وليد، نو پښې يې سپکې کړې. واه... څومره بده ماتې ...هو! سږکال د نارنج ګل ناظمان له مخې مات  و ګوډ شو، ځکه د نارنج ګل د ګډونوالو لاسونه له څو کلو راهېسې په هغو سولېدلو خبرو دردېږي چې يوه هم رښتيا نه شوه، نو همدغه ځاى دى

05.04.2008 سردارولي څرک

د شهزادګۍ ناول (۷) برخه....... څرك

زه د خپلې قبيلې د يو سردار لور وم، زما ټول عمر چې نږدې نولس كاله كېده په ارام ، عيش او عشرت كې مې تېر كړي وو، مګر دلته په راتلو سره مې خپل امارت له لاسه وركړ، څومره توپير دى په دې دواړه حالتونو كې!؟هلته زه ازاده او خپلواكه وم، قدر او عزت مې و، څوك و چې په ليدو به يې راته له احترامه سر نه ښكته كاوه، پر ټولې قبيلې مو د كورنۍ راج غږېده او دلته په دې نوې ودانۍ كې يوازې د يوې بندۍ په څېر شپې رڼوم.پر اعصابو مې دې تخيل ډېره ناوړه اغېزه وكړه او يو ډول ستړيا مې احساسوله، په كوم ذهني بوج باندې چې

01.04.2008 سردارولي څرک

د ريس صيب موټر............ سپېلنى

  په اوسنيو وختونو كې خو لويو او وړو موټرو خپل ارزښت د ډېر توليد له امله د اسمان له لمنو لاندې ځمكې ته راخطا كړى دى او د موټرو په دې راولېدو كې دلته په افغانستان كې دوو خواوو ښه رول لوبولى، يو په تېرو كلونو كې د كوكنارو پراخه كر او د ترياكو لوړو نرخونو چې له امله يې د غرونو ځينې ژرنده ګړي هم له خرو بې غمه شول او بله خوا يې د نوو بدلونونو سره تړلې ده چې انجوګانو او تش په نامه ټولنو كې دننه خلك له يوې مخې د موټرو لرونكي شول، خو زموږ رئيس صيب ته د موټرو په دا دومره ګڼه ګوڼه كې موټر

04.03.2008 سردارولي څرک

غزل................................ ناګار صيب

زمونږ په لاره باندې نشته دى خطر له سرهخو دا يو شرط شته دى چې نه به راوړې سر له سره په وينو ژوند لكه د ګل د ښكلا ښكلى تعبيرموږ د شفق غوندې تاو كړيدي سره زر له سره د قربانۍ په قدم نه ځي د هوس لارويله پټه رازه خوار واعظ نه شو خبر له سره زما الفت زما حمزه يې تر ټولو ښه وراث دىهغه پګړۍ چې وه تړلې پيغمبر له سره لكه مڼې بادونو سره كړه د كابل اننګيخمار يې نه وځي د الله اكبر له سره كربلا بيا په كوم منصور باندې كړه تنده ماتهچې پيل غورځنګ د

04.03.2008 سردارولي څرک

غزلې ........................... څرك

ستا ليدو باندې مې خولې نه توري تښتيلكه ووړ ماشوم خبرو كې بندېږملكه واوره چې د لمر په تاو ويليږيداسې زه دې بلتانه كې ويلې كېږم دا منمه چې مې نشوې، خو جانانه!دا منې به چې په نوم دې زه يادېږم هيڅ حاجت مو د پوښتنې نشته ياره!څنګ چې زه يم داسې ته يې ښه پوهېږم لكه خوار مزدور د اوړي په ګرمۍ كېداسې زه په خپلو اوښكو كې لمبېږم دغه هسې تصنوع ده، اصل ندىدا چې ياره د دنيا مخكې خندېږم ۱۳۸۶ كب۱۲ مه    &nbs

04.03.2008 سردارولي څرک

ټوكې ..................... څرك

زده كونكى يو پلار ته د هغه د زوى په هكله د ښوونكي ليك په لاس ورغى، پلار له ډېرې غوصې شونډې چيچلې او په قهرجن غږ يې له زوى و پوښتل چې تاته پته ده چې ستا ښوونكي په دې ليك كې څه ليكلي؟زوى د سر په خوځولو ورته وويل چې نه پلاره!_ ستا ښوونكي ليكلي دي چې هغه به په ژوند كې هم په دې ونه توانېږي چې تاته څه در زده كړيزوى ښه په غرور پلار ته ځواب وركړ چې ما خو مخكې هم درته ويلي وو چې په ښوونكي كې دا قابليت نشته.پلار يې چې كله د ده نتايج وليدل نو غاښونه يې وچيچل ا

23.02.2008 سردارولي څرک

د بري راز............................. څرك

د بري راز ډيرى وګړي داسې فكر كوي چې ځينې انسانان څنګه بريالي كېږي؟ خو دوى دې ته نه ګوري چې دا ځينې انسانان په كومو خبرو له عمل كولو وروسته بريالي شوي دي؟د هر انسان د بري راز په څو خبرو كې پټ دى، كه موږ په دې خبرو عمل پيل كړو، نو هيڅ خنډ نشته چې خپلو نومونو ته د برياليو كسانو په كتار كې له ځاى پيدا كولو مو منعه كړي.تر ټولو لومړۍ او ضروري خبره دا ده چې پر وخت پابندي وكړو_ په دې خبره هر شعور لرونكى انسان پوهېږي چې وخت يو ځل تېر شي بيا نه راګرځي، ن

23.02.2008 سردارولي څرک

ترهګر..................... څرك

دلته هم زه مرم، هلته هم زه... حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې يو وخت به داسې راشي چې قاتل ته به دا پته نه وي چې ولې مرګ كوي او مقتول ته به دا پته نه وي چې ولې مري؟د وختونو او زمانو له بدلانه سره په سيمه او نړۍ كې وحشتونو او ظلمونو هم خپله بڼه بدله كړې او د همدې بدلانه  سيوري د هغو خلكو رنګه هم په بله اړولې چې

23.02.2008 سردارولي څرک

روستى ديدن (ناول) 2

دوى دواړه ښار ته لاړل او له مشهور وكيل سيف الله سره يې خبره غوټه كړه او د مظفر خان كېس يې ور حواله كړ.سيف الله دوى ته يقين وركړ چې پوره كوښښ به كوي ترڅو لومړى خو تورن بري شي او كه نه نو لږ تر لږه دا خو به وكړي چې سزا يې راكمه كړي._((بس كوښښ كوه چې پلار مې ژر تر ژره راخلاص شي.))_ لومړى خو به زه محكمې د تورن د ضمانت ردخواستي وركوم، كه ضمانت يې وشو، نو پوه شه چې تورن بري شو.امير خان او بلقيس له مظفرخان سره د لېدنې لپاره (تاڼې) ته لاړل، له دوى سره مختار هم غاړه و_ مظفر خان تر دې د

19.02.2008 سردارولي څرک

روستى ديدن (ناول)

ليكوال انور احسن صديقيژباړن: سردارولي څرك امير خان په سختو الفاظو مورته وويل: څنګه خبرې كى مورې! اوس موږ دومره خوار شو، دومره ذليل شو چې جميله ناصر ته وركړو، لكه چې ستا په اند موږ كې هيڅ غيرت نه دى پاتې كه څنګه؟مور يې( بلقيس) ځواب وركړ : زه نه پوهېږم چې دې كې د بې غيرتۍ څه خبره ده؟ تا په ناصر كې څه بدي ليدلې؟ كورنۍ يې ښه زمكه جايداد لري، د پلار يو زوى دى، دوى له موږ نه كم نه بلكې څو جنده زيات دي._ خبره د كم او زيات نه ده مورې!  دا خلك زموږ له ذات نه ډېر واړه دي، م

19.02.2008 سردارولي څرک

د عبدالجبار څپاند غزل

ولې داسې غلى يې څه نه وايېګرانه چا رټلى يې څه نه وايېحسن ګناهګار دې خطاګانې كړيته څومره سپيڅلى يې څه نه وايېښكلي بس كاته كوي غږيږي نهخدايږو ياره ښكلى يې څه نه وايېځار دې له منصورې حوصلې نه شمدار ته را ختلى يې څه نه وايېپيژنم تصوير يې د خواږه جانانزړه نه راوتلى يې څه نه وايېبيا دې ياغي حسن كې مستي نشتهبيا چا ژړولى يې څه نه وايېډيره موده وشوله څپاند اشناكومې خواته تلى يې څه نه وايېعبدالجبار څپاند

19.02.2008 سردارولي څرک

د صديق الله بدر غزل

  تيارې دي له سهاره تر سهاره توره شپه دهپه موږه بدنصـــــــيبو دوامداره توره شپه دهبنګړو ته دې شرنګ وركړه چې دې وپېژنم يارهده لار له لارې وركه لار په لاره توره شپه دهبلا د زلفو اخلو چې په لاره ځــــــــو د زلفود عشق د ليونيـــو خو تر داره توره شپه دهنه جام نه صراحي شته او نه شور څه د بنګړيوپه موږه مينه خوارو داسې خواره توره شپه دهديدن ارمان چې راشي بدره دا سندره بولوچې خوارې سترګې ګرځو لا اغياره توره شپه ده  

19.02.2008 سردارولي څرک

د دروېش دراني غزلې

  هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شيبس له لرې ورته وګوري روان شيدا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شيزړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړچې رقيب شړې نو هم زما ارمان شيپه وړه خوله چې كوې لويه خبره دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شيد دروېش خاورې وجود به هم سره زر شيكه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي   له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وهزما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه ستا په

19.02.2008 سردارولي څرک

د بلينډې بدرۍ غزل

  لاس ېې رسي ان تر ستوري دنګ ولاړ دیبيا مې خيال په سندريز ګړنګ ولاړ دیبوله مه چې به زلمي ور پسې پاڅيانقلابه، جينکو ته جنګ ولاړ دیهر غزل مې لکه زيږ پښتون د غرونوځکه هوش دی ورته لوتی رنګ ولاړ دیزما له سل ملالو ډک درانه نظر تهستا نظر لکه زخمي پېرنګ ولاړ دیهله مړه ترې ها ډيوه کړئ ګنې سوځي په لمبې ېې يو ياغي پتنګ ولاړ دیبيا بدرۍ ته ېې لمن بېرې راوړيها ماشوم چې د ګودر تر څنګ ولاړ دی

19.02.2008 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more