د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې


د شهزادګۍ ناول ١٣ مه برخه --------- څرک

موږ ته د دنيا ټولې اسانتياوې برابرې وې، خو!  د حرم سراى باغونه ډېر لوى او پراخه وو، ګرد چاپيره ترې سپين دېوال راچاپيره و،  چې ځاى ځاى يې برجونه لرل او ډېرې  دروازې يې لرلې. چې څو يې د ښار خوا ته وې، مركزي دروازه هم ښار خواته وه، چې پكې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو. په ټاكلي وخت به موږ دغه باغ ته تللو، كه به موږ كې چا د سمندر چكر غوښتو، نو هغه كولاى شواى چې په وړه كښتۍ كې د سمندر سيل وكړي.

15.04.2010 سردارولي څرک

جهاد او ترهګري ---------------- څرک

مسلمان او ترهګري ايا ترهګري د مسلمانانو كار دى؟ ((د پوښتنو او ځوابونو برخه))  ډاكټر محمد نايك: مخكې تر دې چې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پيل كړو مخكې تر مخكې تاسې ته يو څو اصول او قواعد وايم چې بايد د پوښتنو پر مهال يې مراعت كړئ  

12.04.2010 سردارولي څرک

جهاد او ترهګري --------------- څرک

پاتې برخه: ايا اسلام د تورې په زور خور شوى دى؟ اسلام د امن او سولې داعي دى او مانا يې هم سوله او امن ده، دا د سلامتۍ دين دى، اسلام د سلام له كليمې څخه اخيستل شوى دى چې مانا يې سلامتي ده، چې له اولې ورځې څخه يې بنسټ پال ټولې نړۍ ته د امن او سلامتۍ پيغام وركوي او مسلمانانو ته په سختۍ د دې كا

12.04.2010 سردارولي څرک

جهاد او ترهګري

  ((په اسلام كې د بدۍ يا ناسمې موخې د پوره كېدا په خاطر د جهاد كولو خيال يا تصور هم ندى شوى، بلكې د علم د ترلاسه كولوو لپاره جهاد كول، د دين او د الله او د هغه د رسول د خوښيو او رضا د تر لاسه كولو لپاره جهاد كېږي، اسلامي جهاد يوازې د انسان د ذاتي اصلاح او د انسانيت د بري په خاطر كېږي، خو له بده مرغه، يو شمېر غير مسلم وګړي او  مسلمانان د جهاد مانا يوازې جنګ كوي چې دا پر ځاى نده. )) ډاكټر ذاكر نائيك

12.04.2010 سردارولي څرک

اسلام انسانيت لپاره رحمت دى، نه کړاو --- سردارولي څرک

شيخ منظور: مننه نايك صيب! موږ ستاسې جادوګر تقرير اورېده، چې په حقيقي او منطقي دلايلو ولاړ و او د اسلامي دعوت په ضد د دښمنانو خوله ماتونكى ځواب مو وايه _ اوس د دې ناستې دويمه برخه( پوښتنې او ځوابونه)) پيليږي، هغه ښاغلي چې پوښتنې كول غواړي، د مايك مخې ته دې په ليكه كې ودرېږي_ دويمه خبره دا چې د ډاكټر صيب ذاكر نايك غوښتنه ده چې دوستان بايد د موضوع اړوند پوښتنې وكړي، خو غير مسلم ورونه او خويندې له موضوع بهر هم پوښتن

12.04.2010 سردارولي څرک

اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه كړاو

د نن دې له بركته ډكې ناستې كې زه منظور شيخ ستاسې كور به يم، خپل پروګرام د  قران كريم په تلاوت پيلوو، د نړيوال اسلامي ښوونځي زده كړي فاروق نائيك ته بلنه وركوم چې د قران كريم د څو اياتونه په تلاوت دغه ناسته پيل كړي:((فاروق نائيك د ډاكټر ذاكر نايك زوى دى)) .............. د الانفطار سورة تلاوت............. ژباړه: ((كله چې اسمان وچوي، او كله چې ستوري خواره واره شي.او كله چې سمندرونه وشلېږي. او كله چې قبرونه پرانستل شي. هغه وخت به

12.04.2010 سردارولي څرک

يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوري

... سردار د خيبري سبك له پيروۍ د يوه ريالست شاعر او رومانتيكې شاعرۍ په چوكاټ كې د شعر پر نورو ښيګټو سربيره دشعر رواني  دده په ښه  مهارت دلالت كوي . راځې چې د پورته پريكړو بيلګې  دده شعر  په  لاندې بيتونو كې  وګورو :يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوريښه پوهېږم ستا كاته راله كار ګورييوه ورځ به د منصور غوندې په دار شميوه ورځ به مې دا خوله راله كار ګوري زيرك فهيم۱۳۸۷ليندۍ۱۰مهد لمر او طلوع تلوي

07.02.2009 سردارولي څرک

د څرك شعر

د څرك شعر زما په اند د څرك ژوند په ښار كې تېر شوى، خو په شعر كې د كلي ستاينه كوي. بل د څرك د شعر ژبه ده چې د پېښورۍ لهجې تاثير پكې شته چې دې تاثير د ده شعر رنګين كړى دى.د څرك د لنډ څپيزې غزلې چې چست او اهنګينې دي، د ده په شاعرۍ كې د شمار وړ دي، بل كمال د دې غزلو دا دى چې د موسيقۍ سره هم غاړه غړۍ كېدلاى شي.څرك د يو ژمن شاعر په توګه په شعر كې د كلماتو په اوډنه پوهېږي، دى خپل خيال او پيغام دواړه لكه څنګه يې چې غواړي په شعر كې يې لوستونكو يا اورېدونكو ته وړاندې كوي، د

07.02.2009 سردارولي څرک

ته څنګه لاړې،څنګ دې فکروکړ

ته څنګه لاړې،څنګ دې فکروکړچې بې له تا ماله ارام راځيما چې ترخپلې وسې د څرك د شاعرۍ د لوستو پر بنسټ د ده د شاعرۍ د جاج اخيستو هڅه وکړه، نو دى مې د پښتو دوديز هنري شعر د يوځوان  پنځکر او د عيني انځورونو په بڼه د کوزې او برې پښتونخوا دواړو له ګړدويزو ژبو (لهجو) څخه ديوې ګډې جوړې نسبتا خوږې، روانې محاوره ډولې ژبې پرمټ د خپلو نه هېريدونکو ژوند پېښو (مينې، بري، ماتې...) په ريښتيني توګه انځورونه يې د لويو شعري ځانګړنو په توګه ومنل. 

07.02.2009 سردارولي څرک

د څرك شاعري

د څرك شاعري ، ساده، روانه اود مينې كليواله ژبه يې كارولې.ځينې شعرونه يې داسې دي چې لوستل يې يو څه ستونزمن به وي، خو دا شعرونه هغه سندرې دي چې سردار ترنم كړي او همغسې يې ليكلي، پدې هيله چې د هغه د خولې سندرې نورې هم خوږې او رنګينې شي، د اوږد ژوند دعا ورته كوم سيد عبدالله نظامي _ اسعد اباد

07.02.2009 سردارولي څرک

د څرك د شاعرۍ څرك

د څرك د شاعرۍ څرك ما چې د ښاغلي څرك شاعرۍ اورېده او بيا مې د هغه شعري ټولګه ولوسته نو راته جوته شوه چې شعر يې له خاپوړو وتى او پخېدو ته يې هم ځان رسولى دى.د شاعر له شاعرۍ جوتېږي چې الهام يې له لرې پښتونخوا د مينې تږي او وصال ليوني شاعر ارواښاد مصري خان خاطر څخه اخيستى دى، ځكه خو تر ډېره د هغه پر پل هم روان بريښي.شاعر په خپلو شعرونو كې د زړه له بېخه خپل درد په ساده، روانه او ولسي ژبه كې رانغښتى دى او تر پايه له خپل مين څخه د وصال او مينې تمه كوي او خپل مين

07.02.2009 سردارولي څرک

څرك يو ارمانجن شاعر

څرك يو ارمانجن شاعر دىاو زما هم همدغه ارمان دى چې د كوم لپاره چې دى شعر ليكي. زه مې د زړه خبره كوم، ځكه د څرك شعر زما زړه ته رسي او كه نوره يې هم ښكاره ووايم، څرك زما د خيالاتو ترجمان دى.زه لاسونه لپه كوم او وايم چې هغه وخت دې د څرك  خپل ارمان ته ورسېږي چې پينځه ټولګې شاعري يې كړې وي. په درنښتا. بختيار ساحلزما شاعرانه دېره، مومند خپرندويه ټولنه،

07.02.2009 سردارولي څرک

دسريزې پر ځاى

  تېره اونۍ چې جلال اباد ته تللی وم، نو ګران ورور سردار ولي څرک پرته له دې چې له مانه و پوښتي، وويل چې ما خپله ټوله شاعري راټوله کړې ده. د چاپ اراده يې لرم او  ته به پرې ليکنه کوې. سبا ته چې مې بريښنا ليک پرانيست، نو د څرک ډيزان شوی کتاب مې په کې وموند. په چرت کې لاړم، له ځانه سره مې وويل چې ته په کوم جرئت د شعر په کتاب ليکل کوې. په شعر ليکل خو د شعر پوهانو کار دی نه د شاعرانو. په نه زړه مې د کمپيوټر په پاڼه کتاب پرانيست او د سردار ولي څرک د شعر ونو په لوستلو مې پيل وک

07.02.2009 سردارولي څرک

ښاغلى څرک د (( ياد)) په هېنداره کې

 ډېر ځله دا پوښتنه را ولاړېږي چې  ښه شاعري کومه ده؟ د چا شعر ته ښه شعر ويلى شو او د کومو ارزښتونو له مخې يې ښه شعر بولو؟ تر اوسه په دې جوهر پسې ډېر سوداګر ګرځي، ډېر مينه وال د شعر په ملغلرو کې د خپل ذوق رنګ لټوي  او لا هم دې پوښتنې ته ځواب نه دى موندل شوى. ځېنې وايي هر هغه شعر چې زړه ته لار ومومي ښه شعر دى، ځېنې وايي چې شعر روان او  د خلکو په ژبه وي دا يې د بلاغت کمال دى، ځېنې وايي چې شعر بايد شاعرانه تفنن او هنريت ولري، که خلک پرې نه پوهېږي دا په شاعر پور

07.02.2009 سردارولي څرک

د څرك شاعرانه سرداري

شاعرانه سرداري د ګران څرك شاعرانه سرداري مې وكته. شاعرانه سرداري مې ځكه وبلله، چې د پښتو شاعرۍ د سيند هر كاڼى من دى او هيڅ پښتون د خپلې غړګي شړومبې تروې نه ګڼي او بيا چې پښتون سړى شاعر هم شي، نو راشه كه يې ګورې!څرك سردار هم دى، د ننګرهار هم دى او فنكار هم دى او هغه هم د هغه ننګرهار چې زموږ كوم ننګرهاري شاعر يې د شعرو هنر پر سيمه د بل يا نورو هنري بلوسه نه يواځې مني نه، لا چې د دې هنرپنځې خاورې شاعرانه وست(متاع) او ښكلا ته

07.02.2009 سردارولي څرک

د افګار غزل

  لا مو چې زړګي ته رانږدې نه وىلا مو چې تر منځه فاصلې نه وى ما به درنه سر صدقه كړى وىياره! كه پيغور د زمانې نه وى غم دې د راتلو راسره اوسي تلكړې دې چې ما سره وعدې نه وى ولې به افګار داسې مړه مړه كتلښكليه! كه دې سترګې دومره مړې نه وى    

07.02.2009 سردارولي څرک

د لايق زمان صدف غزل

  ما د خپل ارمان كلي ته راولېيه خدايه جانان كلي ته راولې ما ته چې ژوند پسې ګران شوى دىهغه په ما ګران كلي ته راولې خدايه دا دعا زما قبوله كړېهر چاته ياران كلي ته راولې هغه چې خوږ ژبى دى په كلي كېهغه خوږ زبان كلي ته راولې اوس چې په صدف مشهور شوى دىها لايق زمان كلي ته راولې  

07.02.2009 سردارولي څرک

د فيروز اپريدي غزل

  راشي تلوسه راله خوب نه راځيټوله، ټوله شپه راله خوب نه راځي زه چې شم خفه شم، په سلګو ويدهته چې شې خپه راله خوب نه راځي تاته شيش محل كې باران څه واييڅاڅي مې خېمه راله خوب نه راځي شوم د تصوف په باريكو خبرپروت يم په سجده راله خوب نه راځي راغلم اپريدى په نيمه شپه ساقيرا يوه پياله راله خوب نه راځي    

07.02.2009 سردارولي څرک

د اتل مومند غزل

  سترګې زما سترګو ته راواړوهما لېونى بيا په بلا واړوه راشه په اوږو مې زلفې وشيندهپرمخې دا ټوله دنيا واړوه ما كه غورځې د لوړو غرونو نهزلفې دې د مخ نه په شا واړوه هېره ترې خندا كړه ورته وخانده!نن خو دا اتل په ژړا واړوه  

07.02.2009 سردارولي څرک

د ډاكټر خالق زيار غزلې

هم يې بېره ده ساتلې هم يې ټال دىراشه ستا لېونى اوس هم پخپل حال دى ستا د پنجو په سر تله مې زړه پرېباسيمشران وايي چې كبر له زوال دى داسې زر ترې جوړ كړي يو څه، كله بل څهته به وايې زړه مې خټه يار كلال دى زه پښتون يم، ته ښايسته يې دا پوره دهپه دنيا كې خو جلال دى يا جمال دى يو د مينې په سر جګه شمله ګرځمكه په نوره شتمنۍ شي زيار كنګال دى     مينه كور د سود دى، زيان ته نه رسيخير دى كه سړى جانان ته نه رسي

07.02.2009 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more